د سیکولر پاکستان ارماني د عوامي ورکرز پارټۍ چیرمین فانوس گجر مړ شو (١٩٥٨-٢٠١٨)

د کیڼ لاسي گوند عوامي ورکرز پارټۍ مشر فانوس گجر نن د دسمبر په وړومبۍ نیټه د زړه په ناڅاپه دوره کې مړ شوی دی. د ښاغلي گجر مړينه د پاکستان یو شمير سیاست مدارانو او د قلم خاوندانو د روڼ فکره سیاسي جدوجهد لپاره ډېر لوی زیان بللی دی.

وتلي سیاست دان افراسیاب خټک په ټویټر ليکلي دي چې فانوس گجر خپل ټول ژوند د محنت کښو، کسانانو، او ځپلې شوې طبقې لپاره وقف کړی وو:

"د استحصال د تیارو په ضد جنگیدونکې یوه بله ډیوه مړه شوه، لاکن د جدوجهد رڼه لاره یې پرېښې ده"

ښاغلي گجر په ورستیو کې د پښتون ژغورنې غورځنگ د غوښتنو ملاتړ کړی وو.

فانوس گجر د اتیایم په لسیزه کې د پوځي امر جنرل ضیاالحق په ضد د تحریک په وخت کې سیاست شورو کړې وو او په وړومبي ځل د انقلابي شاعر حبیب جالب سره یو ځای کوټ لکپهت جیل لاهور ته تلې وو.

هغه ورستو د خداي بخښلي عبدالولي خان د سیاسي سوچ ملگری شو او په عوامي نیشنل پارټۍ کې شامل شو.

په کال ١٩٩٣ کې چې عوامي نیشنل گوند ښاغلی گجر ته د قامي اسمبلۍ لپاره په انتخاباتو کې د ودریدلو اجازت ور نه کړو نو هغه د گونده خپله لاره بیله کړله او په جون ١٩٩۴ کې یې خپله پارټي پاکستان عوامي پارټي جوړه کړله.

هغه تل د بونیر او شانگلې نه د پاکستان د قامي اسمبلۍ په انتخاباتو کې برخه اخسته. په وړومبي ځل یې په ١٩٩۴ کې د خدای بخښلي عبدالمتين خان په ضد ١٧٠٠٠ ووټو نه واغستل او په دویم نمبر پاتې شو.

فانوس گجر به د کلي اولس په غم ښادۍ کې گډون کوو او دانتخاباتو په ورځو کې به حجره په حجره ګرځیدلو

دانشور خادم حسین د ښاغلي گجر په غم په ټویټر ليکلي دي چې د نه ستړي کیدونکي سیاست دان او د عوامي ورکرز پارټۍ د مشر فانوس گجر د مرگ خبر بې حده غمناک دی:

" هغه د گوښه کړې شوې طبقې لپاره د سیاسي جدوجهد یو اوږد ميراث پرېښودې دی"

په ٢٠١٣ کې ښاغلي گجر د پاکستان د یو شمېر نورو کيڼ پالو سیاست دانانو عابد حسن منټو، افضل خاموش، مختار باچا سره په شریکه عوامي ورکرز پارټي جوړه کړله.

په پاکستان کې د کال ٢٠١٨ په عموي انتخاباتو کې د یوې نظر پوښتنې تر مخه د ښاغلي گجر عوامي ورکرز پارټي په کيڼ لاسو کې یواځينی گوند وو، الجزيره خبرې ادارې په خپل پاڼه عوامي ورکرز گوند په انتهاي کيڼ مقام کې ښودلی وو.

الجزيره خبرې ادارې په خپل پاڼه عوامي ورکرز گوند په انتهاي کيڼ مقام کې ښودلی وو

کامریډ فانوس گجر وي او ای ډیوه ته په یوه مرکه کې ويلي وو پاکستان کې د سیاسي اسلام د سیوري لاندې پټه شوې سول بیوراکريسي، جاگیرداران، صنعت کاران، او مفاد پرسته مشران د٩٨ فیصده بې وسه طبقې په وسایلو قبضه کړیده، د هغه په خیال په پاکستان کې:

"د کيڼ لاسو سوچ لرونکو یو ځاېی کیدلو او د سیکولر ټولنې جوړولو سره هېواد کې توله راتلی شي"

ددغه پروگرام تفصیل په لانديني لينک اوریدی شئ

د بونیر څخه د فانوس گجر یو پلوي امير زاده ایډوکیټ وي او ای ډیوه ته ويلي دي چې فانوس گجر د پاکستان د ٩٨ فیصده ځپل شوې طبقې د گټو او حقونو لپاره سیاسي جدوجهد کولو.

د ښاغلي گجر نه درې کونډې پاتې شوي دي، دهغه دریمه میرمن انیسه افغانه ده.

د فانوس گجر اولاد نه وو.

هغه به سبا له د دسمبر په دویمه د بونیر په چغرزو سیمه ریال کلي کې خاورو ته سپارل کیږي.