د ډي اېن ای دلاري مجرم څنگه معلومېدی شي؟

په دي تصویر کې ماهرین په لېبارتړۍ کې د ډي این ای دلارې د ناروغو تشخیص کوي

د انسان د خلېي یوه برخه چې د ساینس په ژبه کې ورته ډي اوکسي رائبو نيوکلک اېسډ یا د ډي این ای ویل کیږي. د خلېي دا برخه دومره اهمیت لري چې د قانون عملي کونکو ادارو ماهرین د ډي این ای دلارې مجرمانو ته هم رسیدلی دي.

د ډي اېن ای پېژندگلو

ډي اېن ای د انگرېزۍ ژبې ټکي ډي اوکسي رائبو نيوکلک اېسډ لنډ نوم دی. د سائنس پوهانو ترمخه دا د ماليکيولز یو قسم دې. د سوئټزرلېنډ سائنس پوه فرېډرک ميژرپه ١٨٦٩ په لاول ځل د ډي اېن ای پېژندگلو د یو جدا ماليکيول په حېثېت وکړه.

ډي اېن اې ته د ژوند ابتدايي نقشه ويل کېږي. سائنس پوهان وايي هم د دې نقشې په بنیاد د بېکټېرېا (جراثیم) په شان تر ټولو ساده اؤ د انسان په شان تر ټولو پېچيده مخلوق په وجود کي رازي. ډي اېن ای ته وراثتي ماليکېول هم ویل کیږي دا ځکه چي دا د یو نسل نه بل نسل ته انتقالیږي.

خو آیا دا مالېکېول دومره اهم دی چي دا په یو جرم کي د قانونی او باؤري ثبوت په توگه استعمالېدی شي؟

شبانه مهتاب شېخ نیورو بائیولجسټ اؤ په یونيورسټي آف شکاگو کي تحقيق کاره، وايي ډي این ای د قانوني ثبوت په توگه استعمالېدی شي.

د وي او ای ډیوه سره یوه ورستۍ مرکه کې شبانه مهتاب شېخ وویل یو ډي اېن ای کي د نائټروجن څلور بنیادي برخي یا ټکي وي. دغه برخو ته اېډينين، گوانين، سیسټوسين او تهائمين ويل کېږي. په لنډا دوي ته ای جي سي ټي هم ویلی شي. شبانه شېخ ترمخه د هر انسان په ډي اېن ای کي دغه څلور ټکي وي خو د دی څلور ټکو ترتیب مخصوص او د بل نه جدا وي.هغه زیاتوي چې هم دغه مخصوص ترتيب د مجرمانو پرضد پلټنو کي پکارېږي.

دا به څنگه معلومېږي چي د یو انسان په ډي اېن ای کی د ای جي سي ټی تر تیب د بل انسان نه جدا دی؟

په دې حقله د مېرمن شېخ وېنا د چي په ډي اېن ای کی په ځينو ځایونو کي دغه ای جي سي ټی خپل ترتيب په یو خاص طريقه او وقفه بیا بیا تکراروي. دغه تکرار ته شارټ ټېنډم ريپيټ یا په لنډا اېس ټي آر ويلې شي. اېس ټي آر د یو انسان په ډي اېن ای کي د پينځو نه تر ٢٠ ځله پوری کېدی شي. او هم دا د یو انسان د ډي اېن ای پېژندگلو د بل انسان د ډي اېن اې نه جدا او مخصوص ساتي.

شبانه شېخ وايي، ددې دپاره چي کومه طریقه استعمالیږي هغه د ډي اېن ای پروفائلنگ یا د ډي اېن ای فنگر پرنټنگ ده. دغه طریقه د ١٩٨٠ خواؤشا موندلې شوي وا اؤ نن سبا د جرائمو په پلټنو کي په موثره توگه استعماليږی.

مېرمن شېخ دا هم وايي، که د ای جي ټي سي ترتيبونه او تکرار د هر بل انسان په ډي اېن ای کی جدا وي خو په دې هم ځان پوهه کول ضروري دي چی دا په خپل خپلوانو کي یو شان کېدی شي. هم په دې وجه د ډی اېن اې ټېسټ د جرمونو نه علاوه د وراثت په مقدمو کي هم گټه ور ثابتېدې شي.

شبانه شېخ زیاتوي د ډي اېن ای ټېسټ ډېر په آسانه د وېنې نه علاوه د وېښتو او د لاړو د نمونوسره هم کېدې شي.