څيړونکي: د ولس د اعتماد او د مرستې نه بغېر د وسله والو خلاف عمليات نه شي کاميابېدی

په دې تصویر کې د کال ۲۰۱۴ د عملیاتو په مهال د شمالي وزیرستان د مرکزي ښار مېران شاه بازار ليدل کېږي

څيړونکي وايي، پاکستان کې چې د ملک څخه د ترهګرۍ او توندروۍ د خاتمې دپاره د "عزمِ استحکام" په نوم د عملياتو له لارې د ترهګرۍ د مخنيوي د قامي کمپاين د بيا فعالولو منظوري ورکړل شوې ده، پوځي عمليات وړاندې هم شوي خو څو پورې چې د ولس مرسته او اعتماد نه وي ترلاسه کړل شوی او کره پاليسي نه وي جوړه شوې، ترهګري داسې نه شي ختمېدی.

په 22م جون اسلام آباد کې د وزيراعظم په مشرۍ د نېشنل ايکشن پلان د ايپکس کميټۍ په غونډه کې د ترهګرۍ د مخنيوي د روان مهم هر اړخيزه ارزونه شوې او د داخلي سلامتۍ وضعيت هم ارزول شوی، ويل شوي وو، د ملک څخه د ترهګرۍ او توندروۍ د ختمولو دپاره د ترهګرۍ مخنيوي د قامي کمپياين د بیا فعالولو دپاره د "عزمِ استحکام" په نوم عملیاتو منظوري ورکړل شوې وه.

څيړونکي وايي پاکستان کې د ترهګرۍ د خاتمې دپاره د پاکستان حکومت د کال 2004 نه تر 2009 پورې د ټي ټي پي د بېلابيلو مشرانو سره وخت په وخت معاهدې کړي خو دغه معاهدې نزدې ټولې ماتې شوي دي او بيا وخت په وخت د پاکستان پوځ د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عمليات کړي او د ترهګرو د ملا ماتولو او ترهګرۍ د نوغي ويستو دعوې شوي خو په ملک کې ترهګري بيا سېوا شوې ده.

څيړونکي وايي، عمليات پوښتنې راولاړوي او څو پورې چې دغو پوښتنو ته ځواب نه وي ويل شوی، د ولس مرسته او باور نه وي ترلاسه کړل شوی تر هغې عملیات نه شي کامیابېدی.

د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاد څيړونکی ډاکټر سيد عرفان اشرف وايي، د 2001 نه د 2014 پورې چې د ضرب عضب عمليات وشو، هغې ته کامیاب عمليات ويل شوي وو، خو دا عمليات په درېو حوالو نيمګړې دي.

"يو د دې عملياتو څه جواز نشته چې کوم ځای او ولې عمليات کیږي؟ د پښتنو او بلوڅو سيمې د ترهګرۍ سره مخ دي او د عملیاتو باجود دغلته ترهګري سېوا شوې ده، دويمه وجه يوه محکمه په بله محکمی بری مومي د ادارو په مينځ کې همکاري نشته او درېم د خلکو په عملياتو اعتماد نشته او بل دا چې د رياست لخوا روڼتيا نشته چې ترهګري ختمول غواړي او که ترهګري ستاسو د پاليسي برخه ده او په افغانستان کې بريالي کېدل غواړئ".

نوموړي زياته کړه، رياست چې کله هم د عملياتو خبره کړې د هغې بيا تګلاره نه وي چې اهداف به یې څه وي؟
د وزیراعظم په مشرۍ غونډه کې ویل شوي وو، "اپرېشن عزمِ استحکام" به يو جامع او پرېکنده انداز کې د توندروۍ او ترهګرۍ د خطرو د مخنيوي دپاره هڅې پیاوړې کوي، په سياسي سفارتکارۍ کې به د سيمه ييزه مرستې د لارې د ترهګرو د ځالو ختمولو هڅې ګړندۍ کولی شي. پوځ به د نورو قانون نافذونکو ادارو په مرسته هڅې او عمليات په وړاندې بوځي او د ترهګرۍ په مقدمو کې د قانوني خلا لرې کولو دپاره به د قانوني ستازۍ د لارې پوځ پوځ با اختیاره کولی شي او ترهګرو ته به مثالي سزاګانې ورکول کيږي.

خبریال علي اکبر وايي، پاکستان وړاندې څو عمليات کړي او پوځي عملياتو څه نه څه نتيجې هم ورکړي دي.
"خو د پاکستان بدقسمتي ده چې د ترهګرۍ ضد پاليسيانو کې تسلسل نشته يو عمليات وشي، په هغه وخت نتيجې سمې ورکړي، مونږ خپل خلک په هغې کې ګډوډ هم کړو خو د عملياتو وروسته بيا څه پاليسي نه وي هلته نظر ونه ساتل شي نو په دغو ځايونو کې بيا هغه مسلې پيل شي او وسله وال بيا رايو ځای کيږي، اوس بيا دا سوال راپورته کيږي چې د دغو عملياتو په نتيجه کې به اهداف ترلاسه شي؟ او کنه بيا به دوه درې کاله وروسته بل عمليات کیږي".

هغه وویل نه يواځې چې عمليات وشي بلکې بيا په هغې نظر ساتل پکار دي، دې ته نه دي کتل پکار چې "مونږ ته امریکا او چين اووايي چې ستاسو په ملک کې امنیت ښه نه دی مونږ ستاسو په ملک کې نورې پانګونې نه شو کولی نو مونږ به زر زر عمليات بې د تیارۍ پيل کړو نو مستقل پاليسي پکار ده".

اسلام اباد کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو ادارې پاکستان انسټيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکورټي سټديز ادارې (پيکس) مشر عبدالله خان وايي، د ضرب عضب عملياتو وروسته د ترهګرۍ ملا ماته کړل شوې خو هغه په افغانستان کې بيا پيوند شوې ده.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وويل، "پاکستان کې ترهګري بیا سېوا شوې ده، د هغې په نتيجه کې اوس ضروري وه چې د نړيوال يا د چين فشار وو، د پانګونو په حواله پاکستان هڅې کوي نو د امنیت ښه کولو په اړه ضروري وه چې کلک پيغام ورکړل شي نو په اوسني وخت کې کلک پيغام ضروري وو".

هغه وویل، پکار ده چې د اوسنيو عملياتو د پرېکړې نه وړاندې په ځانګړي ډول د خېبرپښتونخوا خلک په اعتماد کې اخستل شوی وی.

پارلیمان کې مخالفه ګوند تحريک انصاف په قامي اسمبلۍ کې احتجاج کړی او ويلي يې دي، د هر ډول پوځي عملياتو نه وړاندې پکار وه چې پارلیمان په اعتماد کې اخستل شوی وی خو د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف د اپوزيشن په دريځ سختې نيوکې کړي دي.

پاکستان د اوږودې مودې نه تور لګوي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ناامني او ترهګرۍ سېوا شوې او د افغانستان نه په پاکستان کې ترهګري کيږي خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان دغه تورونه په کلکه رد کړي او وايي، پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.