افغانستان: ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله د واک د شریکولو تړون لاسلیک کړو

په سیاسي لوظنامه کې عبدلله عبدلله ته د سولې مصالحې عالي شورا رهبرۍ او په ټوله کې دحکومت نیمايی واک ورسره ویشل شوی دی.

په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د پایلو له امله د ولسمشر اشرف غني او د پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ رامنځته شوی سیاسي کړکیچ د واک په ویشلو سره پای ته ورسید.

دواړو مشرانو ترمنځ د سیاسي جوړجاړي وروسته د ځانګړو مراسمو پرمهال په کابل کې د یک شنبې- اتوار په ورځ لاس لیک شوه.

د ولسمشراشرف غني او د عبدالله عبدلله ترمنځ د سیاسي تړون دلاس لیک په مراسمو کې د پخواني ولسمشرحامد کرزي په ګډون د یو شمیرګوندونو مشرانو چې دسیاسي جوړجاړي لپاره یې منځګړیتوب کړی ګډون درلود.

د عبدالله عبدالله ویاند امید میثم وايي په سیاسي لوظنامه کې عبدلله عبدلله ته د سولې مصالحې عالي شورا رهبرۍ او په ټوله کې دحکومت نیمايی واک ورسره ویشل شوی دی.

د عبدالله ویاند امید میثم په سیاسي موافقه کې وویل چې عبدالله ته د سولې د عالي شورا مشرتابه ورکړل شوې وه او د حکومت نیمایي برخه یې شریکه کړې وه.

هغه وویل: ”سیاسي هوکړه د ولسمشرۍ د انتخاباتود دوو مخکښوټیمونو ترمنځ لاس لیک شوه او د دې توافق نامې په اساس د افغانستان د حکومت ټول صلاحیتونه،مسئولیتونه او فرصتونه د دوو ټیمو ترمنځ ۵۰ جمع ۵۰ په نظر کې نیول شوی“.

امید یثم وايي دا د افغانستان د خلکو لپاره یوه تاریخي ورځ وه او د څو میاشتو راهیسې سیاسي جنجالونه راون وو او واضحه خبره دا ده چې دې سیاسي جنجالونو په ټولو برخو منفي اغیز درلود او اوس چې دا حل شومونږ ژمن یو هغو ستونزو ته چې دامهال دافغانستان خلک ورسره مخامخ دی رسیده ګي وګړو.

د نړیوالوچاروسیاسي اوحقوقي څیړونکی عبدالشکور دادرس وايي د ولسمشرۍ انتخاباتو د پایلو د اعلان په نتیجه کې د ولسمشر اشرف غني او دعبدالله ترمنځ سیاسي کړکیچ د یو توافق له مخې هواریدل د افغانستان د ټولو قوانینو خلاف عمل دی.

هغه وایی کله چې سیاسي توافق کیږي د خلکو رایې دکابل سیند ته واچول شوې کله چې قدرت وویشل شي هیڅوک رییس جمهور نه دی نو دوی دومره وکړل چې د جمهوریت مشروعیت یې ترسوال لاندې راوست اوهم یې د جمهوری ریاست مشورعیت ترسوال لاندې او هم لوړه ماته شوه.

د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ میاشتې په ۱۸ د افغانستان د ولسمشرۍد ټاکنو د وروستی اعلان شوې پایلې له مخې اشرف غني د ټاکنوګټونکی ګنل شوی و خو د هغه سیال عبدالله عبدالله یې نتیجه نه وه منلې.

ولسمشر اشرف غني د مارچ میاشتې په ۱۹ د ولسمشرۍ د لوړې مراسم پرځای کړل اوعبدالله عبدلله هم دهمه شموله حکومت د ولسمشر په توګه لوړه کړې وه خو د شاوخوا دریو میاشتوسیاسي ناکرارۍ وروسته د واک په ویشلو رامنځته شوی کړکیچ ته د پای ټکی کیښودل شو.