د پېښور په ارمي پبلک سکول د ټي ټي پي د حملې لس کاله د پورا کېدو په مهال په حمله کې د وژل شوؤ ماشومانو پلاران او مېندې وايي د اولادونو غم يې لس کاله پس هم تازه دی او د بچو وژل کېد يې نه هېرېدونکې پېښه ده.
په دغه پېښه کې ژوندي پاتې شوي ماشومان او د هغوی پلاران وايي انصاف ورته لا هم نه دی ملاؤ شوی.
د ارمي پبلک سکول په پېښه کې د وژل شوؤ ننګيال او شموېل رور طفيل طارق وايي په دې پېښه کې يې دوه روڼه د لاسه ورکړي اوغم يې لا هم هغه شان تازه دی.
طفيل طارق وايي د وروڼو مرګ داسې محسوسوي لکه چې دواړه لاس يې غوڅ کړی شوي دي.
"ماته چې هغه يادېږي نو زه وايم چې هغه ځما ژوند ؤ او که زه ژوندی ووم نو ۱۶م دسمبر پورې ژوندی ووم او ۱۶م دسمبر نه پس ما ته دا احساس نه دی شوی چې زه ژوندی يم. ماته داسې لګي لکه چې زه ژوندی مړ يم او شپې زه د ارام ګولی خورم او سحر بيا د ويښېدو ګولی خورم او دغه زمونږ ژوند دی."
په پېښور کې په آرمي پبلک سکول د کال ۲۰۱۴م د دسمبر په ۱۶م په ترهګر برید کې ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي وو.
د دغې پېښې زمه واري تحريک طالبان پاکستان ډلې په غاړه اخستې وه.
په اې پي اېس پېښه کې ژوبل شوی اود وژل شوي ماشوم شېرشاه ورور احمد خټک وايي د ورورغم لس کاله پس هم ترې نه هېرېږي.
احمد خټک وايي "زه چې په کوم ليکه کې ووم نو بلکل اخرنی ؤ او هغي نه وروسته بل څوک نه وو ناست نو زه دا ويلی شم چې خداۍ پاک ماته يو بل نوی ژوند راکړو. لکه زه چې خپل ژوند ته وګورم نو باور مې نه کېږې چې په داسې پېښه کې څوک بچ پاتې شي او ماسره په خوا کې چې څومره ملګري وو نو هغه ټول شهيدان شوي وو
لکه زه په خپلو ملګرو کې يو داسې تن ووم چې جوړ شوم او دې حال نه ووتم."
په کال ۲۰۱۸م کې د هغه وخت سترې محکمې مشر قاضي ثاقب نثار په امر د ارمي پبلک سکول د پيښې پلټنيز عدالتي کمېشن پېښور هايکورټ يو کسيزه جج جسټس محمد ابراهم جوړ کړی شو.
کمېشن په خپل رپورټ کې د اې پي اېس د پېښې پړه د امنيتي ګامونو نيمګړتياو او ځايي خلکو له خوا ترهګرو سره مرستې لامل ګرځولې وه.
خو د ځینو ماشومانو پلاران وايي د اولاد غم يې په ژوند ژاور تاثير کړی دی.
طفیل خټک د یو وژل شوي ماشوم پلار دی، "وايي خو که دا مونږ واورو چې د چا زوۍ ډاکټر يا انجينئرشو نو مونږ د پاره ډېره د خوشحالی خبره وي خو دننه مونږ ته د دې خبرې احساس راکوي چې که مونږ بچۍ ژوندی وی نو هغه به هم له ډاکټر، انجينئر، صحافي له بل څه جوړ وی.نو هغه به هم د خپلې کورنۍ يو وګڼې وې او مونږ مضبوط مټ به جوړ شوی وی او يو ښه کردار به يې لوبولی وی نو دا خبرې زمونږ د پاره بيا د غم او درد نه ډکې وي چې بيا داسې يوه موقعه راشي چې د نورو اولادو په ژوند کې خوشحالی وي او زمونږ په ژوند کې او نصيب کې دا څيزونه نه وي."
طفېل طارق وايي انصاف ورته ملاؤ نه شو او نه د زمه وار تنانو په ضد مقدمه درج کړی شوه>
طفيل خټک د حکومتي کمېشن په اړه وايي "دا کمېشن دوی زمونږ زغلولو د پاره جوړ کړی ؤ او هغه باندې يې هم فشار اچولی ؤ او چې بيا يې ښکاره که رپورټ نو زما قاتل ته يې په کې کلين چېټ يا ازادي ورکړه."
د ارمي پبلک سکول د پېښې پلټنو د پاره عدالتي کمېشن په ياده پېښه کې د وژل شوؤ ماشومانو مېندو او پلارانو په غوښتنه جوړ شوی وو خو دغه پلاران او مېندې وايي د کمېشن د رپورټ راتلو پس نه چاته سزا ورنه کړی شوه او نه دوئ ته انصاف ملاو شو.