د کرونا وائرس له امله د مړو شمیره تر 1000 وواوښته

د چين په ووهان ښار او هوبي صوبه کې د کرونا وايرس له امله د نورو 104 کسانو د مړینې سره په کرونا وایرس د وژل شوو شمیره 1018 ته ورسیده.

چارواکي وايي یواځې په چین کې کرونا وايرس 43000 کسان اغېزمن کړي دي.

د چین وهان ښار کې تروسه 974 کسان مړه شوي دي، دا د مړو شوو کسانو 96 فیصده جوړیږي.

امریکن ميډیکل ایسوسیشن د ویب پاڼې تر مخه د وهان ښار نه بهر 138 اغیزمند شوي مریضانو کې 30 فیصده ډاکټران او د صحت د چارو نور کارکونکي دي. په ټاپي ښار کې یو ډاکټر وینسنټ سو وايي، دوي سره یره پیدا شوې چې د دغه ښار د صحت نظام ړنګ شوی دی، په وهان ښار کې 30000 مریضانو علاج روان دی.

د وینسټ سو وايي ٫٫ چې څومره زیات د صحت عملې متاثره کیږي نو د خلکو علاج به کیمږي، یو داسې ښار چې د وبا مرکز ده او د سمندر په شان مریضان هسپتالونو ته ځي، نو دغې ته مونږ د صحت نظام ړنګیدل وايو،٬

رائټرز خبري ایجنسي د صحت کارپوهانو د خلې لیکلي امکان شته چې په چین کې په کرونا وائرس باندې د اپريل په میاشت کې قابو وموندلی شي. خو د صحت نړیواله اداره ډبلیو ایچ او وايي کرونا وائرس د نړۍ لپاره اوس هم ډیر خطرناک دی.

د کرونا وبا په اړه د چین میډیکل صلاکار ژونګ نانشین رائیټرز خبری ایجنسۍ ته ویلي په ځینې سیمو کې د کرونا نوي کیسونه راتلل کم شوي دي خو امکان شته چې دا میاشت د کرونا ځپلی شوي نور هم زیات شي.

٫٫ زه خوشبینه یم چې دا وبا یا مرض به د اپریل میاشت کې ختم شي٬٬

د چین دولتي ټیلي ويژن ويلي صدر شي ژين پنګ د ګل، دوشنبې په ورځ په بيجنګ کې روغتون ته ورغلی او د کرونا وايرس د ناروغانو سره يې ليدلي. نوموړي او د کرونا وايرس د مخنيوي دپاره د نورو کوټلي ګامونو پورته کولو ژمنه کړي ده.

د صحت د نړیوالې ادارې مشر ټېډرس اېنډونم ويلي خطرناکه خبره به دا وي چې د اوایرس هغه خلکو نته هم ولګي چې چین ته یې سفر نه وي کړی.

هغه ویلی، په وروستيو کې يې داسې پېښې ليدلي چې خلکو چين ته سفر نه دی کړی په برتانيه او فرانس کې داسې پېښې مخې ته راغلي دي.

په برتانيه کې د څلورو پېښو رپوټ کېدو وروسته کرونا ته خطرناک ګواښ ويل شوی دی.

د هانګ کانګ چارواکو د نهې يا سه شنبې په ورځ پخلې کړی چې په یو بلډنګ یا ودانۍ کې په مختلفو فلیټونو کې اوسیدونکې دواو کسانو کې کرونا وائرس موندلې شوی دی. دهغې وروسته چارواکو دغه وداني د خلکو نه خالي کړي او د بلډنګ اوسیدونکي یې کوارنټین یا ګوښه کړي دي .

نیویارک ټائمز په یو رپورټ کې لیکلي چې په هانک کانګ کې د دواو نوو کیسونو راتللو سره دا امکان څرګنديږي چې دغه وایرس په بلډنګ او کیدشي چې په پائپونو کې خور شو وي. چې ورسره د وایرس د خوریدو په اړه وېرې نورې زیاتې شوي دي.