ټي وي ډرامې په خپله که د بل په خوښه وکتل شي؟

د پاکستان په ستر عدالت کې د یوې اورونې په مهال ستر قاضي جسټس میا ثاقب نثار د پاکستان په شخصي ټي وي چېنلو ښودل کیدونکي بهرنو پروګرامونو وینا ٫٫ریمارکس٬٬ په پاکستان کې د خلکو ګډوډ غبرګون راپارولی.

د پاکستان ټي وي چېنلو د پروډیوسرانو لخوا په ستر عدالت کې د بهرني هیوادونو په اردو ژبه کې ترجمه شوي مواد په خاصه توګه ترکي ډرامو پرضد یو خواست جمع شوی. په خواست کې وېل شوي پاکستان کې دې په ټي وي چېنلو په دغه ډرامو بندیز ولګول شي.

د قضې د اورونې په مهال ستر قاضي میا ثاقب نثار پوښتنه کړې چې څوک د دغه ترکي ډرامو د لاسه په پاکستاني کلتور کیدونکي اغیز خبر دي؟ او بیا يې زیاته کې چې دغه فیصله به د اسلام او پاکستان د قانون په رڼا کې کوي.

پاکستان کې یو شمیر خلک هم دغه فکر او سوچ لري او ګڼي چې د بهرني هیوادونو ډرامې، فلمونه او نور پروګرامونه د هیواد په کلتور بد اثر غورځوي. خو دا هم حقیقت دې چې که په ټي وي چېنلو دغه مواد چلي او که نه، بهرني فلمونه، ډرامې او نور پروګرامونه خلک په انټرنیت او په نورو الاتو ډیر په شوق او اسانه کتلی شي.

سراج علي په پېښور کې ژوند کوي او د پاکستان دننه جوړې ټي وي ډرامې ډیرې په شوق ګوري، هم دغه نظر لري او وايي: ٫٫ یو شمیر ترکۍ ډرامې او پروګرامونه د ٫٫ پاکستان٬٬ د کلتور او قانون پرضد دي او پکار ده ستر عدالت په دې ډرامو بندیز ولګوي.٬٬

ښاغلی سراج بیا وړاندیز کوي چې پاکستاني ډایریکټرانو او پروډیوسرانو له پکار ده چې د ټولنې د اصلاح لپاره اصلاحي یا د نېکۍ ښودلو ډرامې جوړې کړي.٬٬

پاکستان کې د ټي وي ډرامو د کتونکو معلوماتو یا رېټنګ معلومولو یو شمیر غیر دولتي ادارو تر مخه پاکستان کې په تفریحي ټي وي چېنلو چلیدونکې دغه ترکۍ ډرامې د خلکو ډیرې خوښې دي.

دغه ډرامې زیات تره په اردو ژبه کې ژباړل شوي وي، خلک پرې پوهیږي، موضوعات يې زړه پورې وي او سره د دې پکې ښاېسته ښاېسته ځایونه هم ښودل کیږي.

دغه بهرنۍ ډرامې او پروګرامونه په تکنیکي لحاظ هم ډیرې ښې وي او ډیره خواري پرې کیږي. خو د دغې په مقابله کې پاکتسانۍ ډرامې په یوه کوټه یا کور کې تیارې شوې وي، موضوعات يې هم یو شان وي نو ځکه د خلکو دومره نه خوښیږي.

پلوشه عباس په پېښور کې یوه قانون پوهه ده او پخپله هم ترکۍ ډرامې ډیر ښه مینه ګوري. د ستر قاضي وینا بې ضاېعه بلي او وایي خلک په خپل کور کې په خپل ټي وي څه خوښوي او څه ګوري دا د خلکو خپله فیصله ده. په دې کې د سترعدالت، ستر قاضي او د پاکستان وزیراعظم هیڅ کار نه شته.

٫٫ اکثره بهرنۍ ډرامې داسې دي چې زمونږ نسل په خاصه توګه جېنکۍ ترې دیرې زده کړي کوي. په دغو کې داسې څه نه وي چې زمونږ کلتور باندې اغیز وغورځوي.٬٬

میرمن پلوشه زیاتوي د پاکستان دننه جوړې شوې زیات تره ډرامې داسې وي چې جامې یا لباس يې د ټولنې نه جدا وي. د ترکۍ ډرامو په پرتله دغه ډرامې زیاتې بې کلتوره وي.