ذهني ناروغۍ په پښتنو کې ولې زياتې دي؟

په پېښور کې د ذهني ناروغيو ډاکټران وايي د نور پاکستان په پر تله پښتانه د زياتو ذهني ناروغيو سره مخ دي.

د ذهني ناروغيو ډاکټران يا ساېکېټرېسټس وايي د پښتنو په سيمو کې روانه بد امني، بې روزګاري،او ټولنېزې کشالې د دغې ناروغیو لويه وجه ده.

په پښتنو کې د ذهني ناروغيو لکه ډېپرېشناو اېنزايټي (ژور خفګان اوذهني اضطراب) علاج اکثرد ډاکټرانوپه ځاې د پيرانو او نجوميانو نه کېږي.

ډاکټر سيد محمد سلطان وي او ای ډيوه ته ويلي په پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د ذهني ناروغانو شمېره زياته ده.

رپورټونه وايي په پاکستان کې په ۱۰۰ کې ۳۴ کسان په څه نه څه ډول د ذهني ناروغۍ سره مخ دي دغه شمېره په نوره نړۍ کې ۲۰فیصده ده.

ډاکټر سلطان زياتوي د نړيوال معيار ترمخه د ۱۰۰۰۰ ذهني ناروغانو لپاره يو ماهرنفسيات پکار وي خو له بده مرغه په پاکستان کې د ۵۰۰۰۰۰ ذهني مريضانو لپاره د نفسياتو يو ماهر ډاکټر دی.

د صحت ماهرین وايي د سړو په پرتله په ښځو کې ذهني نارغۍ زياتې دي چې يو لوي علت يي ټولنېزې کشالې يا کورنۍ لانجې دي. د مثال په توګه په پښتنو کې د رشتو په وخت د خور لور نه تپوس نه کيږي او اکثره بې توکه رېشتې د مېرمنو د ذهني نارغيو علت جوړيږي.

د کومو مېرمنو ژوند چې د واده نه وروسته خوشحاله نه وي په هغوي د ذهني ناروغيو له کبله د خفګانچپې يا دورې شرو شي چې عام خلک ورته د پېريانو يا د جناتو اثرات وايي او د علاج لپاره يي په پيرانو او نجوميانو ګرځويخو په اصل کې دغه ذهني ناروغي وي.

ډاکټران وايي چې څوکزړه ته د څه خبرې غم واچوي او زړه پرې خوري نو د ډېپرشن يا مسلسل د زړه د خفګان په ناروغۍ اخته شي چې علاج يي پيران یا نجوميان نه بلکه د ذهني ناروغيو ماهران ډاکټران کولې شي.

د صحت نړيواله اداره WHO وايي په ګرده نړۍ کې ۳۰۰ ميلينه د ډيپرېشن يا خفګان او ۲۶۰ ميلينهد اېنزايټي يا ذهني تشويش ناروغان دي.