بلوچستان: د موساخېل او شېراني په ځنګل بيا اور لګېدلی

File Photo Forest fire on Kesay Mountain, Shirani Pakistan

د بلوچستان صوبې د موساخېل او شېراني په ځنګل بیا اور لګېدلی،تېر کال هم یاد په ځنګل مرګوني اور زیات زیان رسولی وو.
د چاراکو په وینا اور د موساخېل ضلعې د تحصيل توی لغاړ‎ہ کې لګېدلی چې د اور د مړ‎ہ کولو هڅې یې روانې دي.
چارواکو ویلي اور لیري او د غرہ په اړ‎ ځای لګېدلی چې اور وژنکي یا فایر بریګېډ ټرک ورتللو لپارہ سړ‎ک یا سمه لارہ نه لري.
د اور وژنې لپارہ خلک پیاده غرہ ته ختلي دي.
د بلوچستان نګران وزيراعلي مير علي مردان ډومکي د اور لګېدنې نوټس اخیستی او له اړ‎وند چارواکو څخه یي رپورټ طلب کړ‎ی دی.
د موسی خېل ضلعې مرستیال کمشنر ذوالفقار رسنیو ته لېږ‎لي بیان کې لیکلي،
"اور د اتوار/یکشنبې په ماځیګر لګېدلی، ځایي خلک او د امنیتي ځواک لیویز عسکر یادې سیمې ته له ضروري سامان سرہ رسېدلي چې د اور په مړ‎ہ کولو چارې تر سرہ کوي، د اور د مړ‎ہ کولو لپارہ د ځانګړ‎ي ګاز/ګېس استعمالوي".
مرستیال کمیشنر زیاته کړ‎ې دوی د افتونو پر وخت مرسته کونکې صوبایي ادارې پي ډي ایم اې سرہ په تماس کې دي که اور قابو نه کړ‎ای شي نو بیا به مرستې ورڅخه طلب کوي.
په بیان کې زیاته شوي، له یادې اغیزمنې سیمې څخه یې د عملیاتو پر وخت دوې کورنۍ بار کړ‎ې او خوندي سیمې ته لېږ‎دول شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو ډېرو خلکو د اور د لګېدلو پر پېښه خفګان او خواشیني ښکارہ کړ‎ې او له حکومت څخه یې د کوټلو ګامونو اخیستلو غوښتنه کړ‎ې ده.
چارواکي وایي په پورته غرنۍ سيمه کې د وچو واښو د سوځېدو له امله د شپې پر مهال د اور شدت زیات احساس کېږي،دوی تمه څرګندہ کړ‎ې چې اور به تر سبا پورې قابو کړ‎ي.
دکال 2022م د مۍ پر نهمه د بلوچستان او خېبر پښتونخوا په منځنۍ سيمه شېراني د کېسه غره (کوه سليمان) د زڼغوزي په ځنګله کې اور لګېدلی وو.
د ملل متحد د خوﺭاک او ﺯﺭاعت نړيوالې اداﺭې ايف او ډبليو او د بلوچستان حکومت ﺭپوﺭټ دی، دا غر شپږ شپيته زره هيکټره غزېدلی وو.
تېر کال تر 29م مۍ پر له پسې لګېدلي اوور څخه، فصل ته رسېدلې د زڼغوزي لس لکه ونو په ګډون د ياد ځنګل 25 زره ايکړه سيمه سوځول شوې چې په سرکاري رپورټ کې يې تاوان 75 اويا اربه روپۍ ويل شوی وو.