د بلوچ احتجاج کوونکو غوښتنه: ملګري ملتونه دې د بلوچانو د وژنو او د بې درکیو په اړه تحقیقات وکړي

د تېرو پینځو ورځو راهسې د پاکستان په سرښار کې په احتجاج ناست بلوچ احتجاج کونکو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په اسلام اباد کې د خبرې غونډې په مهال یو ځل بیا د حکومت څخه غوښتنه تکرار کړه چې د دوی بې درکه خپلوان دې ولټوي او هغه احتجاج کوونکي دې ازاد کړی شي چې پولیس ګرفتار کړي دي.

په اسلام اباد کې ناست بلوچ احتجاج کونکو غوښتنه کړې چې د بلوچانو د وژنو او د لادرکه کېدو د پېښو پلټونو لپآره دې ملګري ملتونه پاکستان ته مېشن ور ولېږي.

احتجاج کوونکو د پاکستان حکومت ته مهلت ورکړو چې ګرفتار بلوچ احتجاج کوونکي دې په اووه ورځو کې ازاد کړي. احتجاج کوونکي وايي که چېرې غوښتنې يې نه منل کيږي به نوره پریکړه به بلوچ ولس کوي.

د تېرو پینځو ورځو راهسې د پاکستان په سرښار کې په احتجاج ناست بلوچ احتجاج کونکو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په اسلام اباد کې د خبرې غونډې په مهال یو ځل بیا د حکومت څخه غوښتنه تکرار کړه چې د دوی بې درکه خپلوان دې ولټوي او هغه احتجاج کوونکي دې ازاد کړی شي چې پولیس ګرفتار کړي دي.

د بلوچ يکجهتي کمیټۍ مشرې ماه رنګ بلوچ وویل "حکومت ته د راتلونکو اووه ورځو وخت ورکو، یو ملکرو ملتونو ورکنګ ګروپ په موجودګې کې دې پر معاهدې دستخط وشې، ټوله لادکه کسان دې خوشې کړې شي. پر سې ټې ډې دې بندیز ولګول شي، که چرې داسې ونه شو، نو به پریکړه د وولس کوي."

د دوشنبې/ ګل په ورځ، د اسلام آباد پولیسو ادعا وکړه چې د تیره اونۍ نیول شوي ټول 290 نیول شوي بلوڅ فعالان خوشې کړي.

خو د بلوڅ یکجهتي کمیټې (BYC) دریځ دی چې د اسلام آباد پولیس ټول نیول مظاهره چیان نه دي خوشي‌ کړي.

ماه زیب بلوچ وویل "کوم چې لادرکه کسان دې پر هغو تاسو په خپلو بند خانو کې تشدد کوي. او کوم خلک چې د دغه لادکه کسانو لپاره غږ رابرسیره کوي تاسو هغه هم ونیسې، غږ رابرسیره کونکې هم تاسو غلط ګڼې. مونږ د خپلوانو د ازادې لپاره احتجاج کوو، تاسو زمون څخه څه غواړې. تاسو مونږ د دغه ملک وکړې نه ګڼې."

اسلام اباد ته د بلوچ احتجاج کوونکو لاریون د چهارشنبې، په ورځ د بلوچستان د تربت سیمې نه ور رسېدلی دی. د لاریون ګډون وال وايي دوی د پولیس د ترهګرۍ ضد ادارې چارواکو دلاسه د یو بلوڅ ځوان بالاچ بلوچ په غیر قانونې توګه وژل کېدو احتجاج کوي. پولیس وايی بالاچ د وسله والو او د پولیس د ډزو په تبادله کې وژل شوی دی.

اسلام اباد ته رسېدلی لاریو د بلوڅ ښځو په مشرۍ کې پیل شوی دی.

احتجاج کوونکي وايي د اسلام اباد پوليسو د دوی د منتشر کولو لپاره له زوره کار واخيستی او تر 250 پورې او اجتجاج کوونکي یې ونیول.

په احتجاج کې شریکې سمې بلوچ وویل "ریاست د څو کولو راهسې د بلوچانو د وژولو په اړه دروغ وايي" چې د خلکو په بې درکیو او وژنو کې لاس نه لري.

د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ او د صدر ډاکټر عارف علوي په شمول د بشري حقونو سازمانونو، سیاستوالانو، IHC او بلوچ احتجاج کوونکو سره د پولیس د سلوک غندنه کړې ده.

د بلوچ یکجهتي کمېټۍ په خبري کانفرنس د حکومتي چارواکو دریځ په سمدستي ډول مخې ته نه دی راغلی.