د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع ډېره اسماعيل خان کې په يو وخت په بېلابيلو پېښو کې دوه شيعه او يو د بريلي فکر سره تعلق لرونکی بل تن په هدفي وژنو کې په نخښه شوي دي.
د سيمې د پوليسو په وېنا د هدفي وژنو دغه پېښې د ډېره اسماعيل خان په پرووا نومې تحصيل کې نن د شوور، چهارشنبې په سهار رامنځته شوي دي.
د پرووا د پوليس تاڼې د چارواکو په وېنا په وژل شوؤ کسانو کې يو باقرحسېن، بل کالو او درېم حفاظت الله شامل دي.
پوليس وايي باقر حسېن او حفاظت الله په ببرپکه او کالو په ماڼه علاقه کې نامالومه کسانو په ډزو وژلي دي.
د يادو پېښو وروستو شيعه ګانو په غټ سړک (انډس هاي وی) د وژل شوؤ کسانو د جسدونو سره احتجاجي مظاهرې کړي دي.
دوی غوښتنه کړې چې په علاقه کې په ځانګړي ډول د شيعه ګانو هدفي وژنې رواني دي او دوی دې ته اړ شوي چې نور د دغه علاقې نه کډه وکړي.
د وژل شوي باقرحسېن ورور وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ویلي، "له دې وړاندې يې دوه نور وروڼه هم په هدفي وژنو کې وژل شوي دي، مونږ د چا سره شخصي دښمني نه لرو خو ګناه يې يواځې دا ده چې د لبېک يا حسېن نعره نه پرېږدو".
هغه وويل په کور کې ورته کونډې او يتيمان پاتې شو، اوس دې ته حېران ته دی چې د دغو کونډو او يتيمانو سره به څه کوي.
د ډېره اسماعيل خان د پولیسو مشر (ډي پي او) منظور بابر افريدی وايي د بده مرغه په سيمه کې د ډېر وخت نه دغه لړۍ روانه ده، دوی د دغو پېښو پلټنې کوي او په دغو کارونو کې د ککړو خلکو پرضد دوی عمليات کړي او نور به ورته دوام ورکړي.
رسنيو سره په خبرو کې هغه وويل د ډېره اسماعيل د امن خرابوؤنکو پرضد به کوټلي ګامونه اخيستلی شي او د وژنو په پېښو کې ککړ لاسونه به د قانون منګولو ته راوستی شي.
د سيمې نه د پارلیمان منتخب شوي غړي علي امين ګنډاپور دغه پېښې غندلي او په دغو پېښو کې د ککړو لاسونو ښکاره کولو د هڅو ترڅنګ يې ويلي چې په دې کې د کومو ادارو بې غوري شامله وي هغو ته به سزا ورکولی شي.
په ډېره اسماعيل خان کې د تېرې اوږدې مودې نه فرقه ييزه نښتې دوام لري او په سيمه کې شيعه ګان ادعا کوي چې زیات بريدونه هم په دوی شوي او وژنې يې شوي دي.
په پرووا تحصيل کې څو ورځې وړاندې دوه پوليس هم نامالومو کسانو په ډزو وژلي وو.