کرونا وایرس نړۍ د کهربونو ډالره اقتصادي نقصان سره مخ کړې

نړۍ کې د کرونا وایرس زیاتېدونکو پېښو له کبله د نړۍ کاروبارونه د کهربونو ډالره نقصانونو سره مخ شوي. د ایشیا او آسټریلیا نه تر د سویلي امریکې پورې ملکونه د ځاني نقصانونو ترڅنګ د لويي اقتصادي نقصانونو سره مخ دي.

د کال ۱۹۸۷ راهسې په اول ځل د امریکې د سټاک یا ونډو بازارونه په یو ورځ‌ کې ترټولو ښکته پریوتي او په سټاک مارکیټ کې کاروباریانو ته لوي نقصان شوی.

د امریکې د ۳۰ لویو صنعتي‌ کمپنو انډیکس ډاو جونز انډسټرییل ایوریج یواځې د ګل په ورځ خواشاه ۳۰۰۰ پواینټونه غورځېدو سره ۲۰،۱۸۸ ته راکوز شوی کوم چې د دغه انډیکس ۱۳ فیصده جوړیږي.‌ د امریکې د ۵۰۰ لویو کمپنو مجموعه S&P 500 د ګل په ورځ ۱۲ فیصده غورځېدو سره ۲۳۸۶.۱۳ ته راکوز شوی.

د ګل په ورځ سټاک مارکیټ‌ غورځېدو سره ډاو جونز انډیکس په مجمعوعي توګه باندې ۳۱.۷ فیصده او S&P 500 ۲۹ فیصده پریوتی.

د ایشیا کاروبارونه او د سټاک مارکیټونه:

د ایشیا د کاروبار مارکیټونه هم د سخت نقصان سره مخ شوي. د ګل په ورځ‌ د چین اقتصادي شمېرې ښکاره کړې چې کرونا وایرس د نړۍ دویم غټ اقتصاد ته څومره نقصان رسولی. د چین سرکاري شمېره ښايي چې په دغه هېواد کې د کرونا وایرس له وجې اقتصادي سرګرمۍ د ریکارډ‌ حد پورې کمې شوي. د چین صنعتي پیداوار ۱۳.۵ فیصده او د عامو خلکو د سودا په خرڅ کې ۲۰.۵ فیصده کمی راغلی. د چین ترڅنګ د سویلي‌ کوریا،‌ جاپان،‌ تهايي لینډ او فلپین په شمول د ایشیا او اسټریلیا د سټاک مارکیټونه د کرونا وایرس د اثر نه بچ پاتې نه دي او په ټولو هیوادونو کې سټاک مارکیټونو د ریکارډ‌ کچې پورې پریوتي.

پاکستان سټاک مارکیټ او د عمران خان په کمزوري ملکي اقتصاد فکرمندي:

د پاکستان کراچۍ ۱۰۰-سټاک انډیکس د ګل په ورځ ۲۴۱۶ پواینټونه یا ۶.۷ فیصده غورځېدو سره ۳۳،۶۴۴ ته راغورځېدلی.‌ د کراچۍ ۱۰۰-سټاک انډیکس روان کال کې په مجموعي توګه باندې ۲۲فیصده غورځېدلی.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ګل په ورځ ناوخته په ټویټر باندې ویلي که چرې پاکستان کېډېر خلک په کرونا وایرس اخته شو نو یره لري چې د خراب ملکي اقتصاد لپاره د هغه د حکومت کوششونه به بېرته په شا لاړ شي چې ودرول به یې ګران وي.

نوموړي‌ ویلي‌ د پاکستان برامدات به راښکته شي،‌ بې روزګاري به نوره هم زیاته شي او په ملک ورپورې قرض به د دوي لپاره یو ناممکن بوج جوړ شي.په پاکستان کې تر اوسه پورې لږترلږه ۱۸۴ کسان د کرونا وایرس نه متاثره شوي.

په کاروبارونو او اقتصادي‌ وده باندې اثرات:

د نړۍ د حکومتونو لپاره د فکرمندۍ یو لویه خبره د کرونا وایرس مخه نیول دي چې د خلکو د عام استعمال سامانونو اخستو وس طاقت به ډېر زیات اغیزمند کړي کوم چې د یو ملک د اقتصادي‌ ودې بنیاد وي. که خلک سامانونه اخستل بند کړي نو یو ملک د لوي اقتصادي بحران سره مخ کیږي.

په ټوله نړۍ کې د مسافري جهازونو کاروبار د هرڅه نه زیات نقصان سره مخ شوی ځکه چې امریکې، یورپي ملکونو،‌ په ایشیا کې یو شمېر ملکونو او اسټریلیا د کرونا وایرس سره مخ ملکونو نه د خلکو په راتګ بندیز لګولی. په امریکا کې تعلیمې ادارې،‌د کتابونو دکانونه،د ایپل او سامسنګ په شمول د موبایل کمپنو دوکانونه،‌ د ورزش ځایونه او یو شمېر نور واړه او غټ کاروبارونه بند کړی شوي او ځنې کمپنۍ د وایرس خورېدو مخنیوي لپاره اوس خپل کاروبارونه په عارضي توګه باندې بندوي.

د کرونا نه اغیزمند شوي امریکايي اقتصاد ته مرستې لپاره حکومتي‌ ګامونه:

د امریکې مرکزي بینک د اتوار په ورځ‌ ناوخته په بېړني‌ توګه باندې د بینکونو لپاره د قرض اخستو په سر د سود شرح خواشاه صفر ته راښکته کړې او د کاروبار په مارکیټ کې یې ۷۰۰ ارب ډالره ورکړي چې مقصد یې ملکي‌ اقتصاد ته په سخت مالي وخت کې مرسته ورکول دي خو ددغه ګامونو باوجود سرمایه کارانو کې یره کمه شوې نه ده.

د سود شرح کمولو سره لوې کمپنۍ او سرمایه کار کولی شي چې د سود په کمه شرح باندې د اربونو او ملینونو ډالره قرضې ترلاسه کړي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ‌ انتظامیې د کرونا وایرس خورېد مخنیوي لپاره د ګل په ورځ نوي هدایات خپاره کړي چې پکې د سکولونو بندول، د ۱۰ نه زیاتو کسانو په یو ځاې کې راجمع کېدو نه ډډه کول، د سیلګرۍ لپاره سفرونه نه کول او ریسټورنټونو او د سیلګرۍ ځایونو ته د تګ نه ډډه کول شامل دي.

د تېلو کمیدونکې بېعې:

د روس او سعودي عرب ترمنځ مارکیټ ته د تیلو ورکولو په سر مخالفت له وجې په ټوله نړۍ کې د تېلو بیعې هم ډېرې پریوتي ځکه چې سعودي عرب د تېلو نړیوال مارکیټ ته د خپل حد نه زیات تېل ورکړي چې له وجې یې څلور کالونو کې په اول ځل د یو بېرل تیلو بیعه د ۳۰ ډالره نه ښکته پریوتې. ځنې څېړنکاران وايي‌ د یو بېرل تېلو بېعه د ۲۰ ډالر نه هم ښکته پریوتی شي.