د کرونا وایرس خطر، دیو شمیر هیوادونو په گډون پاکستان هم د چين نه تلونکي هر مسافر معاینه کوي

د کرونا وایرس د زیاتیدونوکو پېښو ورستو د پاکستان ډاکټرانو ويلي دي د چین نه پاکستان ته سفر کونکي هر مسافر کره معاینه پکار ده.

د پېښور په لیډي ریډینگ روغتون کې ډاکټر پروفیسر هشمت الله د وي او ای ډیوه خبریال حمیدالله جان ته ويلي دي د چین څخه پاکستان ته د داخلیدونکو خلقو کره څار پکار دی:

"کم خلق چې چاینا نه راځي که هغه د چاینا خلق دی که زمونږه خلق دی ---- نو ددې ټولو پراپر سکرینینگ (سمه معاینه) پکار ده".

ځیني رپورټونه واي د پنجاب په ملتان ښار کې د کرونا نه متاثره شوي یو چیناي وگړي درملنه روانه ده خو چارواکو ويلي په پاکستان کې تراوسه پورې د دغو وايرسو کوم پخلی نه دی شوی.

په چين کې کرونا وايرس تر دې دمه 41 کسان وژلي

په چين کې کرونا وايرس تر دې دمه 41 کسان وژلي او په نړیوال کچ یې 1300 اغیزمن کړي دصحت ماهران ددې وایرس د مخنیوي په کوښښونو بوخت دي.

په چين کې یو شمیر هیوادونو د خپلو غړیو د خوندي کولو غږونه کړي دي.

وال سټریټ جرنل ويلي دي امریکا په وهان صوبه کې خپل سفیران، د هغوي کورنۍ او امریکاي وگړي د جنورۍ په 26 اوباسي.

دې وایرس تراوسه په نړۍ کې د یو شمیر هیوادونو خلق اغیزمن کړي دي

په تهاي لیند کې پینځه

په اسټریلیا کې څلور

په فرانس، جاپان، ملیشیا، او تایوان کې درې، درې

په امریکا او ویتنام کې دوه، دوه

او نیپال کې یو تن

صدر ژي جینگ پینگ د پولیټبیورو غونډې ته وینا کړې

د چين صدر ژي جینگ پینگ نن د جنورۍ په 25 د هیواد د اعلا سیاسي حکومتي شورا مهمه غونډه کې ويلي دي چې د کرونا وایرس د لاسه هیواد سخت حالاتو سره مخ دی. د چين سرکاري نشریات واي چې ښاغلي ژي پولیټبیوروته اوویل چې وایرس په تیزۍ سره خوریږي.

په چين کې پاکستاني طالب علمان

په چين کې پو پښتون طالب علم شاه خالد په فیس بک یو پوسټ کې لیکلي چې دوه پاکستاني طالبعلمان په چین کې د کرونا د اغیزمن کیدلو جایزه اخستل کیږي.

شاه خالد د چين څخه د ټلیفون په لیکه وي او ډیوه ته اوویل چې د وهان صوبې نه زینجیانگ ښار جیانگسو صوبے ستانه شوي ځیني طالب علمان دا وخت د پوهنتون په یوه ځانگړې کمره کوارنټاین کې د سخت څار لاندې ساتل کیږي. جیانگسو د وهان نه د دوه گینټو په فاصله ده.

شاه خالد واي دوي ته سخت هدایات شوي چې بهر به نه اوځئ.

د شاه خالد مرکه په لاندیني لینک اوریدی شئ.

Your browser doesn’t support HTML5

شاه خالد واي دوي ته ویل شوي د کمرو څخه به اوځئ نه

پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې په هوايي اډو يې د چين سره د تگ راتگ کوونکو څار پېل کړی چې د کرونا وايرس مخه اونیسي.

د رپورټونو تر مخه په پېښور ښار کې د باچاخان هواي ډگر نه پرته د کراچۍ ، لاهور او اسلام اباد په هواي میدانونو د سکرینیینگ نظامونه لگول شوی دی.

د چين نه پاکستان ته په يوه اوونۍ کې د مسافرو د 40 نه زياتې الوتکې د کراچۍ، لاهور او اسلام اباد په هوايي اډو کوزيږي.

په پاکستان کې د زرگونو په شمیره کې چیناي وگړي اوسیږي چې هره ورځ خپل هیواد ته تگ راتگ کوي.

د رپورټونو تر مخه کال 2013 پورې په پاکستان کې نزدې 20،000 چیناي وگړي اوسیدل. خو د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبې نه ورستو په دې شیمره کې ډیره تیزي ولیدل شوه.

د پاکستان د انگریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان په یو رپورټ کې ليکلي دي که څه هم دا وخت چارواکي په پاکستان کې د چيناي وگړو شمیر 60،000 ښاي خو په اصل کې 400،000 چينیان په پاکستان کې پاتې کیږي.

دغه شان ځیني ناتایده رپورټونه واي په چين کې نزدې 28،000 پاکستاني طالبعلمان او 500سوداگر پاتې کیږي.

د کرونا وايرس زياتې پېښې د چين په مرکزي ښار وهان کې مخې شوي او چين په دغه علاقه کې د څارؤ په خرڅ او په وهان کې د د گاډو، الوتکو او اورگاډي په چلولو عارضي بندېز لگولې او خلکو ته یې د ښار څخه د نه وتلو ويلي دي.

د صحت نړیوالو پوهانو ويلي د کرونا وايرس په اړوند ډېر مالومات نه لري. خو ویل شوی دغه وايرس د څاروو نه انسانانو ته منتقل کيږي او د انسان نه انسان ته کم انتقاليږي.

خو پوهانو په خلکو غږ کړی چې په دغه رنځ د اخته خلکو سره د نزدې ورتگ نه ډډه وکړي.