امریکا د لوبو په تاریخ کې لومړی ګام اخلي او د جون په اوله د کرکټ نړیوال ټورنمنټ پکې پیلږي

امریکا به د جون په لومړۍ نېټه د لوبو په تاریخ کې لومړی ګام اخلي او له ویسټ انډیز سره په ګډه به د کرکټ د یو لوی ټورنمنټ کوربه وي. لومړۍ لوبه به د امریکې او کېنېډا تر منځ د ټکساس ایالت په ډلس ښار کې وي.

د شل اووریزو لوبو T20 پرانیستونکې لوبه به د کرکټ د نړیوال کونسل یا ای سي سي له خوا پیل شي چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د نارینه وو لوبډلې به پکې برخه ا خلي.

د افغانستان او یوګانډا تر منځ لومړۍ لوبه به د جون پر دریمه کیږي او د پاکستان او هند تر منځ لومړۍ لوبه به په نهمه کیږي او دغو دواړو لوبو ته په امریکا کې مېشت د افغانستان او پاکستان خلک ډېر لېواله دي.

د کرکټ د دې نړیوال ټورنمنټ د ګډ کوربه توب لپاره د امریکې د انتخاب امکان نه وو ځکه چې په امریکا کې له بهرنیانو پرته ډېر خلک دا لوبه نه کوي او نه یې ګوري.

د شریک کوربه په توګه د امریکې د غوره کولو د پرېکړې تر شا دا هیله وه چې د لوبو لپاره پیسې تر لاسه کړل شي. شمالي امریکا په نړۍ کې د لوبو له لویو ځایونو څخه ګڼل کیږي.

د ای سي سي د فعالیتونو مشر کریس ټیټلي فرانس پریس خبري ایجنسۍ ته ویلي، "دا حقیقت دی چې یو نړیوال ټورنمنټ امریکې ته راغلی- چې د نړۍ تر ټولو لوی د سپورټ بازار دی – او د خلکو ډېره زیاته دلچسپي یې پیدا کړې ده".

ای سي سي په امریکا کې د کرکټ لوبو ته د ودې ورکولو لپاره د دې لوبې څو پخواني لوبغاړي هم چمتو کړي دي چې په هغوی کې یو د ویسټ انډیز کرټلي امبروز هم دی.

امبروز ویلي په امریکا کې د کرکټ دغه نړیوالې سیالۍ به یوه کامیابي وي. هغه د نیویارک په ناساو کاونټي سټیډیم کې خبریالانو ته وویل:

"کېدای شي کرکټ په ځانګړي توګه د T20 طرز لوبې په امریکا کې لوی بدلون راولي، ځکه چې موږ پوهیږو امریکایان غواړي هر څه په لږ وخت کې ژر ختم کړي."

په امریکا کې د جنوبي اېشیا د کرکټ زیات مینه وال شته چې ډېری یې د افغانستان، بنګله دېش، هند، نیپال، پاکستان او سریلنکا دي، ای سي سي وایي په دې خاطر امریکا ته د کرکټ‌ لوبې را لیږدول به یو بریالیتوب وي.

په نیویارک کې د جون په نهمه د سختو سیالانو هند او پاکستان تر منځ لوبه ده چې خلک یې له اوسه لا په تمه دي او د دې لوبې لپاره ټکټونه له اعلانېدو وروسته په څو ګنټو کې خرڅ شول.

د ټورنمنټ په لومړي پړاو کې به له 40 څخه 16 لوبې د امریکا په درو ښارونو کې کیږي، چې په هغوی کې د نیویارک د ناساو کاونټي د کرکټ‌ نړیوال میدان، په لاورډر کې د برووارډ کاونټي میدان او په ډلس کې د ګرانډ پریري کرکټ میدان شامل دي.

د دویم پړاو او سېمي فاینل په ګډون پاتې لوبې به په کېرابین کې کیږي، د دغو شل اووریزو لوبو وروستۍ یا فاینل لوبه به د بارباډوس په برج ټاون کې د کینسنګټن اوول په میدان کې ترسره کیږي.