کوم خوراکونه د غاښونو خرابیدو سبب جوړیږي؟

مشران وایي د غاښونو ډاکټر چې یو ځل خلې ته وردننه شي نو بیا نه راوځي.غاښونه د خداې لوېې نعمت دې. خو اکثره خلک د غاښونو خیال نه ساتلو او بې پرواهۍ لا امله د غاښونو یو شمیر مسلو او تکلیفونو سره مخ کیږي. او بیا د غاښونو ډاکټرانو پسې ګرځي، چې نه یواځې د پېسو زیان وي د تکلیف سره هم مخامخ کیږي.

د غاښونو ډاکټران وایي د غاښونو صفايۍ سره سره د ځینو خواراکونو نه ځان ساتل غاښونه د زیان نه بچ کولی شي.

ډاکټر سید شهاب علي وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي په کومو خواراکونه کې چې د خوږو کچه سېوا وي د هغې کم استعمال پکار وي ځکه دې سره غاښونه خرابیږي او غاښونو کې سوري کیږي.

د ډاکټر شهاب په وینا د غاښونو لپاره زیان مند خوراکونه څه په دې ډول دي.

خواږه، ټافیانې او چاګلیټونه

د ډاکټر شهاب ترمخه خوږې گولې یا ټافیانې د چینو یا شکرو نه جوړ وي او دغه خواږه بیا تر ډیره وخت په غاښونو پورې نښتلي وي، ترڅو چې غاښون صفا نه کړی شي نو دغه خواږه په غاښونو کې د جراثیمو د ودې سبب جوړیږي.

چاې، کافي او شربتونه

ډاکټر شهاب زیاتوي زیاتې چایې، شربتونه او کافې هم د غاښونو لپاره د زیان سبب جوړیږي. او دغه د غاښونو د پاسه موجود د حفاظت قدرتي پټه یا اینامیل ته زیان رسوي چې لا امله ېې په غاښونو کې حساسیت پېدا کیږي، په غاښونو تود او یخ بد لږي، اوورۍ پړسیږي او په غاښونو کې درد شورو شي.

ډاکټر شهاب زیاتوي د بازاري چپسونه او پاپړی یو خو په غېر معیاري تېلو کې جوړ وي چې د صحت لپاره نقصاني وي، او دغه بازاري چپسو او پاپړو کې د گلوکوزو او کاربوهاېډریډو زیات مقدار د جراثیمو لپاره ډېر ښه خواراک وي. دا جراثیم غاښونو کې د سورو (کېویټیز) چې غاښ ته زیان رسوي. او اکثره بیا د داسې غاښونو د ويستلو نه علاوه بل علاج هم نه کیږي.

نسوار او سېگرټ

د نسوارو او سېگرټو استعمال د غاښونو نه گېر چاپېره هډوکي ختموي، د ووریو یو شمېر ناروغیو د جوړېدو سبب هم جوړیږي. او داسې جراثیم چې په عامه توګه د انسان په خوله کې نه پېدا کیږي، د سېگرټو او نسوارو د استعمال سره ښه په تېزۍ سره وده کوي. سېګرټ او نسوار د خلې د کېنسر سبب هم جوړیږي. د ډاکټر شهاب په وینا د سېگرټو او نسوارو استعمال د خلې بد یا خراب بوې د غاښونو کمزورۍ او د غورځیدو سبب هم جوړیږي.

د غاښونو د پاملرنې او بیلا بیلو ناروغیو د علاج په اړه د ډاکټر شهاب مرکه په لاندیني لنک اوریدی شئ.

Your browser doesn’t support HTML5

ډاکټر شهاب علي مرکه