د پاکستان د پخوانۍ وزیراعظمې بینظیر بټو او پخواني صدر اصف زرداري د لور بختاور بټو زرداري کوژدن د روانې مېاشتې په 27 د محمود چوهدري سره کېږي.
بختاور په خپله ټویټر پاڼه د پیپلز ګوند د ميډیا سېل یو بیان خپور کړی دی چې وايي د هغې چنغول 27 کلن محمود د محمد یونس او بیګم ثریا زوی دی، په متحده عرب اماراتو کې اوسېږي، د تعمیراتو، ماليې او ټیکنالوجۍ کاروبار کوي او د برتانیه د ډرهم پوهنتون نه یې د قانون زدکړې کړي دي.
Thank you everyone for the good wishes. Unfortunately the cards were leaked before even scheduled to be officially sent! Have absolutely NO affiliation with any family in the US which is being popularly quoted by most media. Hope this clears up all misinformation 💗 https://t.co/AprV6ebVfi
— Bakhtawar B-Zardari (@BakhtawarBZ) November 17, 2020
30 کلنه بختاور په سیاست کې فعاله ده، هغې د ایډنبرګ پوهنتون نه زدکړې کړي دي.
د هغې مشر ورور بلاول زرداري د پاکستان پیپلز ګوند مشر او پارلېمان غړی دی، د هغې یوه کشره خور اصفه بټو زرداري ده.
بختاور خپل یو ویب سایټ هم (bakhtawarbz.com)لري چې پکې د خپلو هلو ځلو معلومات ورکوي.
بختاور د خپل ورور بلاول سره په 31 مه جنورۍ 2017 کې په واشنګټن کې د وایس اف امریکه وداني ته هم راغلې وه.
هغې په دغه سفر کې د تور رنګ اوږدې، ساده خو د جدید طرز جامې اغوستې وې.
بختاور ددغه سفر په وخت د وایس اف امریکه د خبریالانو سره د خپلو هلو ځلو په حقله خبرې هم کړې وې.