اېف بي ايي په ډانلډ ټرمپ د ډزو د پېښې پلټنې کوي

د امریکا پخواني صدر ډانلډ ترمپ د خالي/ شنبې په ورځ ناوخته ویلي چې په پېنسلوینیا کې د هغه په جلسه کې په هغه شوې ډزو کې یوه ګولۍ د هغه ښي غوږ پرې کړی او د امریکا د پلټنو مرکزي ادارې اېف بي ايي بیا ویلي چې د دغه پېښې د پلټنو مشري کوي.

د اېف بي ايي د پټسبرګ دفتر مشر کېون روجېک په یو خبري غونډه کې ویلي ٫٫ نن ماښام مونږ د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د وژنې هڅه ولیدله. دغه ځاې لا هم د جرم ځاې دی.٬٬

د امریکا د خفیه ادارو لخوا خپور شوي یو بیان تر مخه په صدر ټرمپ ډزې کونکی تن وژل شوی، او په جلسه کې ګډون کونکی یو بل تن هم مړ شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

په صدر ټرمپ دغه ډزې د پېنسلوینیا بټلر سیمې کې د مازیګر په ۶ بجې شوي کله چې پخوانی صدر په سټیج ولاړ وو.

د اېف بي ايي لخوا وړاندې خپور شوي یو بیان کې ویل شوي وو چې ٫٫ مونږ به د امریکا د خفیه ادارو، ایالتي او مقامي امنیت ساتونکو تر څنګ د اېف بي ايي ټول وساېل کاروو او په پلټنو کې به مرستې کوو.٬٬

د دغه پېښې وروسته د امریکا صدر جو باېډن، ناېب صدر کمالا هېرس او پخواني صدر بارک اوباما سخت پېغامونه ورکړي او د هر قسمه سیاسي تشدد غندنه یې کړې.

د خالي/ شنبې په ورځ ناوخته واېټ هاوس/ سپینې ماڼۍ ویلي چې صدر باېډن د ډانلډ ټرمپ سره خبرې کړي خو د دغه خبرو نور تفصیل یې نه دی ورکړی. د واېټ هاوس تر مخه صدر جو باېډن د پېنسلوینیا ګورنر او د بټلر ښار د ښاروال سره هم خبرې کړي.

د صدر باېډن انتظامیې دا هم ویلي چې صدر باېډن به په ډېلویر کې په خپل کور کې د پاتې کېدو پرځاې اوس د اتوار/ یکشنبې په سهر واېټ هاوس ته ستنیږي.

په ډانلډ ټرمپ د ډزو دغه پېښې په امریکا کې د وړاندې نه د فشار نه ډک صدارتي زغل نور هم مشکل کړی. د خالي/ شنبې په ورځ په اېکس په خپور شوي یو بیان کې د ریپبلکن نېشنل کمېټۍ ویلي وو چې ټرمپ اوس هم اراده لري چې د ګل په ورځ په ملواکي کې د ګوند په کنونشن کې حاضر شي.

پخواني صدر ډانلډ ټرمپ هم د ټولنیزو رسنیو په خپله پاڼه پخلی کړی چې په هغه ډزې کونکی تن وژل شوي او په جلسه کې ګډون کونکی یو تن مړ او یو ژوبل شوی. خو د امریکا خفیه ادارو بیا په اېکس ویلي چې به جلسه کې ګډون کونکي دوه تنه ژوبل شوي.

د صدر ټرمپ د ریپبلکن ګوند پلویانو ډیر زر دغه پېښې ته غبرګون ښودلی. د اوهایو ایالت سېنټر جی ډي وېنس په یو ټوېټ کې ویلي، چې خلک دې هغه سره د صدر ټرمپ او په غونډه کې د هر ګډون وال لپاره دعا کې شامل شي. د نوموړي په حقله دا خبره کیږي چې کېداې شي د صدر ټرمپ د مرستیال صدر لپاره ونومول شي.

هم د مرستیال صدر لپاره یو بل سیالي کونکی سېنټر روبیو ویلي، خداې صدر ټرمپ بچ کړو.