خود سره داعش ډله په مسلمانانو په زور خپل فکر منل غواړي:ډاکټر کیون

Dr Kevin Dejesus book title

په داسې حال چې خود سره اسلامي ریاست یا داعش تندروه ډلې په عراق کې د انبار صوبې رمادي ښار او د شام پالمیرا ښار قبضه ترلاسه کړې، په غربي نړۍ کې د ځوانانو دغه ډلې سره شاملیدو اندیښنې هم سېوا شویدي. د ډیوه ریډیو سره هم پدې موضوع د خبرو اترو کولو په وخت د امریکې د جانسن اینډ ویلز یونورسټۍ پروفیسر ډاکټر کیون ډي جیسز وېلي چې امریکا د نړۍ د نورو ډیرو هیوادونو په رنگ د ځوانانو سوچ بدلول غواړي. ښاغلي کیون په هغه عناصرو هم خبرې کړي چې لا وجې ېې داعش ډله ځوانانو ته ډیر اثر لرونکی ښکاري. هغه زیاتوي چې دغه ډله یو فریب او د نظر دهوکا ده . ډاکټر ډي جیسز د داعش په حقله یو کتاب (اېي - ایس د راېز اف این اسلامک سټیټ) باندې هم کار کوي. دې واېي پدغه کتاب کې داعش ته د یو سیاسي تنظیم په توگه کتلې شوی، څوک چې خپل ځان یو ډیر جور اسلامي تنظیم گنړي خو دوي یو نیم پوځي او سیاسي اډانړه لري او پدې حېثېت دوي په نورو خلکو د خپلې خوښې نظام په زور د تپلو لپاره استعمالوي څوک چې د وړاندې نه مسلمانان دي. او دا ډیره عجیبه خبره ده او که تاسو د اسلامي خلافت په بابله د دوي اعلان نامه اولولی نو تاسو ته به مسلمانانو نه د سوچه مسلمانان جوړولو په لړ کې د دوي دلچسپه خیالات هم معلوم شي. د ډاکټر کیون ډي جېسز سره دغه مرکه د ډیوه ریډیو همکاری ماه وش جلیل کړی تاسوېې هم اوریدې شۍ.

Your browser doesn’t support HTML5

پروفیسر ډاکټر کیون ډي جیسز د ډیوه ریډیو سره مرکه