په وزیرستان کې وژل شوي ځوانان څوک وو، او څه به يې کول؟

په شمالي وزیرستان کې د نامعلومه وسله والو په ډزو د وژل شوو ځوانانو په اړه ځايي خلک وايي دغو ځوانانو به د ناامنۍ او د کډوالو د حقونو د پاره مبارزه کوله او د وزیرستان ماغزه وو چې خاموشه کړی شوو.

د اتوار، يکشنبې، په رځ وژل شوي ځوانانو کې وقار داوړ، سنېد داوړ، حماد داوړ او اسد داوړ شامل دي.

وژل شوي ځوانان څوک وو؟

د وژل شوو کسانو نیزدې ملکری عادل داوړ وایي، سنېد داوړ د ایپي کلي اوسیدونکی وو د لاهور پنجاب پوهنتون نه زده کړې ترلاسه کولې.

هغه وویل سنېد یو سیاسي مباریز وو او د زده کوو نکو د حقونو او د علاقې امنیت د پاره به یې په لاهور کې غږ پورته کولو.

سنېد د پنجاب پوهنتون د زده کوو نکو سازمان پښتون کونسل مشر پاتې شوی او د ملي جمهوري ګوند غړی وو.

په یو عکس کې هغه بینر په لاس لېدل کیږي چې پرې لیکل شوي په وزیرستان کې دې مورچې نه یونیورسټیانې جوړی کړی شي.

عادل داوړ وایي وقار داوړ په ګورنر ماډل سکول کې ښوونکی وو او د دندې وروسته به هغه چې د وزیرستان کوم ځایې کې د چا څه مشکل وو هغه به ورسېدو.

هغه وویل د ناامنۍ پرضد احتجاجي مظاهرې او د کډوالو د حقونو د پاره به یې په پرامنه طریقه مبارزه کوله.

عادل داوړ وایي د اسد داوړ تړاو د جماعت اسلامي ګوند سره وو په خپله یتیم وو خو د یتیمانو او کونډو د پاره به یې د مرستو زمینې برابروالې، او په وروستیو کې د صحت په څانګه کې د افسر په توګه ګمارل شوی وو.

عادل داوړ وایي حماد داوړ ټولنیز فعال وو او علاقه کې به يې د بدې پیښې وروسته د وینې انتظام کول د دوی تر ټولو مهمه دنده وه.

هغه وویل د وژل شوو کسانو عمرونه د دیرشو کالو نه کم وو او ټول تنکي ځوانان وو.

کډوالو د پاره د هغوي مبارزه

په شمالي وزيرستان کې یوت اف وزیرستان تنظیم په کال 2015 کې جوړ شوی چې د کډوالود ستونزو د پاره به غږ پورته کولو.

په بنو کې مېشت یو کډوال بیت الله وایي د کله نه چې دوی کډوال شوي دوی د یو شمېر ستونزو سره مخ دي. هغه وویل نن هم د مرستو د پاره په احتجاجي پرلت ناست دي خو د دوي غږ نه اورېدل کیږي.

هغه زیاته کړه دغه پیښې دردولي او اندېښمن دي چې د کډوالو د حقونو د پاره به څوک غږ پورته کوي؟.

د نا امنۍ پرضد احتجاج

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ په کال 2014 کې د وسله والو پرضد عملیات کړي او دغه سیمې د ترهګرو نه پاکې ګرځولي خو په علاقه کې د پي ټي ایم فعال عید رحمان وایي چې کله د علاقې خلک د ضرب عضب عملیاتو وروسته بيرته علاقې ته ستانه شو په علاقه کې بیا د بدامنۍ پېښې پېل شوې.

هغه وویل دوی به د احتجاجونو د لارې د بدامنۍ پرضد غږ پورته کولو او د ناامنۍد مخنوي غوښتنه به یې کوله.

د عيد رحمان په خبره د ضرب عضب عملیاتو وروسته 465 کسان هدفي وژنو کې وژل شوي چې پکې ښځې، ځوانان، قامي او سیاسي مشران شامل دي خو تر اوسه په دې یوه پیښه کې څوک نه دي نیول شوي او نه سزا ورکړل شوې ده.

هغه وویل زیاتره په دې هدفي بریدونو کې په قامي تګلاره پوهه ځوان وژل کیږي او چې د ناامنۍ پرضد دوی پرامن احتجاج کوي بیا د دوی پرضد مقدمې جوړول کیږي او په زندانونو کې يې بندیوان کوي چې دا د پوځ او ریاست بدناموي.

عید رحمان وویل دا په شمیر ملګري وو چې د ناامنۍ پرضد مبارزه يې کوله او د دغه لارې د ناامنۍ پرضد مضبوط غږونه غلي کړی شو.

نوموړی د دوی وژنه د علاقې او پښتون قام د پاره غټ تاوان ګڼي او وایي دا سیمې ته نوی جنګ راوړل کیږی.

د دغه بیښې غندنه د صوبې اعلي وزیر محمود خان کړې او د علاقې پولیس وایي د ترهګرۍ پرضد پولیسو ته مقدمه لبږل شوې ده.

وي او اې په دې اړه د پولیسو مشر صاحبزاده فرحان سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب یې تر لاسه نه کړو.

په ټولنیزو رسنیو دې پیښې ته سخت غبرګون ویل شوی او د پاکستان په میډیا یې نیوکې کړې چې دغه پېښې ته پکې ځای نه دی ورکړل شوی.