آیا د فاټا خلک د پاکستان اوسیدونکي نه دي؟

د فاټا نقشه

په پېښور کې د قبایلي سیمو، فاټا، د طالب علمانو اتحاد، فاټا سټوډنټس ارگنایزیشن، د فاټا په خېبرپښتونخوا کې د شاملو غوښتنه تکرار کړې ده او ویلي یې دې د قبایلي سیمو خلک دې په پاکستان کې په چېک پوسټونو تنگ نه کړی شي.

د فاټا سټوډنټس ارگنایزیشن په انتظام پیښور کې د اتوار، یکشنبې، په ورځ یوه غونډه وشوه چې پکې د قبایلي سیمو یو شمیر سیاسي مشرانو برخه واخیسته. په غونډه کې غوښتنه وشوه چې فاټا دې په مکمله توگه په خېبرپښتونخوا کې شامله کړی شي.

د فاټا سټوډنټس ارگنازیشن مشر شوکت عزیز وي او ای ډیوه ورسره مرکه کې وویل د فاټا خلک دې په پاکستان کې په چېک پوسټونه تنگول کیږي او دا دې بند کړی شي.

شوکت عزیز وویل کله چې د فاټا خلک سفر کوي نو په چیک پوسټونو یې تلاشي اخیستل کیږي، د امنیتي ادارو کارکونکې یې شناختي کارډونه گوري او تپوسونه ترې کوي چې د کوم ځای دي او چرته ځي؟

شوکت عزیز پوښتنه کوي "مونږ ددې ملک برخه نه یو؟"

په پېښور کې د غونډې ورسته، فاټا سټوډنټس ارگنایزیشن یو فهرست جاري کړی دی چې پکې يې لاندینۍ غوښتنې کړې دی:

١ د آئین ٢۴٦ او ٢۴٧ مادو کې دې ترمیم وشي او فاټا دې په مکمله توگه په خیبرپښتونخوا کې شامله کړی شي

٢ په قامي او صوبايي اسمبلو کې دې د فاټا مېرمنو دپاره څوکۍ وټاکل شي

٣ د ايي ډي پيز بیرته تگ په نظر کې وساتل شي او په فاټاکې دې صحیح سرشمیرنه وشي

۴ په فاټا کې د اصلاحاتو ترڅنگ دې په فاټا کې دې د (پرمختگ) لوې منصوبې اعلان کړی شي او د ١٠ ؤ کلونو پورې دې فاټا د ټېکس نه پاکه علاقه مقرر کړی شي

٥ د پوځ پخواني مشر جنرل راحیل شریف په ټولې فاټا کې د کیډټ کالجونو د قیام اعلان کړی و. ددې په تعمېر دې عملي کار پیل کړی شي

٦ په فاټا کې د میډیکل او انجېنئرنگ کالجونو څانگې پرانستل شي، تباه شوي تعلیمي ادارې دې بیا جوړې کړی شي او د نوي تعلیمي ادارو په جوړولو لگیدلې پابندي دې لرې کړی شی

٧ په فاټا کې دې د صحافت ازادي یقیني کړی شي، هلته دې د صحافیانو او سماجي کارکونکو تحفظ یقیني کړی شي

٨ په سي پیک کې د فاټا نظرانداز کیدل د افسوس وړ خبره ده، د فاټا تباه حال بنیادي اسانتیاوې دې بهتر کړی شي، هلته دې صنعتي علاقې ولگول شي،

٩ د فاټا اولس دې په چیک پوسټونو نه تنگول کیږي "مونږ په وطن مئین خلک یوو، هرځای دې راته د شک په نظر وه نه کتل شي"

١٠ په ټوله فاټا او بعضې ایجنسو کې د موبایل سروس بندیز د فاټا اولس د دنیا نه پرې کړی او په تیارو کې د ساتلو مترادف دي لهذا ددې نه دې پانبدي لرې کړی شي او د ملک د نورو برخو په رنگ د فاټا اولس ته دې موقع ورکړی شي چې ددې سهولتونو نه گټه پورته کړي