د صدارتي زغل نه د وتلو وروسته بایډن وړمبی رسمي خطاب کوي

د شورو، چهارشنبې، په ماسخوتن د وایټ هاوس نه قوم ته خپله وېنا کې به بایډن د خپل حکومت په کارکردګۍ، صدارتي زغل نه د وتلو په خپله فېصله او د اینده په اړه خبرې کوي

د سږ کال په صدارتي انتخاب کې د برخه نه اخیستلو د خپلې فېصلې وروسته د امریکې صدر جوبایډن د شورو، چهارشنبې، په ماسخوتن قوم ته رسمي خطاب کوي.

بایډن د اتوار، يکشنبې، په ورځ په غېر متوقعې توګه د صدارتي انتخاب نه د وتلو اعلان وکړو او په خپل ځای يې د موجوده نایب صدرې کاملا هېرېس نوم وړاندې کړو. د بایډن واکمن ډېموکرېټېک پارټۍ چارواکو هم په لوی اکثریت د هېرېس حمایت اعلان کړی دی.

ډېموکرېټېک پارټی به د خپل صدارتي امیدوار د نامزدګۍ رسمي اعلان په نېشنل کنوېنشن یا غونډه کې کوي چې د اګست د ۱۹ نه تر د ۲۲ نېټې پورې په شېکاګو ښار کې کېدونکی دی.

د امریکې د اینده صدر دپاره انتخاب کې به د ډېموکرېټېک پارټۍ د امیدوار مقابله د ريپبلېکن پارټۍ د امیدوار او پخواني صدر ډانلډ ټرمپ او د نایب صدارت امیدوار جی ډي وېنس سره وي.

د شورو، چهارشنبې، په ماسخوتن د وایټ هاوس نه قوم ته خپله وېنا کې به بایډن د خپل حکومت په کارکردګۍ، صدارتي زغل نه د وتلو په خپله فېصله او د اینده په اړه خبرې کوي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د بایډن په حکومت کې د ملک دننه قانون سازي شوې، په خارجي کچه امریکې د نورو ملکونو سره خپل اتحادونه بیا نوي کړي او د جمهوریت دفاع يې کړې ده.

د نومبر په پينځمه نېټه کېدونکي صدارتي انتخاب کې بایډن د ډېموکرېټېک پارټۍ په نمایندګۍ د هېرېس د امیدوارۍ حمایت وکړو چې ای پي وايي د هېرېس د صدارتي زغل زیاته توجه به د بایډن اېجنډې ته په دوام ورکولو وي.

هېرېس د ګل، دوشنبې، په ورځ انتخابي کېمپېن عملې ته وویل د بایډن حکومت چې په تېرو دریو کلونو کې کومې کامیابۍ ترلاسه کړي په جدید تاریخ کې يې ثاني نه شته.

ټرمپ او د هغه اتحادیانو هېرېس د بایډن د حکومت سره وتړله خو څه په ښه انداز کې نا.

د ټرمپ د کېمپېن یو ايمېل پلویانو ته وویل کاملا بایډن دویم دی ځکه چې د بایډن خرابه کارکردګي د هغې هم ده.

په ايمېل کې د نورو مسلو ترڅنګ د کرانۍ او د سرحد په اړه د بایډن د حکومت د تګلارو ذکر شوی و.
بایډن د کال ۲۰۲۰ په صدارتي انتخاب کې ټرمپ ته ماتی ورکړی و.