سراج الحق: د انتخاباتو د ځنډ تجویز د قبول وړ نه دی

د جماعت اسلامي گوند امیر سراج الحق ويلي دي په ټول پاکستان کې د صوباي او قامي اسمبلیو انتخابات په یوه ورځ کول پکاردي، د هغه تر مخه "دا چې په یوه ورځ وشي بهتره به وي، الغاؤ تلغاؤ به پیدا نه شي"

وي او ای ډیوه ته ښاغلي حق دا خبره په داسې حال کې کړې ده چې د پښتونخوا صوبې پخواني اعلا وزير پرویز خټک د پاکستان د انتخاباتو کمیسون ته په یو خط کې ليکلي دي چې په ټوله صوبه کې د صوبايي اسمبلیو په یو ځای د انتخاباتو له پاره دې د انتخاباتو نیټه وغځول شي.

خو سراج الحق وايي دا وړاندېز ورته د قبول وړ نه دی، هغه وویل سیاسي گوندونه ددې وړاندېز ملگرتیا نه کوي " ددې وجه دا ده چې خلقو ته دا خطر دی یو ځل الیکشن په خپله موقع ونه شي بیا هغه موقع نه راځي، مخکې هم دا شوي دي چې د ٩٠ ورځو د پاره الیکشن ورستو شو نو بیا ورځو٩٠٠ کې بدل شو"

حکومت په ټول هېواد کې د جولايي د میاشتې په ٢٥ مه نیټه د عامو انتخاباتو اعلان کړی دی خو د پښتونخوا صوبې په نوې شریکه شوې قبايلي سیمه فاټا کې یې د صوبايي اسبلۍ د انتختباتو نیټه لا نه ده ټاکلې.

په خېبر پښتونخوا صوبه کې پي ټي ايي رقیبانو گوندونو عوامي نیشنل پارټۍ او پاکستان پیپلز پارټۍ پارټۍ هم د پرویز خټک وړاندیز رد کړی دی.

د سراج الحق سره د ډیوه خبریال رحمان بونیري مرکه په لاندينی لینک اوریدی شئ

Your browser doesn’t support HTML5

سراج الحق : د انتخاباتو د ځنډ تجویز د قبول وړ نه دی