ايشیا فېسپک ډلې پاکستان د سختې څارنې په نوملړ کې اچولی

د ترهګرۍ مالي مرستو او د پیسو غیرقانوني انتقال د څارنې ادارې ایف ای ټي ایف ایشیاي ډلې د اسلام اباد لخوا د ترهګرو مالي مرستو او د پیسو غیرقانوني انتقال پرضد د اطمینان وړ ګامونه نه پورته کولو په سر د سختې څارنې په فهرست کې اچولی.

د ایف ای ټي ایف ایشایي ډلې د آسټریلیا په کینبرا ښار کې د دوه ورځو د غونډې وروستو ویلي پاکستان د ترهګرو د مالي مرستو او د پیسو غیرقانوني انتقال مخ نیوي لپاره د دوي په سفارشونو کې په څلور کې درې برخو باندې عمل نه دی کړی.

ایف ای ټي ایف واي پاکستان به په شپږو میاشتو کې دننه د ترهګرو مالي مرستو او د پیسو غیرقانوني انتقال د مخ نیوي لپاره پورته کړو ګامونو رپورټ وړاندې کوي.

د پاکستان سره سره چین، چینايي ټیپی، فلپاین، هانک کانګ او د سلیمان جزیرې کې د پیسو غیرقانوني انتقال او ترهګرۍ مالي مرستو پرضد د اخستل شوو ګامونو جاج اخستل شوی.

د ایف ای ټي ایف ویاندې الیګزینډار ویج مینګا یو پاکستاني ټیلي ویژن سره د خبرو په وخت هغه رپورټونه هم رد کړي چې ګني پاکستان یې په تور فهرست کې اچولی. پاکستان دا وخت د ایف ای ټي ایف په خړ فهرست کې اچولی شوی.

د ایف ای ټي ایف خړ یا تور لسټ پاکستان ته څه زیان رسولی شي؟

مطبوعاتي رپورټونه وايي پاکستان هر کال په خړ لسټ کې د موجودګۍ له امله نزدې ۱۰ ارب ډالره تاوان کوي. حکومت د مطبوعاتي رپورټونو ددغه اندازې په اړه څه ویلي نه دي خو د پاکستان د خزانې پخواني وزیر اسد عمر وي او ای ته ویلي د آسټریلیا په غونډه کې د پاکستان په اړه شوې خبره دومره ارزښت نه لري. نوموړي ویلي که پاکستان تور لسټ ته لاړهم شي نو دا کومه د ژوند یا مرګ خبره نه ده. هغه ویلي اقتصادي مشین به بیا هم روان وي.

اقتصادي څیړونکې د اسد عمر د خبرې سره رضا نه ښاي ځکه ددوي په فکر که چرې پاکستان نوم په تور فهرست کې واچول شو نو په پاکستان به د بهرنیو ملکونو اعتبار کم شي او د نړيوالي مالي ادارې آي ایم ایف سره د شپږو اربو ډالره لوظنامه هم د خطرې سره مخ کیدی شي. د پاکستان تحریک انصاف حکومت په واک کې د راتلو وروستو د خپل ملک اقتصاد ښه کولو لپاره د سعودي عرب، متحده عرب امارات او چین نه په اربونو ډالره قرض اخستی وو خو ددغه درې واړه ملکونو په قرض سره هم د ملک اقتصاد ته پکار مرسته ترلاسه نه شوه چې له وجې یې پاکستان د آي ایم ایف نه د شپږ ارب ډالره قرض اخستو درخواست کولو باندې مجبوره شو.

د آي ایم ایف سره د تړون له وجې پاکستان ته د نړیوال بینک او نورو نړیوالو مالیاتي ادارو نه هم قرضونو اخستو ته لار هواره شوه چې د خپل ملک کمزوری اقتصاد په خپلو پښو ودروي. خو که چرې د پاکستان او آي ایم ایف لوظنامه په خطره کې پریوزي نو پاکستان لپاره به د نورو نړیوالو مالیاتي ادارو نه هم پیسې ترلاسه کولو ګرانیږي.

پاکستان ځان د تور او خړ فهرست نه څنګه وباسلی شي؟

په ایف ای ټي ایف کې د نړۍ ۳۹ ملکونه او ډلې نمایندګي لري. د ایف ای ټي ایف ویب پاڼې ترمخه دغه ۳۹ غړي د پیسو غیرقانوني انتقال او د ترهګرو مالي مرستو مخ نیوي په کوششونو کې مرکزي کردار لوبوي. پاکستان ته د ایف ای ټي ایف د خړ فهرست نه ځان وباسلو لپاره د ۱۵ غړو مرسته پکار ده خو د ایف ای ټي ایف د تور فهرست نه ځان بچ کول لپاره پاکستان ته د ایف ای ټي ایف د درې غړو مرسته پکار ده.