څېړونکي وايي د پاکستان پوځ د کال 2001م نه راپدېخوا نزدې د 20 پورې پوځي عمليات کړي چې پکې په لکونو خلک اغېزمن شوي او د ترهګرۍ مسله لا هم په ځای پرته ده. دوي وايي همدغه وجه ده چې عام ولس او سياسي ګوندونه هم اوس په نويو اعلان شويو عملياتو [عزمِ استحکام] باندې اعتماد نه کوي.
خو حکومتي چارواکي وايي د ملک د تلپاتي امن او استحکام لپاره اعلان کړل شوی وژن یا نظر [عزمِ استحکام] ناسم کیږي او دا د تېرو وسله والو عملیاتو لکه "ضرب عضب" او "راه نجات" په څېر نه دي.
په پاکستان کې په کال 2001 کې د القاعده خلاف په وزيرستان کې د (الميزان) په نوم اولني پوځي عمليات شوي وو، په کال 2007م کې په سوات کې د [راح حق] په نوم د ټي ټې پي خلاف، 2008م کې په خېبر کې د لشکر اسلام خلاف د [صراط مستقيم] په نوم، هم په دغه کال په جنوبي وزيرستان کې د [زلزلې] په نوم د ټي ټي پي خلاف او بيا په دغه کال په باجوړ کې د [شېر دل] په نوم عملیات شوي وو.
بيا په 2009م کې د ټي ټي پي خلاف په پخوانۍ فاټا کې د [راه راست] او [تور تندر] په نوم ملاکنډ ډويژن کې، [راه نجات] په نوم پخوانۍ فاټا کې، د [برېښنا] په نوم مومندو کې، د [کوه سفېد] په نوم په کورمه کې، 2014 م کې د ضرب عضب په نوم شمالي وزيرستان کې د ټي ټي پي، القاعده، آی اېم يو او لشکرجهنګوي خلاف،2017م کې په ټول ملک کې د ټي ټي پي، بي اېل اې او براس خلاف د ردالفساد په نوم عمليات شوي وو.
د دې ترڅنګ وسله والو سره ګڼ شمېر معاهدې هم شوې وې، خو پوځي عمليات اکثر له د خېبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو کې شوي دي.
حکومت اوس په 22م جون په ټول ملک کې د ټي ټي پي، بي اېل اې او توندروۍ پرضد په ټول ملک کې د عملياتو کولو اعلان کړی دی.
خبريال ناصر داوړ وايي، "خلک د پوځي عملياتو خلاف هم دي، او د طالبانو سره، د ترهګرو سره او د وسله والو سره د مزاکراتو خلاف هم دي، دواړه يې کتلي دي چې د تباهۍ نه علاوه یې ابادي نه ده راوستې".
په پاکستان کې د عزم استحکام په نوم عملياتو اعلانېدو وروسته په خېبر پښتونخوا کې واکمنه ګوند پاکستان تحريک انصاف، عوامي نېشنل ګوند، جماعت اسلامي او جميعت علما اسلام تر څنګ په دير، مومند، خېبر، کرم او نورو سيمو کې عام اولس هم د پوځي عملياتو مخالفت کړی دی. دوي وايي د عزم استحکام په نوم عمليات ورته د منلو وړ نه دي.
څيړونکي وايي په تېرو وختونو کې د وسله والو سره مزاکراتو او پوځي عملياتو د عام ولس باور راکم کړی دی.
څيړونکی ډاکټر سرفراز خا ن وايي، "(مزاکراتو په نتيجه چې وسله وال راشي) نو بيا به هغه کارونه کوي بيا به زمونږ کورونه ورانيږي، بيا زمونږ په کورونو اپرېشن کيږي، دا خو داسې اپرېشن وي چې څه پته پکې نه لګي، جهازونه پکې استعمال شي، دې ته نه ګوري چې دا ترهګر دي که نه دي، ترهګر کورونو کې پټ شي بيا پته نه لګي چې دلته عام خلک دي که ترهګر دي".
د حکومت لخوا ويل شوي، د 'عزم استحکام 'عملیاتو مقصد د وړاندې نه د استخباراتي معلوماتو په اساس روان عملیات لا پسې متحرک کول دي.
بیان کې ویل شوي چې د دې عملیاتو موخه د ترهګرو د پاتې شويو باقیاتو موجودیت له مینځه وړل، او د جرمونو او ترهګرۍ د پیوستون له امله ددې د سهولت کارانو او له تشدده ډک توند لاریتوب نوغی ویستل دي.
د قومي وطن پارټۍ صوبايي مشر سکندر شېرپاو وايي حکومت ته پکار دي چې د عزم استحکام عملياتو په اړه قامي يو والی راوستل شي.
"في الحال مونږ دا غواړو چې په پارليمان کې په دې بحث وشي، او څنګه چې د نېشنل اېکشن پلان نه مخکې ال پارټيز کانفرس شوی وو، او په هغې کې ټولې پارټۍ په اعتماد کې واخستل شوې، او بيا يو ګام پورته کړی شو، هغسې پکار ده چې يو اتفاق رای جوړه کړی شي".
د دفاع وزیر خواجه اصف ویلې د دغو عملیاتو په اړه به په قامي اسمبلۍ او سېنېټ کې بحث وشي. نوموړي په لاهور کې یوې خبري غونډه کې ويلي، "اپرېشن عزم استحکام" به د استخباراتو پربنیاد وي او د پخوانیو عملیاتو په څېر به څوک د کورونو څخه نه بې ځایه کیږي.
(په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبریال فضل عزيز شریک کړي)