دبهرنیو پنګو په قضیه کې دعمران خان حفاظتي ضمانت منظور کړل شوی دی

ايف ایي‌ ای تور لګوي چې د نړيوال کاروباري ابراج ګروپ دمشر پاکستاني نژاد عارف نقوي لخوا په غير قانوني ډول د بهرني هيواد څخه يوويشت لکه ډالر داسلام اباد يو بينک کې د تحريک انصاف اکاونټ ته منتقل کړى شوي وؤ

اسلام اباد هايکورټ فارن فنډنګ قضيه کې د پخواني وزير اعظم عمران خان حفاظتي ضمانت منظور کړى دى.

دا په داسې حال کې ده چې عمران خان د وزير اعظم شهباز شريف دحکومت راغورځولو او د سمدستي انتخاباتو په اړه د خپلو غوښتنو پسر څه وخت هم اسلام اباد ته داحتجاجي لاريون کولو اعلان کړى دى.

دپخواني وزير اعظم عمران خان د خواست اوريدنې په وخت حکومتي څارنوال د هايکورټ په واک یا صلاحیت پوښتنې راولاړې کړي خو مشر قاضي اطهر من الله وويل عدالت عمران خان ته د اکتوبر اتلسمې نيټې پورې حفاظتي ضمانت ورکوي او په راتلونکي کې به حکومتي اعتراضات هم اوري.

تيره ورځ د پلټنو مرکزي ادارې ایف ایي ای د عمران خان او د هغه دګوند تحريک انصاف د يو شمير مهمو غړو په ضد ممنوعه فنډنګ کيس کې مقدمه درج کړې وه.

ايف ایي‌ ای تور لګوي چې د نړيوال کاروباري ابراج ګروپ دمشر پاکستاني نژاد عارف نقوي لخوا په غير قانوني ډول د بهرني هيواد څخه يوويشت لکه ډالر داسلام اباد يو بينک کې د تحريک انصاف اکاونټ ته منتقل کړى شوي وؤ.

په دې وروستیو کې د پاکستان انتخابي کميشن دممنوعه فنډنګ د قضیې فيصله کې د تحريک انصاف ګوند په مشرتابه په غير قانوني ډول بهر ملکي وګړو نه پارټۍ لپاره دمالي مرستو د اخستو د الزام پخلى شوى و.

د چهار شنبى په ورځ داسلام اباد هايکورټ ودانۍ کې ميډيا سره دخبرو په وخت پخواني وزير اعظم عمران خان په دى اړه دانتخابي کميشن په مشر د تحريک انصاف سره دتوپيري چلند تورونه ولګول اؤ وي ویل د کميشن مشر د واکمن پي ډي ايم ملاتړي دى ځکه د لویو حکومتي ګوندونو پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ نواز ګوند اکاونټونو له ګوتى هم نه وړي.

خو څيړونکى امتياز عالم د عمران خان دغه دريځ د حقیقتونو په ضد بولي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې امتياز عالم وویل د تحريک انصاف دفنډنګ کيس فيصلې اته کاله وخت اخستى خو د پيپلز ګوند او مسلم ليګ نواز ګوندونو قضيې له اوس پيل شوي خو دا هم ضروري ده چې ددغه قضيو هم زر فيصله وشي.