د پاکستان د خارجه وزارت لخوا وېل شوي نن دخالي یا شنبې په ورځ به په اسلام اباد کې د چین، پاکستان او افغانستان د خارجه وزیرانو دریمه ناسته ترسره کیږي.
د پاکستاني وزارت لخوا د خپارہ کړل شوي خبر ترمخه دغه غونډه به د پاکستان د خارجه وزير شاه محمود قريشي په مشری او کوربه توب کې ترسره کیږي او په یاده غونډه کې به د افغانستان او چين استازي هم ګډون کوي ۔
د بیان ترمخه د چين نماېندګي به د چين خارجه وزير او د سټيټ قونصلر وانګ ژي کوي او د افغانستان حکومت په نماېندګئ به د صدر اشرف غني د قامي امنیت صلاحکار حمدالله محب کوي. وړاندې ددغې وېل شوي وو چې د افغانستان د خارجه چارو وزیر صلاح الدین رباني به د خپل هیواد په استازیتوب په دغه غونډه کې برخه اخلي.
په اسلام اباد کې کیدونکي ننئ غونډه کې به د د درې واړه ګاونډي هیوادونو تر منځه سياسي چارې ، د سيمه ایز امنیت لپاره اخيستل شوي ګامون، د دریواړو ګاونډي هیوادونو تر منځ د ښو اړیکو ، او د سيمه ایزو ستونځو په سر خبرې اترې کول شامل دي۔
د چين افغانستان او پاکستان د خارجه وزيرانو د مزاکراتو دغه لړۍ په ۲۰۱۷ کال کې پېل شوې وه. د يادو ملکونو د خارجه وزيرانو لومړۍ ناستې د چين په ښار بيجنګ کې په۲۰۱۷م کې، دويمه په ۲۰۱۸م کې په کابل کې ترسره شوې وې.
د دې ناستو مقصد د يادو ملکونو تر ميان اړيکې ښې کول ، امن ته کار کول ، معيشت ټينګول او د معيشت د پر مخ تګ لارې لټول دي ۔
د یادو هیوادونو ننۍ غونډه ځکه هم مهمه ګڼل کيږي چې په افغانستان کې د امن لپاره د امريکا او طالبانو تر ميان د قطر په سرښار کې خبرې اترې رواني دي ۔
د دغه غونډې نور جزیات لا راروان دي .