دا مسلمانان يي راولي

د مياشت د څار حکومتي اداره چې يواځي د روژې او اخترونو مياشت څاري تراوسه يي د پښتنو د مياشت د ليدلو ګواهي نه ده منلې

په يو کلي کې يو ساده ځوان واده اوکړو چې ماسختن ورله ملا نکاح تړله نو ورته يي ووېل، ځوانه چې زه درته څه وايم ته به هم هغه واېې.

"غوږ شه"

هلک: غوږ شه

"دا مه وايه"

هلک دا مه وايه،

ملا په قهر شو،

"چپ شه ګستاخه، دا څه کوې؟"

هلک: چپ شه ګستاخه دا څه کوې،

ملا نور غصه شو او هلک يي له ګريوانه اونيولو ، هلک هم ملا له ګريوانه ټينګ کړو او دواړو سره ښه يو بل ګوښمال کړل.

په سبا له د هلک نه خپلو ملګرو تپوس اوکړو، ياره څنګه واده دې خوښ شو؟

هلک ورته ووېل ياره والله واده ښه خوند کوي خو دا يوشی دی چې دا نکاح خو پکې سمه کبډي ده.

په پاکستان کې پښتانه روژې ښه په مينه نیسي خو هغه د چا خبره چې هر کال پکې اختر سمه کبډي وي څوک وايي روژه ده څوک وايي اختردی او په ټول ملک کې يوه لانجه روانه وي.

په دغه هېواد کې د پښتنود يوشمېر ګيلو ترڅنګ دا ګيله څومره حقه ده چې وايي روژې دوي په پوره غېرت سره نيسي او چې کله د اختر خبره راشي نو د مياشت د څارحکومتي کميټي ددوي د مياشت د ليدلو ګواهي هم نه مني.

هغه دخداې بخښلي اقبال مومند شعر دی چې:

"بدنيتي چې په کوم کلي کې پېدا شي

په هغې کلي کې دوه اخترې راشي

د روژې مياشتې ته هريو سړی ړوند وي

د اختر په مياشت کې ړوند سړی بينا شي"

روژه او اختر که په ټول هېواد کې په يوه ورځ کيږي او که په جدا جدا ورځو دا د پښتنو لپاره دومره د زړه بداوي خبره نه ده خو د مياشتې د څار د حکومتي کمېټۍ د دغې کارنه د پښتنو سره د بدنيتۍ بوي ځي.

اکثره پښتانه کرنده ګر دي دوي د خپلو فصلونو د حساب کتاب او لو لور لپاره د قمري مياشتې يا سپوژمۍ په حساب روان وي نو ځکه د کال دولس مياشتې د قمري مياشتو حساب ساتي، هرې مياشتې ته يي خپلې مخصوصې نخښې ټاکلې وي نوځکه د دوي د مياشتې د څار هنر د باقي پاکستان نه غوره او پخوانی دی.

خو د مياشت د څار حکومتي اداره چې يواځي د روژې او اخترونو مياشت څاري تراوسه يي د پښتنو د مياشت د ليدلو ګواهي نه ده منلې .

نوځکه هر کال په پاکستان کې د اختر په وخت سم انډوخر وي پښتانه مياشت اوويني او په جماتونو کې د اختر اعلانونه اوکړي خو د پاکستان سرکاري کميټي په دغه ورځ په سرکاري رسنيو اووايي دوي به سبا له په کراچۍ کې د حبيب بېنک ودانۍ ته د مياشتې دليدلو لپاره خيژي.

رياستي ادارې هم وخت په وخت د پاکستان د مياشت د څار د حکومتي کمېټۍ په ملاتړ کې ډول ډول لوبې کوي، تېرکال د پېښور د قاسم علي خان جمات خطيب پوپلزۍ صېب عېن د اختر په شپه عمرې له لاړو، خو وروسته پته اولګېده چې هغه په زوره په دې غرض اوچت کړې شوی وو چې لکه د تېرو اخترونو په څېر يوځل بيا د پښتنو ګواهي او نه مني او د حکومت نه وړاندې د اختر اعلان او نه کړې.

داځل چې په ټول پاکستان کې روژه د سعودي عربستان سره په يوه ورځ شرو شوې ځنې پښتانه څيړونکې وايي داسې ښکاري چې د پښتنو د ژغورنې غورځنګ د فشار لکبله پاکستان د پښتنو سره په يوه ورځ روژه اعلان کړې.

دغه د پاکستان په رياستي تګ لاره کې بدلون ښايي او که واقعي هم د منظور پشتين لخوا د فشار نتيجه وه دا فېصله به د اختر د مياشتې د څارلو په موقه کېږي چې د قاسم علي خان جمات خطيب پوپلزۍ صېب به بياعمرې له لېګل کيږي او کنه؟

د روژې د مياشتې په ورستۍ هفته کې د مټايانو په دوکانونو رش زيات شي او هغوي هم خپل دوکانونه په ډول ډول رڼاګانو ښکلي کړي وي چې ډېر په اسانه ګاهک ځان ته کش کۍ ، نو ساده کليوال چې په بازارونو کې دغه پړق پړوق اوويني نو د کلي په حجره کې ډېر په يقين سره وايي،

" دا ځل بيا داسې ښکاري چې دېرش نه پوره کېږي، دا مسلمانان يي راولي"