چارسده: د۱۳کلنې ماشومې ودولو په جرم ۷۲ کلن بوډا نیول شوی

File Photo

پولیس وایي په چارسده کې یې یو ۷۲ کلن بوډا سړی د یوې ۱۳ کلنې ماشومې سره د واده کولو په جرم کې نیولی اؤ پر ضد يې مقدمه درج کړې ده.

د پولیسو وینا ده چې ددغه واده نکاح خوان یې هم نیولی اؤ ماشومه یې دارالامان ته لېږلې ده.

د پولیس سرچینو وي او ای ډيوه ته ویلي د چارسدې د تنګي تحصیل په زیارت کلي کې یو ۷۲ کلن شخص حبیب الله پولیسو هغه مهال نیولی چې یوې۱۳کلنې ماشومې سره له نکاح وروسته یې د هغې جنج کور ته روان کړی ؤ.

د پولیس یوې سرچینې ډیوه ته وویل دوي ته اطلاع تر لاسه شوې وه چې د ماشومې پلار د خپلې وړې لور د ودولو په بدل کې ددغه سپین ږیري تن نه پینځه لکه روپۍ اخستي دي.

پولیس وایي کله چې له نکاح وروسته حبیب الله نومي تن دا وړه ماشومه کور ته د بوتللو په خاطر په ګاډي کې کښینولې وه عین هم په دغه حال کې پولیس موقعې ته ورسیدلي اؤ حبیب الله ، د ګاډي ډرایو اؤ نکاح خوان یې نیولي اؤ د ناوې په توګه سینکار کړل شوې جینۍ یې د هغوي له ولکې خلاصه کړې اؤ دارالامان ته یې لېږلې ده.

د پولیسو وینا ده چې د جینۍ پلار له موقعې تښتېدلی اؤ پولیس د هغه د نیولو هڅې هم کوي.

پولیس وایي د ۷۲ کلن حبیب الله اؤ د ناوې د پلار خلاف یې د ماشومانو د ودونو د مخنیوي دقانون لاندې مقدمه درج کړې اؤ پلټنې یې پیل کړي دي.

تر دې پېښې وړاندې تېره میاشت هم په سوات کې هم د ۱۱کالو د یوې ماشومې ۸۰ کلن بوډا ته د ودولو په جرم کې پولیسو ددغه ماشومې پلار اؤ اتیا کلن بوډا نیولي وؤ اؤ جیل ته یې لیږلي وؤ.

پولیسو ویلي وؤ اتیا کلن بوډا د وړې ماشومې ودولو په بدل کې د هغې پلار ته پلاټ ورکړی ؤ .

د مارچ په میاشت کې د ماشومانو د حقونو ادارې ساحل پخپل یو رپورټ کې ویلي وؤ په کال ۲۰۲۳م کې په پاکستان کې د 29ؤ ماشومانو په کم عمرۍ کې ودونه شوي دي.

د ملګرو ملتونو او په پاکستان کې د ښځو د قومي کمېشن د رپوټ تر مخه پاکستان د نړۍ په هغو ملکونو کې په شپږم نمبر دی چې تر 18 کلنۍ په کم عمر کې زيات ودونه کيږي.