څېړونکي: د پېښور تر پېښې ډېر وړاندې حکومت ته د ترهګرۍ ضد ښکاره او کوټلې تګلاره وړاندې کول پکار وه

پاکستان کې اکثر له د ترهګرۍ د غټو پېښو وروسته دغه شان ټول ګوندیزې غونډې شوي دي او په کال 2011م کې په اېبټ آباد کې د القاعده د مشر اسامه بن لادن وژنې پس هم يو کمېسون جوړ کړی شوی وو خو څیړونکي وایي دغه شان کمېسون يا ګډو غونډو کې کومې پرېکړې کيږي ولس د هغې نه بې خبره ساتل کيږي

څيړونکي وايي، پېښور کې د ترهګرۍ د پېښې وروسته سمدستي بلکې د دغه پېښې نه وړاندې پکار وه چې حکومت د ترهګرۍ ضد ښکاره او کوټلې تګلاره وړاندې کړی وای، د پېښور په ارمي پبلېک سکول د ټي ټي پي د حملې وروسته جوړ نېشنل اېکشن پلان عملي شوی وای خو د حکومت لخوا د پېښور د تازه پېښې وروسته راغوښتل شوی ټول ګونديز کانفرنس په دوېم ځل ځنډول شوی دی.

حکومت ویلي وزیراعظم شهباز شریف په ترکي کې د راغلې زلزلې له امله د دغه هيواد سفر کوي ځکه په نهمه فرورۍ رابلل شوې کانفرنس ځنډول شوی او بله نېټه به د اتحاديانو سره د سلا وروسته اعلانولی شي.

په 30 جنورۍ پېښور کې په پوليس لاين کې دننه په جومات کې د شوي ځانمرګی بريد چې پکې د 100 نه کسان وژل شوي او د 200 زيات ژوبل شوي، د يادې پېښې وروسته وزيراعظم شهباز شریف اول په اووه جنورۍ ټول ګونديز کانفرنس بللی او بيا دغه نېټه نهمې فرورۍ ته اړول شوې وه خو د ټول ګونديز کانفرنس نېټه په دويم ځل بدله شوه او بله نېټه ورکړل شوې هم نه ده.

د ال پارټير کانفرنس د بیا ځنډېدو په اړه د پېښور پوهنتون د ايريا سټډي سنټر پخوانی مشر څيړونکی ډاکټر سرفراز خان وايي، په ترکي کې زلزله راغلې تاوان شوی هغه په خپل ځای خو ملک د ترهګرۍ په رنګ سخت چېلنج سره مخ دی او په دغه مسله رابلل شوې غونډه ځنډول کيږي، "زما خيال دی چې زورور قوتونه لا تيار نه دي او خپله رایې یې بدله کړې نه ده ځکه دا ټول ګونډيز کانفرنس ځنډول کيږي".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "په پاکستان کې د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره کوټلې تګلاره وړاندې کول ډېر ضروري وو، نېشنل اېکشن پلان جوړ شوی خو هغه عملي نه شو، اوس پکار ده چې حکومت، سياسي ګوندونه، عدالتونه او ادارې ټولې کښېني او يوه کلکه تګلاره جوړه او وړاندې کړي".

ډاکټر سرفراز خان وويل، "د ترهګرۍ ضد تګلاره ځکه ډېره ضروري ده چې دا د ملک د سالمیت او ايين خبره ده په ځانګړي ډول د خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبې د خلکو د ژوند او مرګ، حقونو، جينکو د تعليم او اظهار رایې مسله ده ځکه زر يو اېکشن پلان پکار دی او چې بيا پرې زر تر زره عمل هم وشي".

نوموړي زیاته کړه د ملک بااثره ادارو له پکار ده چې دغه مسله سنجيده وګڼي، او دې اوسني اتحادي حکومت بايد ډېر وختي د ترهګرۍ مسله ډېره سنجيده اخستی وی ځکه چې د عمران خان په حکومت یې په دغه اړوند نيوکې کولې.

پاکستان کې اکثر له د ترهګرۍ د غټو پېښو وروسته دغه شان ټول ګوندیزې غونډې شوي دي او په کال 2011م کې په اېبټ آباد کې د القاعده د مشر اسامه بن لادن وژنې پس هم يو کمېسون جوړ کړی شوی وو خو څیړونکي وایي دغه شان کمېسون يا ګډو غونډو کې کومې پرېکړې کيږي ولس د هغې نه بې خبره ساتل کيږي.

څيړونکی خبريال مشتاق يوسفزی وايي، "پارلیمان د ولس نماينده اداره ده باید چې د ترهګرۍ په موضوع په پارلمیان کې خبرې وشي او پارلیمان دې د دې پرضد څه تګلاره جوړه کړي، پاکستان په کال 1971 کې دوه تکړې شو، کمیسون پرې جوړ شو، د پاکستان ماتیدو څوک ذمه وار وو تراسه پرې څوک هم خبر نه دي. پاکستان کې د يوې مسلې نه د خلکو پام اړولو دپاره دغه شان غونډې او کمېشنې جوړيږي".

د پاکستان پوځ په وروستيو کې څو ځله تکرار کړې چې پوځ په سياست کې نوره لاسوهنه نه کوي او پوځ دې د سياست څخه لرې وساتل شي.

خو څیړونکي ‌وایي پاکستان کې اکثر له تګلارې هم دغه پوځ جوړوي که هغه تګلارې د ترهګرۍ پرضد وي يا بل کوم هیواد سره د اړيکو په تړاو وي.

د عوامي ورکر ګوند مشر پروفېسر شاهجهان وایي "پاکستان کې تګلارې په پارلیمان کې نه،بل چرته جوړيږي او څوک چې دغه تګلارې جوړوي باید چې په دې پوهه شي د دغه ډول کارونو له وجې پاکستان په نړۍ کې د خندا شو".

په کال 2014م کې په پېښور آرمي پبلک سکول د شوي ترهګر بريد وروسته هم د هغه وخت حکومت د ترهګرۍ ضد تګلاره/نېشنل اېکشن پلان جوړ کړی وو، او د هغې لاندې په دستور کې د بدلون پس پوځي عدالتونو ته د ترهګرۍ ضد د مقدمو زر فېصله کولو اختیار ورکړی وو او اسلامي هیوادونو نه یې هم خواست کړی وو چې د ترهګرو مالي مرستو ودرولو په لړ پاکستان ملاتړ وکړي.

خو څيړونکي وايي په هغه 20 نکاتي نېشنل اېکشن پلان پوره عمل نه دی شوی ځکه په ملک کې د سخت دريځۍ او ترهګرۍ مخه نه ده نيول شوې.

د پښتونخوا د پولیسو پخوانی مشر اختر علي شاه وایس آف امریکا ډیوه ته وایي د نیشنل ایکشن پلان تر څنګ د پاکستان آین ډیر واضحه وایي چې د وسله والو تنظیمونو ګنجایش نیشته. آین او قانون سره وفاداري د هیواد د هر غړي ذمه واري ده. او د پاکستان هر اوسیدونکی به دا قانون مني.

اختر علي شاه وایي دا نظر کې ساتل پکار دي چې لس دولس کاله وړاندې ترهګرو کومې وسلې کارولې اوس د هغې نه زیاتې جدیدې شوې دي. هغوي داسې ځایونه په نخښه کوي چې اولس ته د تحفظ د نیشتوالي او د ځواکونو د کمزورتیا پیغام ورکړي.

د پیښور پوهنتون د سیاسیاتو د څانګې استاد پروفیسر ډاکټر عبدالروف وهم وايي چې که حکومت د ترهګرۍ په ضد مخکنۍ پالېسي عملي کړی وی نو دا چاودنې به یا مکمل ختمې شوې وې یا به تر ډیره حده کمې شوې وې.

د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکي وایي وخت په وخت د ملک په مختلفو برخو کې وخت په وخت د وسله والو خلاف عملیات کوي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د خېبرپښتونخوا د لکي مروت ضلعې د پولیس ترجمان وویل په ضلع کې د وسله والو خلاف د تېرو څو ورځو راهسې د امنیتي ځواکونو دوامداره اپرېشن سر ته ورسېدو. د پولیس ترجمان نور تفصیل شریک نه کړو خو ويې وېل عملیات پوځ کول، پولیس يې ملاتړ کولو او ممکنه ده چې پوځ په دې اړه معلومات شریک کړي.