د جولايي په ۲۵مه شوي انتخاباتو کې تر ټولو زیات ووټونه رد کړی شوي: فافېن

FAFEN LOG-2

پاکستان کې د انتخاباتو د څارنې غیر دولتي ادارې فري اېنډ فېیر الیکشن نیټ ورک (فافېن) د جولايي په ۲۵مه ترسره شوي ټولټاکنو په اړه په خپل رپورټ کې ویلي په انتخاباتو کې ۱۶لکه نه سيوا ووټونه رد (منسوخ) کړی شوي.

ادارې په خپل رپورټ کې ویلي که چرې رد کړی شوي ووټونه په سمه توګه کارول شوي او په رایو کې شمارل شوي وی نو امکان دی د انتخاباتو نتېجۍ د اوسنیو نه بل شان وی.

د فافېن تر مخه په ۲۵مه جولایي ترسره شوي انتخاباتو کې د رد کړی شوو ووټونو شمیره د پاکستان د پخوانو انتخاباتو په مقابله کې تر ټولو سېوا دي. رپورټ زیاتوي دغه شمیره په تیرو ډیرو انتخاباتو کې د دې نه کمه وه.

د ادارې د شمیرو تر مخه په کال ۲۰۰۲م کې د رد شوو ووټونه شمیره ۷ لکه، په کال ۲۰۰۸م کې ۹لکه، او په کال ۲۰۱۳م کې بیا د رد کړی شوو ووټونه شمیره ۱۵لکه وه. رپورټ زیاتوي تیره میاشت ترسره شوي انتخاباتو کې د کال ۲۰۱۳م په پرتله ۱۱ فیصده نه سېوا ووټونه رد شوي.

د ادارې د رپورټ ترمخه تر ټولو زیات ووټونه بیا د ابادۍ په لحاظ لوې صوبې پنجاب کې رد شوي او شمیره یې ۹ لکه ده. په سند صوبه کې ۴ لکه، خېبر پښتونخوا کې ۲ لکه او په بلوچستان ایالت کې نژدې یو لک ووټونه رد کړی شوي.

د قامي او صوبايي اسمبلو د حلقو په اړه ادارې په خپل رپورټ کې ویلي، د قامي اسمبلۍ ۴۹ حلقو او صوبايي اسمبلیو ۱۲۰ حلقو کې بیا د رد شوو ووټونو شمیره د سمو (منل) شوو نه سېوا ده. او که چرې دغه (رد) شوي ووټونه په سمه توګه کارول شوي وی نو امکان دی د دغه حلقو نتېجۍ د اوسنیو نه بدل وی.

د یادې ادارې د مطبوعاتي څانګې ویاند نصرالله خان وي او ای ته د رد شوو رایو په اړه ویلي پاکستان کې لا هم خلک په سمه توګه د ووټ کارولو نه، نه دي خبر. د مهر لګولو وروسته د ووټ (پرچې) راغونډولو طریقه هم ګڼو خلکو ته نه وي معلومه. نوموړي وي او ای ډیوه ته ویلي دا امکان هم شته چې دغه وټونه قصداٌ (د چا په خوښه) رد کړی شوي وي.

د فافېن مشر سرور باري بیا په دغه موضوع وي او ای ډیوه ته ویلي په اولس کې د ووټ په سمه توګه کارولو پوهه راوستل د ریاست، الیکشن کمېشن، حکومت او ریاستي ادارو ذمه واري ده.

یاده دې وي چې د جولايي میاشتې په ۲۵مه نېټه په پاکستان کې ترسره شوي انتخاباتو کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند په مرکز او نورو صوبو کې زیاتې څوکۍ ګټلي خو د تحریک انصاف مخالفه سیاسي ګوندونه په انتخابي عمل او د ووټونو د شمیرلو په بهیر شکونه څرګند کړي وو.

د انتخاباتو وړاندې هم د پاکستان لویو سیاسي ګوندونو تور لګولی وو چې یو شیمر حکومتي ادارې په دغه انتخاباتو کې د دوي مخه نېولی او د یو خاص ګوند لپاره لاره هوارول کیږي.