د خېبرپښتونخوا په چارسده ضلع کې په باچا خان پوهنتون د وسله والو بريد اوومه کليزه د جمعې په ورځ ولمانځل شوه، په پوهنتون کې د وژل شویو کسانو په ياد کې غونډه وشوه او په حمله کې وژل شویو زدکونکو او د انتظاميي غړو ته احترامات وړاندې کړی شول.
په باچا خان پوهنتون د کال 2016م د جنورۍ په 20 نېټه ترهګرو حمله وکړه چې پکې د پوهنتون د چارواکو په وېنا 14 زده کونکي او د انتظاميې څلور غړي ووژل شوو او تر 20 زيات ټپيان شوي وو.
د برید زمه واري د تحريک طالبان پاکستان ګيدړ ډلې ومنله.
په پوهنتون برید کې د وژل شویو کسانو په یاد کې د غونډې په موقع د يو وژل شوي زدکونکي پلار فضل ربي وايي د کله نه چى دا واقعه شوې ده د هغې نه راپديخوا يې نه مور د کټ نه پاڅېدلې شي او هغه خپله هم د مخکې په شان نه شي ګرځېدلی." ما ته چې څومره درد رسېدلی هغه بل چا ته نه دی رسېدلې ، زمه اولاد وو او زمه پرې د ملا تير مات شوې چې د شپې په خوب په ډاډا اوړم هم راياديږي."
په کال دوه زره څلوارلسم کې د پېښور په ارمي پبلېک سکول هم ټي تي پي حمله کړې وه چې تر يوسل او څلويښتو پورې کسان وژل شوي دي. په وژل شویو کسانو کې اکثریت د سکول د ماشومانو و.
د باچا خان پوهنتون او په ارمي پبلک سکول کې د وژل شویو ماشومانو مېندی او پلاران ګيله کوي چې د بريد زمه وار تر اوسه نه دي معلوم کړی شوي خو د پاکستان پوځ په کال 2018 کې د ډسمبر په 16 نېټه وویل چې په ملک کې جوړ پوځي عدالتونو په 717 مقدمو کې 546 فېصلې اورولي دي او 310 ترهګرو ته یې د مرګ سزاګانې ورکړي دي. پوځ ویلي وو په سزا شویو کسانو کې په باچا خان پوهنتون بريد کې ککړ وسله وال هم شامل دي.
د باچا خان پوهنتون وایس چانسلر بشير احمد وايي د حملې نه پس په یونیورسټۍ کې طالب علمان د امن په ماحول کې خپل تعلیم په وړاندې بيايي.
وایس چانسلر بشیر احمد وویل "کومې پورې چې د دهشت ګردۍ تعلق دې نو مونږ خلکو ته سيکيورټي ورکوو ټول زدکونکي تاسو ګورۍ ښه په امن کى ناست دي."
د پوهنتون د زدکونکو وېنا وه د ترهګرۍ پېښې يې حوصلې نه دي ماتې کړي، د وړاندې په نسبت زيات زدکونکي دلته داخلو د پاره راځي او خپله د تعليم لړۍ دوامه داره ساتي.