بایډن به نن په خپل کور کې د اسټرېلیا، جاپان او هندوستان د مشرانو کوربه وي

د امریکې صدر جو بایډن د اسټرېلیا، جاپان او هند مشران د خپلې ولسمشرۍ د دورې په پای کې د وروستۍ لیدنې کتنې لپاره په ډلاویر ایالت کې خپل کور ته غوښتي دي.

دا څلور هېوادونه د "کواډ" په نوم ډلې غړي دي چې بایډن یې د چین په وړاندې د برابرۍ وسیله بولي.

بایډن د څلور اړخیزو لیدنو کتنو لپاره وروسته له هغه خپل پلرنی ویلمینګټن ښارګوټی انتخاب کړ چې نوموړی د امریکا په صدارتي ټاکنو کې د پخواني صدر ډونالډ ټرمپ خلاف له خپلې نوماندۍ تیر شو او د ډیموکرېټ ګوند نوماندي یې خپلې مرستیالې کاملا هریس ته وسپارله.

بایډن په ویلمینګټن کې په خپل کور کې د جمعې په ماښام د اسټرېلیا له وزیراعظم انتوني البنیز سره او د شنبې- خالي په ورځ د هند د صدراعظم نریندرا مودي او د جاپان د صدراعظم فومیو کیشیدا سره یو په یوه ویني.

ورپسې د شنبې- خالي په ماښام بایډن دغه درې مشران په ویلمینګټن کې په هغه ښوونځي کې د شپې ډوډۍ ته بللي چې نوموړي پکې په ماشومتوب کې زدکړه کړې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرن ژان پېیر وویل، "د ولسمشر په توګه بایډن په لومړي ځل په ویلمینګټن کې له بهرنیو مشرانو سره وینيي" چې د کواډ هېوادونو له مشرانو سره د هغه شخصي نیزدېوالی په ګوته کوي.

په دغو لیدنو کتنو کې د امریکا د ولسمشرۍ مرستیاله کاملا هریس برخه نه لري.

د کواډ هېوادونو ډله په ۲۰۰۷ کې جوړه شوې. ټاکل شوې د دغو خبرو مهم موضوعات به چین، د سیمې له هېوادونو سره د بیجینګ وروستي مخالفتونه او په ځانګړي ډول د فلیپین او چین د سمندري ځواکونو ترمنځ ترینګلتیا وي.

د امریکې د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي وايي، څلور سره مشران "د چین د پیدا کړو چېلنجونو په اړه ګډ نظر لري او همدا موضوع به خامخا د خبرو د ایجنډا په سر کې وي."

په سپینه ماڼۍ باندې نیوکه شوې چې دغو لیدنو کتنو ته محدود شمېر رسنۍ بلل شوي دي. د رسنیو استازي شک لري چې ښايي دغه محدودیت د مودي په غوښتنه لګول شوی وي چې له رسنیو سره له ډیرو خبرو کولو ډډه کوي.

د هند دغه ملتپاله مشر په ۲۰۲۳ کې سپینې ماڼۍ ته بلل شوی وو او په خبري غونډه کې یې د رسنیو یواځې دوې پوښتنې ځواب کړې. مودي په خپله نهه کلنه واکمنۍ کې په هند کې هیڅ پرانیستې خبري غونډه نه ده کړې.

پر مودي باندې د استبدادي حکومتدارۍ د پیاوړي کولو تور دی او سپینې ماڼۍ ټینګار کړی چې ولسمشر بایډن پر مودي باندې د بشري حقونو د سرغړونو د تورونو په اړه له خبرو کولو ځان نه کاږي.

کربي وویل: "د مودي په شمول له بهرنیو مشرانو سره د بایډن هیڅ داسې غونډه نه شته چې هغه پکې بشري او مدني حقونو ته د درناوي په اهمیت ټینګار نه وي کړی".

ټاکل شوې ده چې د کواډ د مشرانو بله غونډه په ۲۰۲۵ کې د هند په کوربه توب وشي.

بایډن زیاتره وخت د اونۍ اخري دوې ورځې په خپل پلرني ښارګوټي ویلمینګټن کې تیروي چې له سر ښار واشنګټن ډي سي څخه ۱۷۵ کیلومتره فاصله لري.