بايډن او ټرمپ په صدارتي مباحثه کې د يو بل د ګالف لوبې په صلاحيتونو کلکې نیوکې کړي

په صدارتي مباحثه کې صدر جو بايډن او پخواني صدر ټرمپ د حکومتي او سياسي موضوعاتو نه علاوه د يو بل د ګالف د لوبې په صلاحيتونو هم سختې نیوکې کړې دي. دواړو دعوه کوله چې د يو بل نه ښه دي.

د امريکا پخواني صدر ټرمپ وویل چې په وجود ښه تکړه دی او په وروستيو کې یې خپل د ګالف په مېدانونو کې دوه سيالۍ هم ګټلي دي. ده په صدر بايډن نیوکې یا ټکونه وکړل چې د ګالف بال پینځوس ګزه لرې نه شي وهلی.

صدر بايډن په ځواب کې ووېل: "ما خپل رسمي سکور ترلاسه کړی، کله چې زه د ولسمشر مرستیال وم، زما سکور ښه شو او د اتو نه شپږ ته راټیټ شو". بایډن وویل، هغه یوځل بیا ټرمپ ته د ګالف لوبې چېلنج ورکړو خو وې وېل چې د ګالف بېګ به د لوبې مېدان کې په خپله ګرځوي “.

د امريکا د ګالف مسلکي ادارې يو اېس ګالف اېسوسيېشن ترمخه پخوانی صدر ټرمپ د موجوده صدر بايډن نه د ګالف ښه لوبغاړی دی.

ددغې ادارې ترمخه د صدر ټرمپ سکور 2.5 دی خو د صدر بایډن سکور 6.5 دی. په ګالف کې چې سکور څومره لاندې ځي نو مطلب یې دا وي چې لوبغاړی تکړه دی.

امريکایي صدران د ګالف سره ولې دومره مينه کوي؟

پخواني صدر ټرمپ به په پخواني صدر اوباما باندې نيوکې کولې چې د واک په وخت به یې ډېر زيات ګالف کولو خو د امريکا مطبوعاتو تر مخه ټرمپ د خپل صدارت په لومړیو سلو ورځو کې نولس ځله ګالف ته تللی وو کوم چې د صدر اوباما نه هم زيات دی.

د امريکا د مېډيا ترمخه د امريکاېي صدرانو د ګالف سره مينه د 100 کلونو نه زړه ده او وایي دا اوس د دوي لپاره يو روايت جوړ شوې دې چې امريکایي صدر به ګالف کوي.

ګالف که څه هم د شتمنو خلکو لوبه ګڼل کېږي خو په امريکا کې تر ډېره حده مقبوله لوبه ده او ماشومانو ته د سکول او کالج په عمر کې ورښودل کېږي.

د ګالف يو ماهر مايک ټراسټل وړاندې د سي اېن اېن ټيليویژن ته په مرکه کې ویلي وو چې لومړنی امریکایي صدر ويليم ټافټ وو چې د کال 1909 نه تر 1913 پورې د پوځ قوماندان هم وو او دا لوبه یې پېل کړې وه.

د امريکا اخبار بزنس انسايډر ترمخه تر دې وخته د امريکا په صدرانو کې تر ټولو لېواله د ګالف لوبغاړی ووډرو ویلسن وو، چې د خپلې اته کلنې ولسمشرۍ پر مهال یې له 1,000 څخه ډېر د ګالف لوبې کړې او دومره شوقي وو چې په سخت ژمې کې به یې هم ګالف کاوه.