ډېره اسماعیل خان: د پیپلز ګوند د ډویژن مشر قیضار خان میانخېل د خپلو ساتونکو سره تښتول شوی

د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعه ډېره اسماعيل خان کې د پاکستان پیپلز ګوند د ډېره اسماعیل خان ډویژن مشر او وتلی وکیل، قیضار خان میانخېل، نامالومو وسله والو سره د سرکاري ساتونکي او شخصي ملازم تښتولی دی.

‎د هغه وراره او د سيمې نه د پاکستان پیپلز ګوند صوبايي پارلیمان غړي، احسان الله میانخېل ویلي، قیضار خان د خپل وراره جنازې ته ګره عیسا خان سیمې ته تللی وو، او بيرته راګرځېدو پر مهال لادرکه شو.

‎د هغه په وینا، د قیضار خان سره د هغه سرکاري ساتونکی او یو شخصي ملازم هم وو.

‎د پاکستان پیپلز پارټۍ منتخب د قامي اسمبلۍ غړي فتح الله میانخېل د دې پېښې تاييد کړی او ویلي یې دي چې د هغه ورور قیضار خان نامالومو وسله والو تښتولی دی.

‎نوموړي زیاته کړه، د سګو په سیمه کې خلکو په خپلو سترګو لیدلي چې په ګڼ شمېر وسله والو قیضار خان له ځانه سره بوتلو.

‎تر دې وخته د دې پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.

‎فتح الله میانخېل ویلي، د خېبر پښتونخوا د وزیراعلا علي امین ګنډاپور، او د پوځ له کور کمانډر سره یې تماس نیولی، چې دوی ته یې د قیضار خان راخوشی کېدو ډاډ ورکړی دی.

‎هغه زیاته کړه، حکومت او ریاستي ادارې زمه واره دي چې قیضار خان میانخېل زر تر زره روغ رمټ راخوشی کړي.

‎قیضار خان میانخېل تښتونې په سیمه کې د خلکو تر منځ سخته ویره او اندېښنه خوره کړې. د سیمې سیاسي او ټولنیز مشران له حکومته غوښتنه کوي چې د نوموړي د زر تر زر راخوشې کېدو تر څنګ په سیمه کې د امنیت د ټینګښت لپاره د ګاومونو اخستو ټینګار کوي.

‎د ملګرو وکيلانو جنرل سيکرټري رحیم بیټني وویل هغه د ډېره اسماعیل خان د وکیلانو د اتحادیې (بار ایسوسي ایشن) لپاره د صدارت کاندید هم دی. او نوموړی پخوا هم څو ځله د بار صدر پاتې شوی او په وروستیو عامو انتخاباتو کې د صوبايي اسمبلۍ کاندید و او تر ججانو وروسته د هغه تښتول کېدو په سیمه کې لویه اندېښنه راپارولې ده.

‎د خیبر پښتونخوا ګورنر، فیصل کریم کنډي د قیضار خان د تښتونې پر پېښه ژوره اندېښنه ښودلې او د بیړني تحقیقاتو امر یې کړی دی. نوموړي ویلي هغه دې زر تر زره وموندل شي، پېښه کې ککړ کسان دې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

‎سګو علاقه د چرته نه چې قیضار خان تښتول شوی، د ډېره اسماعیل خان ښار ته ۴۰ کلومیټره جنوب لویدیځ ته موقعیت لري، په دې تېر لنډه موده کې د پاکستان پوځ دغلته پرله پسې په دوامداره توګه د عملیاتو ویلي چې پکې یې وسله والو ته سخت زیان اړولو دعوې هم کړي دي.

‎دا سیمه د کوټې نه اسلام‌آباد ته تلونکې مرکزي لویه لاره ده، او په وروستیو میاشتو کې دلته د تښتونو، امنیتي ځواکونو پر ضد بریدونو، او د عامه ترانسپورټ لوټلو پېښې ډېرې شوې دي.

خلک وايي، دا ډول پېښې د پولیسو او ضلعي ادارې پر کارکردګۍ پوښتنې راپورته کوي، خو پولیس وايي چې د دې جرمونو د مخنیوي لپاره فوري اقدامات کوي.

‎په سیمه کې د تښتونو زیاتوالی

‎په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د تښتونو پېښې په تېرو څو میاشتو کې ډېرې شوي دي.

په نهمه جنورۍ: د لکي مروت نه د پاکستان ایټامک انرجۍ کمېشن ۱۸ کارکوونکي تښتول شوي وو، چې لا هم ۹ تنه ورک دي.

په ۱۳مه فرورۍ: د جنوبي وزیرستان نه د کسټم دوه افسران، یو ډاکټر، او د چیمبر آف کامرس مشر تښتول شوي وو، چې یوازې د چیمبر آف کامرس مشر خوشی کړل شو.

تېره میاشت په ټانک او بنو کې دوه، دوه پولیس اهلکار تښتول شوي وو، چې وروسته ووژل شول.

په سپتمبر ۲۰۲۴: د کلاچي نه یو پوځي افسر کرنل، د هغه دوه وروڼه، او یو وراره تښتول شوي وو، چې وروسته راخوشې کړای شول.