اېمېنسټي انټرنېشنل: د جینکو په تعلیم باید طالبانو ته سره کرښه راښکل شي

د بشري حقونو د کونسل مشرې کونسل ۵۰ مې غونډې ته په خپل رپورټ کې ویلي چې افغانستان کې د ښځو حالت اندېښمن دی او د 1.1 میلین جینکو په ثانوي تعلیم ښکاره بندېزونو دي چې له وجې یې د دوی راتلونکی نېغ په نېغه متاثره کېږي

د متحده قامونو د بشري حقونو کونسل مشرې مېشېل باچلېی ویلي کونسل یې په افغانستان کې د بشري حقونو د صورتحال نه خبر کړی او ویلي یې دي “ دا خبره ښکاره کوي چې نن مونږه افغانستان کې وینو چې ښځې د یو منظم نظام د لاندې ځورولی کېږي”

د بشري حقونو کونسل غونډه

د بشري حقونو د کونسل مشرې کونسل ۵۰ مې غونډې ته په خپل رپورټ کې ویلي چې افغانستان کې د ښځو حالت اندېښمن دی او د 1.1 میلین جینکو په ثانوي تعلیم ښکاره بندېزونو دي چې له وجې یې د دوی راتلونکی نېغ په نېغه متاثره کېږي.

هغې ویلي د مارچ د میاشتې راهیسې د جینکو تعلیم او د ښځو د حقونو په اړه څوارې احکامات جاري کړی شوي دي.


اېمېنسټي انټرنېشنل

بل خوا د بشري حقونو د تحفظ ادارې ایمنسټي انټرنېشنل هم ویلي د طالبانو د حکومت ذمه واري جوړېږي چې افغانستان کې جینکو ته د ثانوي تعلیم اجازت ورکړي.

“اېمنسټي انټرنېشنل د نړیوالې ورورولی نه غوښتنه کړی د طالبانو سره د خبره اترو په وخت باید د جینکو تعلیم سره کرښه جوړه کړی شي.”

بیان کې ویل شوي طالبان باید بغېر نور د ځنډه د هر عمر جینکو ته په سکولونو کې د زدکړو اجازت ورکړي.

بیان کې ویلی شوي چې دا وخت طالبانو افغانستان کې کومې پالېسی خپلې کړي هغه امتیازي، غېر منصفانه او د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي ده.


د بشري حقونو د څار تنظیم

د بشري حقونو نړیوال تنظیم د ښځو د څانګې مشرې هیدر بر هم تېره اوونۍ د تنظیم په وېب پاڼه “ د افغان طالبانو په ضد د سختو ګامونو پورته کولو ضرورت دی” په نامه یو مضمون کې لیکلي وو افغانستان کې د ښځو د حقونو او جینکو د تعلیم وضعه خرابه شوې او په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو وروسته د تېرو لسو میاشتو راهیسې دا لړۍ دوام لري.

بیان کې ویل شوي اګرچې د نړی د حکومتونو لخوا افغانستان کې د جینکو په تعلیم د بندېزونو په اړه څو وارې غوښتنې شوي خو دا کافي نه ده.

انتونیو ګټرېش- اقوام متحده

د متحده قامونو سېکرټري جنرل انتونیو ګټرېش خبرداری کړی له اوکراین نه تر افغانستان او میانمار نه تر مالي هېواد پورې د سولې په خبرو کې د ښځو نیشوالی ښايي چې د قدرت د نظام سره ناسم د سړو بالادستي څنګه نړی ته ماتې ورکوي.

هغه ویلي د بشري حقونو نړیوال کونسل په نړی کړی کې د بشري حقونو د پاره د نړیوالې مکالمې او تعاون یو بنیاد دی.

افغان طالبان

د افغانستان طالبان وايي چې د جینکو د تعلیم مخالف نه دي خو چې کله هم د شریعت په چوکاټ کې دننه د جینکو د ثانوي تعلیم د زدکړو اسانتاوې برابرې کړي نو اجازت به ورکړي

افغان طالبانو تېره میاشت په ښځینه خبریالانو هم پرده لازمي ګرځولی او هغه ښځې په ڼیلي ویژن راځي ورته د خبرونو او پروګرامونو په وخت د مخ پټولو امر کړی.

افغان فعاله مېرمنې

افغانستان کې د بشري حقونو ښڅینه فعالانې د تېرو څو میاشتو راهیسې ورسته له هغې پرله په سر ښار کابل کې اکثره لره احتجاجونه کوي چې طالبانو د جینکو په ثانوي تعلیم، د ښځو په کارونو بندېزونه او په ښځینه خبریالانو محدودیتونه زیات کړي دي.

ښځینه فعالانې وايي د احتجاجونو په وخت طالبانو څو وارې هغه ښځې نیولي، تشدد یې پرې کړی او بندي کړي یې دي چې د طالبانو د سخت دریزه احکاماتو په ضد یې احتجاجونه کړي.