د ليويز چارواکو په وينا، د بلوچستان په بولان سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ نښته شوې، چې په نتيجه کې يې د وسلوالو په ډزو دوه امنیتي عسکر وژل شوي او دوه ټپي شوي. چارواکي وايي پېښه د جمعې او شنبې په منځنۍ شپه شوې ده.
د لېويز يوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ډيوه ته د مرګ ژوبلې د رپورټونو تصديق وکړ او دومره يې وويل،” وسلوال له برید وروسته له سیمې وتښتېدل، او په نېږدې غرنۍ سيمه کې د هغوی د لټون عملیات روان دي“
تر دې وړاندې د صوبې په بلوچ ميشته سيمه خضدار کې د پولیسو او لېويز پر پوستو د وسلواله لخوا د ډله یيز برید خبر ورکول شوی ؤ۔
د خضدار د ضلعي انتظاميې د چارواکو په وينا د ضلعې په اورناچ سیمه کې تر سلو زياتو نامعلومو وسلوالو د پولیسو او لېويز پر پوستو حمله کړې، چې له امنیتي عسکرو څخه یې وسلې او یو موټر تښتولی او بریدګرو وروسته دواړو تاڼو او یو موټر ته اور اچولی۔
د چارواکو په وینا، دا برید د شنبې په ماښام، له خضدار ښار څخه شاوخوا 120 کلومیټر لرې پرته اورناچ سيمه کې شوی.
د نوم نه ښودلو په شرط د ضلعي انتظاميې يوه لوړ پوړي چارواکي وويل، په درنو او جديده وسلو سمبال تر 85 اتيا زيات وسلوالو په یو وخت کې د پولیسو او لېويز پر پوستو برید وکړ.
” بریدګرو د پولیسو له 12 سرتېرو وسلې او یو موټر تښتولی، او وروسته یې د پوليس تاڼه سوځولې، وسلوالو د لېويز پر پوسته هم په بريد کې له ليويز عسکرو د وسلې او موټر د تښتولو هڅه کړې خو د لېويز سرتېرو د هغوی مقابله کړې، يوازې د لېويز له یوه عسکر وسله اخیستل شوې، او د ليويز يو موټر سوځول شوی“
د چارواکي په وينا بريدګر له يادې سيمې څخه نېږدې غرونو ته تښتېدلي چې لټون يې روان دی۔
د رپورټ د جوړولو تر وخته په ياده پېښه کې د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکول شوی۔
د ځايي سرچينو په وينا، وسلوالو د څو ساعتونو لپاره د يادې سيمې بازاګی او هر څه په خپله ولکه کې اخيستي و او بيا تېښتېدلي۔
د دې تازه بریدونو پړه تر اوسه کومې ډلې نه ده منلې، خو تر دې وړاندې د اکثره ورته بریدونه ذمه واري بيلا بېول بلوڅ بېلتون پالو تنظيمونو پر ځان منلي۔
روان کال د جنورۍ په مياشت کې هم د خضدار په تحصيل زهري کې وسلوالو هم دغه ډول بريد کړی و، چې پکې د پاکستاني شناختي کارډونو جوړولو دفتر، بانک، او د ليويز، پوليس تاڼو ته اور اچول شوی و۔
د هغه بريد زمه واري ناقانونه ګرځول شوې ډلې بي ايل اې منلې وه۔
بل لوري ته د بلوچستان د وزير اعلا مير سرفراز بګټي په کورنۍ ضلع ډیره بګټي کې په لاسي بمي برید کې یو ماشوم وژل شوی۔
د چارواکو په وينا د جمعې او شنبې په منځنۍ شپه د ډیره بګټي د سوي سیمه کې د رمضان چندرازي نومي کس پر کور نامعلومو خلکو لاسي بم غورځولی چې پکې یو کوچنی ماشوم وژل شوی دی۔