اروپایي اتحاد د افغانانو لپاره نژدې 143 میلینه یورو مرستې اعلان کړي

AFGHANISTAN ECONOMY

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیرز میرمن رافائلا ایوډایز د خالي یا شنبې په ورځ وویلی، ټولنه د افغانستان د میرمنو، نارینو او ماشومانو تر څنګ ولاړه ده. اغلې زیاته کړې چې اروپایي ټولنه د ستنیدوکو کډوالو، په هیواد کې د بې ځایه شوو او د هرات د زلزله ځپلو خلکو سره د بنیادي ضرورتونو د پوره کولو په برخه کې قریبا 143 ملینه یورو اعلانوي.

دا د هغو 60 ملینه یورو نه علاوه دي چې اروپايي اتحاد په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره تیره میاشت اعلان کړې وي. اغلې په خپل پیغام کې ویلي اروپایي اتحاد د افغانستان د سړو، ښځو او ماشومانو سره خپلې ژمنې سر ته رسوي.

د نړیوال همکاریو کمېشنر جوتا ارپېلینین ویلي چې 142.8 ملینه یورو اعلان شوي مرسته به افغانستان کې په ځانګړي ډول ښځو، جینکو، د هیواد دننه بې ځایه شوو او ستنیدوکو کډوالو ته د روغتیا، خوراک، تعلیم، پاکو اوبو په رسولو مصرف کیږي.

دا د بنیادي اړتیاو پورا کولو مرستې به د وضع شوي اصولو لاندې ورکول کیږي په کومو کې چې ښځو او جینکو ته خصوصي پام لرنه شوي ده.

دا اعلان شوي مرستې د هغه 1.2 بلینه یورو د پیکج برخه ده کوم چې د اروپایي اتحاد مشرې ووڼډر لییان د 2021م کال په اګست میاشت کې د افغانستان د خلکو لپاره اعلان کړې وه او تر اوسه پکې 676 ملینه یورو ورکول شوي چې 554 ملینه یورو یې بشري مرستې دي.

د اروپایي اتحاد دا مرسته به د بنیادي ضرورتونه لکه صحت، خوراک، زده کړو ترڅنګ د ښځو او جینکو حالت ښه کولو لپاره مصرف کیږي. د زده کړو په برخه کې ماشومانو ته په مکتبونو کې د خوراک ورکول، او داسې مراعات ورکول وي چې جینکۍ او هلکان په سکولونو کې وساتي. او د استاذانو لپاره به تربیتي مرستو تر څنګ د سکولونو سامانونه هم ورکول وي.

د روغتیا یا صحت په برخه کې به د نشئ توکو د استعمال نه ساتلو تر څنګ ذهني/ اعصابي صحت په اړه خرچ هم شامل وي ځکه چې 35 نه 40 فیصده افغان وګړي د لسګونو کالو روانو جګړو د لاسه ذهني متاثره شوي.

د ښخو په ټولنه کې اهمیت او د ښځو په اقتصاد کې برخه به د اروپایي مرستو په مصرف کې شامل وي. د دې مرستو کې به په لاندې کچه اقتصادي مرستو ته لاس رسی هم شامل وي. او د غربت ختمولو لپاره به په وړه کچه کاروبارونو ته وده ورکول هم د مرستو ورکولو مقصد دی.

که څه هم اروپایي ټولنې ترقیاتي کومک ځنډولې خو د افغانستان د خلکو بشري مرستې او بنیادي ضروروتونو پوره کولو لپاره کومک یې جاري ساتلی.