کرونا وايرس د خېبرپښتونخوا کليوالو سيمو ته خور شوی

Virus Outbreak Pakistan

په خېبرپښتونخوا کې د لاک ډاون نرمېدو وروستو کرونا وبا د صوبې کليوالو سيمو ته خپور شوی او د مردان سره سره په صوابۍ کې د کرونا وايرس ښکار کسانو شمېر په زياتېدو دی.

د صوابۍ د صحت ضلعي مشر ډاکټر کليم الله وايي دغلته د ۵۰۰ نه زياتو کسانو کې د کرونا وايرس نخښې وې چې پکې ۱۵۹ مثبت رپورټ شوي دي. دی وايي تر دې دمه ۱۱ کسان د دې وبا له امله مړه شوي دي.

سرکاري مامورين وايي د صوابۍ ضلعې د کليوالو سيمو خلک روغتون ته نه راځي او د بازارونو ترڅنګ په خپلو ځايونو کې د حکومت له خوا ورکړل شوي هداياتو هم عمل نه کوي. په ډاګۍ، سليم خان، کرنل شېر کلی او وړوکی لاهور زياتې اغېزمنې سيمې دي.

هم دا راز د مردان په ۷۵ يونين کونسلو کې د ۳۰ نه زياتې يونين کونسلې اغيزمن شوې دي. د مامورينو په وينا چې د منګا درګۍ نه د لومړي مړينې وروستو دا وايرس نورو سيمو ګوجرو ګړۍ، مايار، کاټلنګ، ټکر، سري بهلول، ګړي اسماعيل زی، لوند خوړ، محبت اباد، بخشالی جامړه او طورو يونين کونسل ته خور شوی دی.په دې سيمو کې ګڼ شمېر خلک د خپلو کورونو دننه قرنطين کړی شوي دي.

مامورين وايي په دې دواړه ضلعو کې د ۱۰۰۰ نه زيات خلک د دې وايرس ښکار شوي دي.

هم دا رنګ د خېبرپښتونخوا درېمه لويه متاثره سيمه سوات ده چرته چې د صحت د محکمې په وينا ۸۵۶ او په ملاکنډ ضلع کې ۴۳۴ کسان د دې وايرس ښکار شوي دي.

د طب ماهرين وايي په ناپوهتيا کې ګڼ شمېر خلک د دې وايرس د خورېدو سبب جوړېږي.

ډاکټر ممتاز وايي په کليوالو سيمو کې خلک دا وبا سنجيده نه اخلي د کوم له کبله چې په مقامي توګه دا وايرس د يو تن نه بل ته منتقل کېږي. د ده په وينا چې ډېر خلک داسې هم دي چې د دې وايرس ښکار وي خو علامات پکې نه وي ظاهر شوي او هم د هغه نه نورو خلکو ته دا ناروغي لګي.

د اولس له خوا که يو اړخ ته په حکومتي ګامونو باور نشته نو ځيني خلک بيا دا دعوې هم کوي چې حکومت ته د کرونا وبا ښکار خلکو د شمېر زياتېدو سره زياتې پېسې ترلاسه کېږي.

بل اړخ ته په خېبرپښتونخوا کې ځايي ګاډو ته هم د تګ راتګ اجازه ورکړی شوې ده او ځايي خلک دا ګيله لري چې په بازارونو، حجرو او جوماتونو کې د احتياطي ګامونو خيال نه ساتل کېږي د کوم له کبله چې د دې وايرس ښکار کسانو په شمېر کې ورځ تر بله زياتوالی په نظر راځي.