پر ټرمپ د برید په اړه د بایډن دویمه وینا: د دا ډول تشدد د عام کېدو اجازه به ور نه کړو

د امریکې صدر جوبایډن د جولای پر 14مه ماښام پر مخکیني صدر ډانلډ ټرمپ باندې د مرګوني برید په غبرګون کې په خپله دویمه وینا کې وویل، له نېکه مرغه ډانلډ ټرمپ په پروني برید کې زیات نه دی زخمي شوی.

صدر بایډن بیا وویل تر اوسه نه پوهېږي چې پر ټرمپ د بریدکوونکي بریدګر هدف څه وو، فکر یې څه وو، له چا سره تړلی وو، چا یې مرسته او ملاتړ کړی وو او د برید په وخت له چا سره په رابطه کې وو که نه، خو وایي د اختلاف جواب باید بېلټ [د رایې ورکولو پاڼه] وي، نه بولیټ [ګولۍ].

د بایډن په وینا اختلاف یو فطري عمل دی، خو وایي سیاست هیڅکله باید د جګړې ډګر نه وي او نه باید "خدای مه کړه د وژلو میدان وي". صدر بایډن وویل، صدارتي انتخابات په را نیزدې کېدو دي او "د دې خبرې د ډاډ تر لاسه کولو لپاره پر موږ ټولو اضافي بار دی چې که زموږ باور هر څومره قوي وي، موږ کله هم باید تشدد ته مخه نه کړو".

بایډن چې خبرې کولې پر ټرمپ د شوي برید په اړه اندېښمن ښکارېده او ویې ویل، "په پینسلوېنیا کې د ډانلډ ټرمپ په غونډه کې د ډزو پېښه پر موږ ټولو ږغ کوي چې یو ګام شاته واخلو او دا وګورو چې موږ چېرې یو، موږ څنګه له دې ځایه پر مخ لاړ شو".

صدر بایډن د یکشنبې- اتوار په غرمه هم پر ټرمپ د برید په اړه لنډه وینا کړې وه او دا د دې دویمې وینا له پیلولو سره سم یې وویل، دې ته اړتیا ده چې زموږ په سیاست کې شدت را کم کړل شي.

بایډن په خپله لنډه وینا کې وویل "کله چې موږ د یو بل مخالفت کوو، موږ د یو بل دښمنان نه یو، موږ ګاونډیان یو، موږ ملګري یو، همکاران یو، وطنداران یو او تر ټولو مهمه دا ده چې ټول امریکایان یو، موږ باید یو موټی شو".

بایډن دا وینا د سپینې ماڼۍ په اوول دفتر کې وکړه او هغه ډېر لږ له دې دفتره ولس ته وینا کوي. له کله راهیسې چې هغه صدر شوی دا یې درېیمه وینا وه چې له دې دفتره یې وکړه، تر دې مخکې بله وینا یې د تېر کال د اکتوبر پر 19مه کړې وه.

د امریکې 46م منتخب صدر بیا بیا پر دې خبرې ټینګار کاوه چې د امریکې د یووالي راز د جمهوریت په پیاوړتیا کې دی او د امریکې تاریخ ته په اشارې سره یې وویل، باید جمهوري ارزښتونو ته په درناوي سره د هر چا نظر ته درناوی ولرو او په هیڅ ډول تشدد ته اجازه ور نه کړل شي.

صدر بایډن د جون پر 28مه له ډانلډ ټرمپ سره په لومړۍ صدارتي مباحثه کې پر هغه کلکې نیوکې کولې او کله کله یې پر هغه شخصي ګوزارونه هم کول او د هغه خبرې یې دروغ بللې، خو پر هغه پرونی برید یې په کلکه وغانده او ویې ویل بیا به د داسې برید اجازه ور نه کړل شي.

جوبایډن په سخته ژبه وویل، پر مخکیني صدر ټرمپ په داسې وخت برید وشو چې خلک د خپلې ازادۍ د حق په کارولو سره د خپلې خوښې د امیدوار ملاتړ ته ور غونډ شوي وو. وایي تشدد هیڅکله جواب نه دی:

"په امریکا کې د داسې تشدد لپاره بېخي ځای نه شته، هیڅ ډول تشدد، څه استثنا پکې نه شته، موږ د دا ډول تشدد د عام کېدو اجازه نه شو ورکولای".

صدر بایډن وویل، په امریکا کې سیاسي فضا ډېره توده شوې ده او د دې فضا سړېدو ته اړتیا ده. وایي ده څو ځله ویلي دي چې په راتلونکو صدارتي ټاکنو کې خلک کوم انتخاب کوي هغه به د امریکې مستقبل جوړوي.