سرچینې وایي د افغانستان په بغلان ولایت کې د یو جومات دننه د مامعلومه وسله والو په ډزو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي دي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت دا پېښه تایید کړې اؤ وایي په پېښه کې لس صوفیان وژل شوي.
سرچینې وایي دا پېښه د شورو یا پنجشنبې په شپه ناوخته د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې رامنځته شوې.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند عبدالمتین قانع اېاېف پي خبري اژانس ته ویلي، یو وسله وال تن د نهرین ولسوالۍ د یوې لرې سیمې د یو زیارت په مذهبي مراسمو کې پر صوفیانو ډزې کړې دي، چې له امله یې ۱۰ تنه وژل شوي دي.
وې او اې اشنا پخپل رپورټ کې د عیني شاهدانو له خولې ویلي د پنجشنبې په شپه ناوخته په زاړه نهرین کې د سید پاچا اغا په زیات کې یو شمیر کسان چې د تصوف لارویان وؤ، ذکر ته ورټول وؤ چې وسله وال تن پرې برید کړی دی.
نوموړي ویلي نور کله به دغه جومات کې عموماً تر ۳۵ؤ پورې کسان د ذکر یا حلقې لپاره ورټولېدل خو وایي په دې شپه د ۱۱ؤ پورې کسان ورټول شوي وؤ اؤ هغوي د جومات په یو ګوټ کې په ذکر بوخت وؤ چې یو نامعلومه تن پرې ډزې وکړې اؤ ټول یې ووژل.
د نقشبندي د وینا له مخې، له پیښې څخه د سیمې اوسیدونکي هغه مهال خبرشول، چې د جمعې د ورځې د سهار لمانځه لپاره خلک دغه جومات ورغلل.
عیني شاهدان وايي چې د طالبانو امنیتي ځواکونه سهار مهال د پیښې ځای ته ورغلي او پلټنې یې پیل کړي دي.
د سیمې د اوسیدونکو د معلوماتو پراساس، ددې پیښې ټول قربانیان د تصوف د طریقي پیروان وو.
په ټولنیزو شبکو کې دغې پیښې ته په منسوب شویو ویډیويي تصویرونو کې چې امریکا غږ ته هم رسیدلي، لیدل کیږي چې د پېښې قربانیان د عبادت پرمهال وژل شوي دي.
د سیمې د یو شمیر اوسیدونکو د ادعا له مخې، بریدکوونکي د برید پرمهال په پرمختللو او پرته له غږ وسلو سمبال وو، چې له همدې امله هغوی ددغه برید پرمهال ډزې نه دي اوریدلي.
د دغو شاهدانو د وینا له مخې، بریدګر د برید وروسته له سیمې تښتیدلي دي.
وي او اې اشنا د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو له په اساس ویلي، د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت چارواکو ددغې سیمې له اوسېدونکو غوښتي وو، چې په دغه زیارت کې دې د ذکر د حلقې له ترتیبولو څخه ډډه وکړي.
تر دې وړاندې د اسلامي دولت یا داعش وسله والې ډلې په کابل کې د تصوف د پیروانو په جوماتو د شوؤ یو شمیر بریدونو مسئولیت په غاړه اخیستی وو.
(ددې رپورټ معلومات د اې ایف پي او وي او اې اشنا څخه اخستل شوي)