د کوټي د ځوان ډاکټرانو د اتحادیې د یو زمه وار په وینا په کوټه کې دوہ ځوانان ډاکټران په کرونا وایرس اخته شوي او د پنځو نورو ځوانانو ډاکټرانو د معاینو نتیجې د جمعې به ورځ ممکنه ده چې څرګندې شي.
بلخوا د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاہواني پر خپل ټویټر پانه لیکلي په بلوچستان کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د کرونا نوی کېس ندی رپورټ شوی، ښاغلي لیکلي د ۳۹ تنو ټیسټونه یې کړي چې په یوہ کې ھم د کرونا وایرس تصدیق نه دی شوی.
د ځوان ډاکټرانو د اتحادیې د یو زمه وارہ غړي په خبرہ حکومت او ډاکټران ځکه نه غواړي دا خبر خپور کړي چې بیا په ولس کې نوره ویرہ زیاتيږي.
د ځوان ډاکټرانو د اتحادیې مشر ډاکټر یاسر اچکزیي څو ورځې وراندې له وي او اې سرہ په ځانڰړې مرکه کې له حکومته وغوښتل چې و ډاکټرانو ته دې له کرونا وایرس د ژغورلو اسباب ورکړل شي ، شاغلي اڅکزي دا ھم وویل چې حکومت دې د کوټې په دولتي روغتونونو کې د عامو ناروغانو راتڰ د څه مودې لپارہ بند کړي ، د ھغه په خبرہ یوازي د کوټې و سول روغتون ته په یوہ ورځ کې له پنځه زرہ بیا تر اوہ زرہ پورې ناروغان د چېک اپ لپارہ ورځي۔
تر دې وړاندې ھم ف ځوان ډاکټرانو اتحادیې مشرانو په پریس کانفرنس کې پر حکومت نیوکې کړې چې حکومت و ډاکټرانو او په روغتونونو کې نورو کارکونکو ته له کرونا وایرسه د ځان ژغورنې اسباب نه دي ورکړي، دوی له ایالتي حکومت چخه د ھغو ډاکټرانو د مستقل لڰولو غوښتنه کړې کوم ډاکټران چې تر اوسه په عارضي ډول په روغتونونو کې پر ډیوټي وہ
د بلوچستان د تعلقات عامه یا ډي جي پي آر په یوہ خپارہ شوي بیان کې لیکل شوي چې د بلوچستان د بيړنز حالت د خوندي ساتلو د ادارې مشر د بلو چستان و اعلا وزیر ته ویلي چې حکومت له چین څخه اونیم لکه این 95 ماسکونه،اوہ لکه پنځوس زرہ ایي پېک، پنځه اویا زرہ سادہ ماسکونه، څلور زرہ حفاظتي شيلډ، اخیستل شوي ، په لنډ وخت کې به بلوچستان ته ورسیږي ۔
د بلوچستان حکومت د ایالتی ویاند لیاقت شاہواني په خبرہ په بلوچستان کې د کرونا وایرس د مریضانو شمېر یو سل یو دیرش دی ، په ایالت کې د کرونا یو اویا کلن ناروغه مړ شوی او دوہ تنه له قرنطین وروسته جوړ شوي.