76 کاله پخوا هم په نننۍ ورځ، په 12م اګست، د خېبرپښتونخوا د چارسدې ضلعې په بابړه کلي کې خدایي خدمتګارو د باچا خان د ګرفتارۍ خلاف احتجاجي مظاهره کوله چې د هغه وخت پولیسو او نورو ځواکونو پرې ډزې وکړې. د عوامي نیشنل پارټۍ ترمخه دغه پېښه کې د 600 نه زیات خدایي خدمتګار وژل شوي وو. دوي وایي پښتونخوا کې چې وړاندې کومه بدامني وه اوس هغه هاغه شان ده.
د بابړې اوسېدونکی شهزاد الدین د خپلې مور د خلې وي او اې ډيوه ته ويلي، مور یې د بابړې په پېښه کې د ژوبلو خدمت کړی وو. "په هاغه ورځ د هغوي د وینا مطابق د دغې ظلم هغه نخښې په دې لارو کې پرتې وې. وايي چې زخمیان به وو. مونږ له به مور قهوه پخه کړه. قهوه به مو چاینکونو کې واچوله، یخه کړې به وه. او مونږ به تلو دغو زخمیانو له به مو ورکوله. او داسې شوي دي. چې مونږه یو ځای کې یو زخمي له قهوه ورکړې ده. چې هغه نه تلو بل له مو ورکوله، واپس راتلو، نو هغه به هغه ځای کې ساه ورکړې وه".
شهزاد الدین وایي دغه پېښه کې د 600 نه زیات خدایي خدمتګار وژل شوي دي. خو په ریکارډ يواځې تر 100 پورې ځکه ښکاري چې حکومت اعلان کړی وو چې څوک بابړه کې وژل شوي یا زخمیان دي د هغوي جایدادونه به ضبط کیږي او حکومت ته به نغده جرمانه ورکوي نو اکثره خلقو خپل مړي په خاموشۍ خاورو ته سپارلي وو.
د بابړې په پیښه کې د وژل شوو یاد کې هر کال عوامي نیشنل پارټي دغلته یوه دستوره جوړوي. د دغه ګوند مشران وایي لکه څنګه چې مخکې پښتانه بدامنۍ سره مخ وو اوس هم دغه حالات دي.
د عوامي نیشنل پارټۍ مرکزي صدر اېمل ولي خان وايي، "دلته بدقسمتي داده چې تیر ځل هم پښتونخوا کې عوامي نیشنل پارټي راتله. او دلته دا قربانۍ کیدې. د بیانیې قرباني. چې طالب ړویل چې زه به په پينځو ورځو کې دننه دننه د پېښور حکومت ګېروم او زمونږ دا مشران ورته ښکاره ودرېدل چې دا د پښتنو حکمراني ده. دا رانه دومره په اسانه څوک نه شي اخستی. او په امن به ژوند تیروو. نو هاغه وخت هم دا د بارودو ډیري زمونږ نه مخکې چې کوم حکومت تیر شوی وو. د هاغه حکومت او پوځ ملي بګت يا جوړ جاړي پښتونخوا د بارودو ډیری جوړ شوی وو. نن زه بیا دا وینم چې دغه په ملي بګت بیا هغه ډیری جوړ دی".
څیړونکي وایي کال 1972م کې د هاغه وخت ګورنر ارباب سکندرخان خلیل پیښور هایکورټ کې د بابړې د پېښې د پلټڼو د پاره درخواست جمع کړی وو. خو هایکورټ په دې اړه هیڅ پلټنې ونه کړې.
تاريخ پوه پروفېسر ډاکټر سهېل خان وايي، "د عوامي نیشنل ګوند حکومت وو او دلته په چارسدې کې د دې شهیدانو کوم ریکارډ چې دی. هغې ته ما دسترس حاصلولو، خو ډپټي کمشنر ما له رانه کړو. سره ددې چې د دوو منسټرانو (وزيرانو) خطونه هم راسره وو. او ماله یې هغه ریکارډ ته رسایي رانه کړه. نو دا نه چې ریکارډ شته. ما په دې کې هم هاغه ریکارډ راپیدا کړو. په دې کتاب کې مې محفوظ کړی دی. څه ریکارډونه مې آرکایوز لایبریرۍ نه پیدا کړل".
ډاکټر سهیل خان وایي پوښتنه د وژل شوو او زخمیانو د شمېرې نه، بلکې دا ده چې ولې پښتانه دومره په بې دردۍ ووژل شول.
د یادې پیښې نه پس د هاغه وخت د صوبې وزیراعلا قیوم خان اسمبلۍ ته خپله وینا کې ویلي وو چې حکومت ضلعې کې 144 ماده په ځای کړې وه، خو مظاهرچیانو د دغه قانون خلاف ورزي کوله نو ځکه پرې پولیسو ډزې کړې وې.