د اېف بي آی مشر: په کانګرس کې د جنوري د شپږمې نېټې بلوا، داخلي ترهګري وه

د اېف بي آی ادارې مشر کرېسټفر رې، امریکایي سنېټرانو ته د معلوماتو د ورکړې پر مهال

د امریکا د فېډرال تحقیقاتي ادارې یا اېف بي آی مشر کرېسټفر رې د نهې/سې شنبې په ورځ سنېټ ته وويل، د جنوري په ۶مه چې د ټرمپ پلویانو د امریکا په کانګرس یرغل کړی و او غوښتل یې په انتخاباتو کې د جو بایډن د کامیابۍ د تصدیق مخه ونیسي، هغه داخلي ترهګري وه.

د وي او اې خبریاله کټرین جېپسن وایي، د اېف بي آی مشر دا ومنل چې ادارې سره یې د هغې ورځې د تشدد په اړه، ځیني ابتدایي معلومات موجود و.

د جنوري په شپږمه د امریکا په کانګرس کې د اړۍ ګړۍ وروسته، په ړومبي ځل د امریکا د یوې لویې امنیتي ادارې مشر کرېسټفر رې د نهې/سې شنبې په ورځ د سنېټ غړو ته وویل چې هغه بلوا، داخلي ټرریزم و چې پاروونکي یي تر ډېره حده سپین پوستکي نسل پرستان و.

هغه وویل د سپین پوستکو نسل پرسته ډلې په امریکا کې یوه سنجیده خطره ده، او زیاته یې کړه: «دا (سپین پوستي نسل پرستان) د اکثرو هغو کېسونو برخه ده چې په کې د نسل پرستۍ له وجې متشدده افراطیت پارول شوی دی او دا ډلې پخپله زمونږ د داخلي ترهګرۍ د پېښو لویه برخه جوړوي. او په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو مرګونې ډلې هم همدا انتهایي پسندان دي.»

کرېسټفر رې چې د جنورې د پېښې وروسته یې د اول ځل دپاره د کانګرس سنېټ ته معلومات ورکول، وویل چې بلواګرو کې د ګڼ شمېر ډلو غړي شامل و چې دا ډلې د سپین پوستکو د نسل پرستۍ او د وسله وال تشدد پلویان دي.

هغه زیاته کړه داسې هېڅ شواهد نشته چې ګني په دې بلوا کې دې څوک په دروغو ځان د ټرمپ طرفدار ښودلی وي او یا دې د کیڼ اړخو ډلو نه ځان هلته په پټه ځای کړی وي. د کرېسټوفر رې وینا وه: «که څه هم مونږ ټول په یو شان څارو او د هرې نظریې د پلویانو تشدد آمیزه تندلاري توب ته مو پام دی، خو تر دې نیټې پورې مو داسې شواهد ندي تر سترګو شوي چې د جنوري په شپږمه دې تندلاره انارکېسټانو یا د انټیفا ډلې پیروانو برخه درلودلي وي.»

د اېف بي آی مشر زیاته کړه چې دوی بیا هم په تحقیقاتو کې په دې مسئلې نظر ساتي. تر دې دمه، څه باندې ۲۷۰ کسان د امریکا په کانګرس باندې د جنوري ۶مې نیټې د پېښې په تړاو ملزم ګڼل شوي او د اېف بي آی تحقیقات لا پسې پراخيږي.

د دوو ګوندونو دریځ

د رېپبليکن ګوند زیاتره غړي دعوه لري چې د امریکا په داخلي ترهګرۍ کې د انټیفا په شان د کېڼ اړخو یا لېفټيسټ تندلارو برخه تر دا نورو زیاته او یا د دا نورو سره برابره ده. هغوی تېرکال په پورټلنډ ښار کې د یوې فېډرل ودانۍ د اوراخیستلو پيښه یادوي.

رېپبلېکن سنېټر ټډ کروز

د رېپبلېکن پارټۍ سره تعلق لرونکی سنېټر تډ کروز وویل: «تير کال مونږ په زیاته پیمانه تشدد او د بلوا پېښې ولیدلې، چې تندلاري، اکثره یې لېفټېسټ و او په ټول ملک کې لارو کوڅو ته راوتلي و.»

خو ډېموکرېټان دا خبرې نه مني. هغوی دعوه لري چې د نسلي مسایلو په اړه د عدالت غوښتونکو مظاهرو سره لاقانونیت، نشي کېدی چې په کانګرس باندې د سپین پوستکو نسل پرستانو د تشدد آمیزه یرغل سره پرتله شي.

ډېموکرېټ سنېټر ډېک ډوربین

ډېموکرېټ سنېټر ډېک ډوربین وویل: «دا لاقانونیت د انتخاباتو د نتایجو منسوخه کولو دپاره د یو تشدد آمیزه کوشش سره برابر ندی، او نه هم د ډزو د هغو پېښو سره برابر دی په کوم کې چې اقلیتونه په نښه شوي دي. دا چې دا دوه سره برابر وګڼئ، هغو پولیسانو ته به سپکاوی وي کوم چې د جنوري په شپږمه زخمیان او یا ووژل شول.»

تيره هفته په کانګرس کې د یوې اورېدنې پر مهال، د کانګرس ماڼۍ امنیتي چارواکو دا په ډاګه کړه چې هغو ته د جنوري په ۵مه د اېف بي آی ادارې لخوا کومه اطلاع نه وه رسېدلې چې ګني د تشدد امکان شته.

د یو داسې کمېشن د جوړېدو په اړه مذاکرات چې په کانګرس باندې د یرغل په اړه تحقیقات وکړي او د امنیتي تحفظاتو وړاندیز وکړي، تر اوسه په ټپه ولاړ دي، ځکه د هاوس سپیکره نېنسي پېلوسي غواړي چې په هغه کمېشن کې دې د رېپبلېکنانو په نسبت، ډېموکرېټان ډېر وي.