د بنو جرګې د وزیراعلا سره ليدلي خو احتجاجي پرلت به روان وي

د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې بنو کې د روان پرلت 40 کسيزه جرګې تېره شپه په پېښور کې د صوبې وزيراعلا علي امين ګنډاپور سره ليدلي، او وزيراعلا ورته د دوی د غوښتنو منلو باور ورکړی خو پرلت به د جمعې د ورځې پورې روان وي.

د جرګې يو غړي د بنو نه د قامي اسمبلۍ غړي نسيم علي شاه د وزيراعلا سره د ليدنې په اړه وي او اې ډيوه سره خبرو کې وويل، جرګې وزیراعلا ته خپلې ټولې غوښتنې وړاندې کړې او وزيراعلا ورته د دوی د غوښتنو منلو باور ورکړو چې د زيارت/ پنجشنبې په ورځ به د اېپکس کمېټۍ غونډه رابلي او په هغې کې به په دغو غوښتو خبره کوي او بيا به د جمعې په ورځ وزيراعلا د بنو سفر کوي او د هغې پورې به پرلت روان وي.

نسيم علي شاه وویل، د بنو د پرلت 16 غوښتنې وې، وزيراعلا علي امين ګنډاپور وويل د دغو غوښتنو د منظورۍ دپاره د اېپکس کمېټۍ غونډه راغواړي او چې کله د اېپکس کمېټۍ نه منظوري واخلي بيا به د جمعې په ورځ وزيراعلا بنو ته ځي.

هغه زياته کړه، د بنو جرګې په غټو غوښتنو کې د عزم استحکام عمليات نه کېدل، د ښه او بدو طالبانو مرکزونه ختمول او د هغو پرضد اقدامات کول، په کورونو او ديني مدرسو به پوځ چاپې نه وهي، د پوليس او سي ټي ډي قوت به سېوا کوي، پوليس به د شپې ګزمې يا ګشت شاملې وې.

بنو کې په 19مه جولايۍ د امن مارچ په نوم لاريون شوی، په دغه ورځ بيا د ډزو پېښه شوې، يو تن پکې وژل شوی او د 20 نه زيات نور ژوبل شوي او د يادې پېښې وروسته بیا د پوځي چاوڼۍ مخې ته پرلت پيل شوی دی.

په 15مه جولايۍ بنو کې په پوځي چاوڼۍ ځانمرګی بريد شوی او بيا لس تنه بريد کوونکي چاوڼۍ ته ننوتلي وو، د پوځ ترمخه په بريد کې اته پوځيان او لس سره ترهګر وژل شوي وو.

ويل شوي وو، په برید کې تر 70 زیات پاکستاني پوځیان ټپیان شوي هم وو، خو پوځي بيان کې د ژوبلو په حواله څه نه وو ويل شوي.

د دغه برید زمه واري د شمالي وزیرستان د وسله والو شورا حافظ ګل بهادر ډلې منلې وه.

د يادې پېښې وروسته په سيمه کې په 19مه جولایۍ کاربنديز او امن لاريون اعلان شوی وو، خو د لاريون په ورځ د ډزو پېښه شوې وه.

د بنو جرګې سره د ليدنې په اړه صوبايي حکومت کوم بيان نه دی جاري کړی.

خو د صوبې د عامې روغتيا وزیر پښتون يار خان وي او اې ډيوه سره په شريک کړي ويډيو بيان کې هم ويلي، د بنو د پرلت ټول شرطونه او غوښتنې یې د صوبې وزيراعلا ته وړاندې کړي او هغه دغه غوښتنې جايزې ګرځولي دي.

نوموړي ویلي، وزيراعلا علي امين ګنډاپور ویلي په دوه ورځو کې به 16 غوښتنې د اېپکس کمېټۍ نه منظورې کړي او بيا به یې اعلاميه جاري کړي. پښتون يار خان هم د نسيم علي شاه خبرې تاييد کړي دي.