د پښتونخوا په ناارامه شمالي وزیرستان ضلع کې په سختو امنیتي تدابیرو کې تر انتخاباتو وروسته د قومي اسمبلۍ پر امیدوار او د نوي ګوند نېشنل ډیموکرېټک موومنټ پر مشر محسن داوړ او د هغه پر ملګرو په مرانشا کې د امنیتي ادارو ممکنه برید په پراخه کچه غندل شوی او د پلټنو غوښتنه یې شوې ده.
د نېشنل ډیموکرېټیک موومنټ پر مشر تر برید شاوخوا 12 ګنټې وروسته د دې رپوټ د جوړولو تر وخته په دې اړه د پاکستان د لویو سیاسي ګوندونو مسلم لیګ (ن)، پیپلز پارټۍ، تحریک انصاف، جماعت اسلامي، جمعیت علمای اسلام، عوامي نېشنل پارټۍ او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ تر اوسه څه نه دي ویلي.
Not a single mainstream political party has deemed it important to condemn the attack on @mjdawar and @NDM_Official in North Waziristan earlier today. Not a single mainstream party has deemed it necessary to offer condolences for our martyrs.
— Khushal Khan (@Khushal_Khattak) February 10, 2024
د ملي جمهوري غورځنګ سرچینو د وي او اې ډیوه خبریال عدنان بېټني ته ویلي محسن داوړ د علاج لپاره پېښور ته وړل شوی، اپرېشن یې شوی دی او په بشپړه توګه له خطرې بهر دی او د دوی په ټپي شویو کسانو کې څلور تنه شېر ایوب، واصف داوړ، وهاب داوړ او یو بل تن د سختو زخمونو له کبله ساه ورکړې ده.
د مېرانشا روغتون وي او اې ډیوه ته وویل، اووه ټپیان وروړل شوي وو چې په هغوی کې شېر ایوب هملته ساه ورکړه، خو نور بنو روغتون ته یووړل شول او وایي دوی ته اطلاع رسېدلې چې په هغوی کې واصف داوړ او وهاب ساه ورکړې او د یو بل تن حالت هم مرګونی دی.
د نېشنل ډیموکرېټک موومنټ مشر محسن داوړ په شمالي وزیرستان کې له خپلو ملګرو سره په برید تر ټپي کېدو وروسته لومړی د میرانشا روغتون ته د ابتدایي علاج لپاره وړل شوی وو خو وروسته پېښور ته وړل شوی دی.
د ملي جمهوري غورځنګ د شمالي وزيرستان صدر اسد داوړ د مشال ريډيو سره خبرو کې وئيلي چې هغوی د ولس د رايو د حق غوښتنې لپاره احتجاج کاوه چې مخامخ ډزې ورباندې وشوې. نوموړي مشال راډيو ته وويل چې د فبرورۍ پر ۱۰مه په ميرامشا کې د پوځي چاوڼۍ مخې ته د ډزو په نتيجه کې د هغوی د ګوند د مشر… pic.twitter.com/2gClVnTfw3
— National Democratic Movement (@NDM_Official) February 10, 2024
د این ډي ایم مشران تور پورې کوي چې کله محسن داوړ د انتخابي نتایجو د ځنډ خلاف د شنبې- خالي په ورځ د پوځي چاوڼۍ د لویې دروازې مخې ته احتجاج کاوه چې وایي له پولیسو سره تر جنجال وروسته امنیتي ځواکونو ورباندې ډزې پیل کړې چې محسن داوړ او څو ملګري یې پکې ټپیان شول.
د وي او اې اردو د خبر له مخې د شمالي وزیرستان پولیس مشر (ډي پي او) منلې چې ډزې د احتجاج په وخت شوې دي او دوه پولیس هم وژل شوي دي، خو د وي او اې ډیوه خبریال عدنان بېټنی وایي پولیسو تر اوسه نه ده ده تایید کړې چې ګوندې کوم پولیس عسکر دې هم په دې پېښه کې وژل شوی وي.
غبرګون:
پر محسن داوړ د برید خلاف نېشنل ډیموکرېټک موومنټ په کراچۍ او د بلوچستان په لورالای او هرنایي سیمو کې احتجاجي مظاهرې کړې دي چې پکې ګڼ شمېر کسانو ګډون کړی دی. دوی پر محسن داوړ برید په کلکه غندلی او دا یې پر هغه "قاتلانه حمله" بللې ده.
د پاکستان د بشري حقونو کمیشن هم پر محسن داوړ "د امنیتي ځواکونو ممکنه برید په کلکه غندلی"، وایي هغه پر خپله حلقه د انتخابي نتایجو تر لاسه کولو لپاره د آر او دفتر ته ځان رسول غوښت خو ورباندې برید شوی دی. ایچ آس سي پي پر ایکس په یو لنډ بیان کې ویلي:
HRCP strongly condemns the attack on NDM chairperson @mjdawar, who was fired on, allegedly by security forces, while attempting to reach the RO%27s office in Miranshah to obtain the poll results for NA 40. At least six others, including minors, were also injured and one police…
— Human Rights Commission of Pakistan (@HRCP87) February 10, 2024
"له جنورۍ راهیسې پر ښاغلي داوړ دا دویم برید دی او دا یو وار بیا هغه تشدد ښکاره کوي چې دا انتخابات یې اغېزمن کړل، په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې یې سیاسي امیدواران، د امنیت ساتونکي او عام خلک متاثره کړل. موږ د دې پېښې د بیړنۍ او رڼې څېړنې غواړي".
په عرب اماراتو کې مېشت د افغانستان مخکیني ولسمشر اشرف غني هم پر محسن داوړ په برید باندې خواشیني ښکاره کړې او دا یې "یوه بزدلانه او وحشیانه حمله" بللې ده. اشرف غني پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي:
په خواشینۍ سره خبر شوم چې ښاغلی محسن داوړ نن په یوه بزدلانه او وحشیانه حمله کې سخت ټپي شوی دی.پر ښاغلي محسن داوړ برید په کلکه غندم او هغه ته د بېړنۍ روغتیا هیله کوم.د آزادۍ او عدالت دښمنان تل د هغه غورځنګونو او شخصیتونو د له منځه وړلو هڅه کړې چې پر آزادۍ مین قومونو د سياسي…
— Ashraf Ghani (@ashrafghani) February 10, 2024
"د آزادۍ او عدالت دښمنان تل د هغه غورځنګونو او شخصیتونو د له منځه وړلو هڅه کړې چې پر آزادۍ مین قومونو د سياسي حقونو لپاره مبارزه کوي، د استبداد په ضد دريږي او خپلو ولسونو ته د بشر لومړني حقونه غواړي".
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان تر انتخاباتو یوه ورځ وړاندې له اټک زندانه را خوشي شو، هغه هم پر محسن داوړ برید غندلی او پر ایکس یې لیکلي:
سیکورٹی فورسز کی طرف سے محسین داوڑ پر دھشتگردانہ حملے کی شدید مزمت کرتے ہیں جس میں محسین داوڑ زخمی ہوگئے ہیں۔اس واقعے کے خلاف محسین داوڑ اور اُسکے پارٹی کے ساتھ کھڑے ہیں۔اللہ تعالی اُس کو جلد صحتیاب کرے۔ امینسیکورٹی ادارے غُنڈہ گردی کا تسلسل بند کر دے۔#StopStateTerrorism
— Manzoor Pashteen (@ManzoorPashteen) February 10, 2024
"د امنیتي ځواکونو له خوا پر محسن داوړ د ترهګر برید په کلکه غندنه کوو چې پکې محسن داوړ زخمي شوی دی. امنیتي ادارې دې د غونډه ګردۍ تسلسل بند کړي".
پر ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمېر پاکستاني سیاستوالو د نېشنل ډیموکرېټک موومنټ پر احتجاج کوونکو برید غندلی او دا یې د هغوی د جمهوري حق خلاف یو ناوړه اقدام بللی دی.
د پاکستان د یو مذهبي ګوند جماعتِ اسلامي سنېټر مشتاق احمد خان هم په مرانشا کې د انتخابي انتایجو خلاف پر احتجاج کوونکو د ډزو غندنه کړې او دا یې زښته زیاته د افسوس وړ پېښه بللې ده. ښاغلي مشتاق احمد خان پر ایکس لیکلي:
انتخابی دھاندلی کیخلاف شمالی وزیرستان میں احتجاج پولیس کی فائرنگ سے محسن داوڑ سمیت دیگر زخمی ہونے کی اطلاعات ہیں،یہ انتہائی افسوسناک اور قابل مذمت ہے،محسن داوڑ اور ان کے ساتھیوں کیلئے دعاگو ہوں۔شانگلہ کے بعد یہ دوسرا واقعہ ہے جس میں الیکشن کمیشن کے دھاندلی کیخلاف قانونی احتجاج پر… pic.twitter.com/UtqHkP6mtV
— Senator Mushtaq Ahmad Khan | سینیٹر مشتاق احمد خان (@SenatorMushtaq) February 10, 2024
"له شانګلې وروسته دا دویمه پېښه ده چې پکې د انتخاباتو د کمیشن د درغلۍ خلاف په قانوني احتجاج باندې ډزې شوې او د بې ګناه کسانو وینه بهول شوې ده. د پاکستان سپریم کورټ د دې حکومتي ترهګرۍ خبر واخلي".
خپلواکي غوښتونکي بلوچ ریپبلکن ګوند جلاوطنه مشر او د ملتپال سیاستوال نواب اکبر خان بګټي لمسي براهمداغ بګټي هم پر محسن داوړ حمله غندلې او وایي هغه خپل سیاسي حق په سوله ییزه توګه غوښت خو "امنیتي ځواکونو یې د وژلو هڅه" کړې ده. براهمداغ بګټي پر ایکس لیکلي:
"دا پیښه یو بل ثبوت دی چې څنګه په پاکستان کې غیرجمهوري قوتونه د ووټ او خپلو استازو د ټاکلو د حق په ګډون د مظلومو خلکو له بنیادي بشري حقونو انکار کوي".
Strongly condemn the assassination attempt on Pashtun leader @mjdawar by the state forces for demanding his political rights peacefully. Prayers for his quick recovery. The incident is yet another proof of how the undemocratic forces in Pakistan deny basic human rights to the…
— Brahumdagh Bugti (@BBugti) February 10, 2024
د پښتونخوا نګران حکومت، د پاکستان مرکزي نګران حکومت یا پاکستاني پوځ تر اوسه د میرانشا د پېښې په اړه څه نه دي ویلي او نه یې د نېنشل ډیموکرېټک موومنټ دعوو ته څه جواب ویلی دی چې وایي پر امنیتي ځواکونو پر دوی ډزې کړې دي.
د محسن داوړ انتخابي حلقه:
محسن داوړ د شمالي وزیرستان له حلقه این اې-40 څخه قومي اسمبلۍ ته ولاړ وو، هغه د فرورۍ پر نهمه دعوه کړې وه چې تر هغه د راغلیو غیررسمي نتایجو له مخې ده زیاتې رایې اخیستې دي، خو تور یې پورې کړی وو چې رسمي نتایج به د ده خلاف بدلې کړای شي.
د انتخاباتو کمیشن د فرورۍ پر 10مه د دې حلقې نتایجې وړاندې کړل چې له مخې یې د جمعیت علمای اسلام پاکستان مفتي مصباح الدین د 42,994 ووټونو په اخیستلو ګټونکی اعلان شوی، ورپسې د ازاد امیدوار اورنګزېب خان رایې 33,852 او د محسن داوړ رایې 32,768 ښوول شوې دي.
محسن داوړ د پښتنو د حقونو د غیرپارلماني ولسي تحریک پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي ایم یو مهم مشر وو، خو د 2018م کال په عامو انتخاباتو کې په ازاد حیثیت له شمالي وزیرستانه قامي اسمبلۍ ته وټاکل شو او د 2021م کال د اګست په وروستیو کې یې د نېشنل ډیموکرېټک موومنټ (ملي جمهوری غورځنګ) په نوم نوی سیاسي پارلماني ګوند اعلان کړ.
د فرورۍ د اتمې په انتخاباتو کې د پښتونخوا په ګډون په بلوچستان کې هم ګڼ شمېر کسان د این ډي ایم په استازیتوب قومي او صوبایي اسمبلۍ ته امیدواران وو، خو تر اوسه راغلې نتیجې ښیي چې یوه څوکۍ یې هم نه ده ګټلې.