د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت په قبایلي ضلعو کې لانجمن لیویز ایکټ غځول غواړي

د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت په صوبه کې ورګډو شوو قبایلي ضلعو کې د پولیسو د نظام پرځاې د لیویز اېکټ په نامه یو نوی لانجمن قانون رواستل غواړي چې څیړونکي ګڼي دغې سره به په دغه بې قانونه سېمو کې نورې اييني ستونزې پېدا شي.

د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند شوکت یوسفزۍ د لیویز اېکټ په اړه وي او ای ډیوه ته ویلي په قبایلي ضلعو کې لا هم څه قانون نشته ځکه دوي غواړي ځايي لیویز او خاصه دارو ته د پولیسو اختیارات ورکړي.

٫٫ په پخوانیو قبایلي سیمو کې سپریم کورټ موقتي قانون یا ریګولیشن ختم کړی. او د نوو پولیسو په بهرتۍ کې به ډیر وخت لږي نو ځکه مونږ غواړو چې ځايي لیویز ته د پولیسو اختیار ورکړو.٬٬

د نوموړي په وینا د دغه نوي قانون سره به ځايي لیویز او خاصه دار په خپلو څوکیو پاتې شي او د بې روزګارۍ نه به بچ شي.

خو د صوبايي حکومت د لیویز اېکټ په اړه د پېښور یو ځايي خبریال افتخار فردوس وي او ای ډیوه ته وايي دغه کار به په قبایلي ضلعو کې اييني لانجه جوړه کړي.

نوموړي وايي: ٫٫ لیویز اېکټ د خېبر پښتونخوا صوبې د پولیس اېکټ سره سم نه دی. د دوي څوکۍ د پولیسو په رنګ نه دي او نه هم د دوي مراعات د پولیسومحکمې په رنګ دي.٬٬

افتخار فردوس زیاتوي که د تحریک انصاف صوبایي حکومت په ریشتیا غواړي چې په قبایلي سیمو کې کار وکړي نو پکار ده دغلته د صوبې د پولیسو اېکټ وغځوي.

د پاکستان پخوانۍ قبایلي سېمې د ۲۵ ايینی ترمیم لاندې په خېبر پښتونخوا کې ورګډې شوي. خو دغلته د عدالتي نظام او نورو حکومتي څانګو غځولو لپاره لا هم کوششونه روان دي.

په یادو قبایلي ضلعو کې تر ۱۵۰۰۰ پورې لیویز او خاصه دار د وړاندې نه پرځاې دي. د پاکستان پخوانیو قبایلي سیمو کې د ۲۸ می کال ۲۰۱۸ راهسې هیڅ یو نظام نشته.

د موباېل انټرنېټ شورو کولو بې نېټې اعلان

اخوا د خېبر پښتونخوا د صوبایی حکومت په یوه اعلامیه کې ویل شوي ډیر زر به دغه سيمو ته د ۳جي او ۴جي موباېل انټرنېټ سهولت ورکړی شي.

دغه حکومتي اعلامیه یا خبرپاڼه وايي د صوبايي کابېنې په غونډه کې فیصله شوې خو د ګام لپاره څه نېټه نه ده ورکړل شوې.

د قبایلي ضلعو لپاره د صوبايي حکومت ویاند اجمل وزیر وي او ای ډیوه ته ویلي حکومت غواړي دغه کار زر تر زره وکړي خو نوموړي هم څه نېټه نه ده ښودلې او یواځې دا يې ویلي چې د دغه کار پرانسته به د صوبې اعلا وزیر محمود خان کوي.

د قبایلي ضلعو ځوانان د پخوا راهسې په دغه سیمو کې د موباېل ټيلیفونونو او انټرنېټ سهولت غوښتنه کوي.

د پاکستان په دغه قبایلي سیمو کې د ډیر وخت راهسې د موباېل ټیلیفونونو او موباېل انټرنېټ سهولت د امنیتي اندېښنو لکبله تړل شوی. ځايي خلک او ځوانان وايي د انټرنېټ د نشتوالي له وجې دوي د تعلیم ، معلوماتو او ټولنیزو رسنیو کارولو نه بې برخې پاتې دي.