اېف ايي ای: د زدکوونکو د اعتراض وړ وډیو په لړ کې د بلوچستان پوهنتون ١٠٠ نه زیات مامورین د پلټنو لاندې دي

د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ادارې ( ايف ايي ای) يو لوړ پوړي افسر ویلي ادارې د بلوچستان پوهنتون د ١٠٠ نه زیاتو مامورینو نه د زدکوونکو د نا مناسبه وډيډيو او نور د اعتراض وړ عکسونو په لړ کې پلټنې پېل کړې دي.

په بلوچستان پوهنتون کې د اعتراض وړ وډیو خبر د گل، دوشنبې، په ورځ د پاکستان ډان او ای ار وايي ټېلې وژنونو هم رپورټ کړو.

که څه هم حکومتي تحقیقاتي ادارې په رسمي ډول په دې معامله لا څه نه دي ویلي خو دي ویلي خو د ایف ايي ای یو افسر د نوم نه څرگندولو په شرط وي او ای ډیوه ته وویل چې د پوهنتون د انتظامي مامورینو څخه تر اوسه پورې د پلټونو په نتیجه کې ١٢ د اعتراض وړ وډیو ترلاسه شوي دي او د یونیورسټۍ د ١٠٠ څخه زیات مامورینو نه پوښتنې او پلټنې کېږي.

د بلوچستان پوهنتون مشر (وایس چانسلر ) جاويد اقبال ډیوہ ته وویل د ویډیو سکینډل د پېښې په حقله به د ایف ایي اې د افسرانو ھمکاري کوي. ښاغلي زیاته کړه چې پر چا چې تورونه ثابت شول هغه به د عبرت نښان جوړوي.

د بلوچستان حکومت د وياند لياقت شاهواني د جنسي زورونو د تورنو وډيو سيکنډل پخلی وکړ او ډیوه ته یې وويل چې د بلوچستان هايي کورټ د وډيو سکينډل نوټس هم اخیستی او حکومت هم په پيښو کې له تورنو کسانو څخه پلټنې پېل کړې دي او ککړو کسانو ته به د قانون مطابق سزا ورکول کيږي.

د ایف ایي ای د افسر په وینا د پوهنتون په تشنابونو، د سېگرېټو څښلو ځایونو او نورو پټو ځايونو کې شپږ پټې کيمرې لګول شوې وې چې پکي د نارينه او ښځينه زدوکونکو ويډيوګياني جوړې شوې دي او بيا د هغو ويډيوو په ترڅ کې د سټاف ( افسرانو) ښځينه زدکونکې زورولې او جنسي تيري ته مجبوره کړی شوې دي.