د خېبرپښتونخوا په لکي مروت ښار کې د زیارت، پنجشنبې، په ماښام د پوسټ ګرېجوېټ کالج او یونېورسټۍ سره نژدې چاودنه اورېدل شوي او بیا ډزې شروع شوي دي.
په لکي مروت کې د ځایي پولیسو ویاند شاهد حمید د وي او اې ډيوه خبریال عدنان بېټني ته وویل، د کالج په ودانۍ باندې چېرته چې پوځ دېره شوی دی، راکټ داغل شوی او بیا پوځ جوابي حمله ترسره کړې ده. د هغه وینا ده چې تر اوسه د کوم ځاني یا مالي نقصان په اړه څه رپوټ په لاس کې نشته.
د لکي مروت د ډګري کالج شاوخوا سیمه کې د ډزو د اورېدو له امله په خلکو کې ېره خوره شوې ده.
په لکي مروت کې مېشته یو تن وي او ای ډیوه ته ویلي په کالج کې د تېرو څو میاشتو راهسې پوځي مېشته دي.
د وي او ای ډيوه خبریال کوښښونه کوي چې په دې اړه معلومات ترلاسه کړي.
په لکي مروت کې په تېرو څو ورځو کې د تشدد ګڼ شمېر پېښې شوي دي او پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي په کې د ځینو حملو ذمه واري هم منلې ده.
د نهې، سه شنبې، په ورځ د خېبرپښتونخوا پولیس وویل په لکي مروت کې د پولیسو او وسله والو ترمنځ نښته کې یو پولیس افسر وژل شوی او بل پولیس عسکر ژوبل شوی دی. پولیس وایي چې په دې نښته کې یې د تحریک طالبان پاکستان اړوند درې ترهګر هم وژلي دي.
د دې نه مخکې د پوځ یو پخوانی افسر هم په لکي مروت کې پولیس ویلي چې په هدفي حمله کې وژل شوی دی.
د مارچ په 30مه په لکي مروت ضلع کې په يوه چاودنه کې د پوليسو ډي اېس پي اقبال مومند او درې سپاهيان وژل شوي وو. تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري هم منلې وه.
د مارچ په 21مه دجنوبي وزیرستان په انګور اډه سیمه د وسله والو په یو برید کې دپاکستان داستخباراتي ادارې ایي ایس ایي یو لوړپوړی افسر برېګېډیر مصطفی کمال برکي او د هغه ډرایور هم وژل شوي وو.
څيړونکي وايي، دا هدفي پېښې چې د پاکستان پوځ لوړپوړي افسران په کې په هدف کیږي دا څرګندونه هم کوي، چې ترهګر او د هغوی استخباراتي نېټ ورک هم فعال او منظم ترتیب لري.
د لکي مروت د ورستۍ پېښې چې په کې د پولیسو افسر ډي ایس پي وژل شوی وو په تړاوو د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله په ټويټر ویلي وو:
"ترهګري نه خو د قابو نه بهر ده او نه به په راتلونکې کې داسې وشي زمونږ وسله وال ځواکونه بشپړ پوره توان لري او په پټو معلوماتو هره ورځ د ترهګرو پرضد عمليات کوي، خو د عملیاتو پاوجود د ترهګرۍ خطرې اوس هم شته خو نوغی به یې اوباسو او ټولې ادارې د يو بل سره په مرسته خپل فرض ترسره کوي".