د برازیل صدر لوي اېناسیو لولا ډي سېلوا د ګل، دوشنبې، په ورځ د امریکې صدر جوبایډن او د چين صدر شي جېن پينګ تر څنګ د نورو مېلمنو ترڅنګ د نړۍ د لویو اقتصادي ملکونو تنظیم جي ټونټي د سر مشرانو د ددوه ورځنۍ غونډې پرانېسته وکړه او د غربت او لوږې ختمولو دپاره یې نړیوال اتحاد شروع کړو چې ۸۱ نورو ملکونو يې د ملاتړ لوظ کړی دی.
د برازیل په ریوډيجينېرو ښار کې بایډن په اخیري ځل د امریکې د صدر په حېث په غونډه کې شرکت کوي. د نومبر په پينځمه نېټه د امریکې په صدارتي انتخاب کې ډانلډ ټرمپ د بایډن د جانشین په توګه منتخب شوی دی. ټرمپ به د جنورۍ په شلمه نېټه د خپلې چوکۍ سوګند پورته کوي.
د جي ټونټي په غونډه کې به د تجارت، د موسمي بدلون او نړیوال امنیت په اړه خبرې اترې کېږي چې د هغه بدلونو په برعکس ګڼل کېږي چې ټرمپ د امریکې په تګلاره کې د کولو لوظ کړی دی، په دې کې په درامداتو ټېکسونه او د یوکرېن جنګ ختمولو دپاره د مذاکراتو په شان موضوعات شامل دي.
د غونډې د پرانېستې په موقع تقریر کې لولا وویل د موسمي بدلون تباه کن اثرات په توله دنیا کې ليدل کېږي او په نړیوالو مشرانو يې غږ وکړو چې غربت د خاتمې او نړیوالې تودوخي مخنیوي دپاره دې ګامونه پورته کړي.
د غربت او د لوږې د خاتمي دپاره چې لولا د کوم اتحاد اعلان وکړو افرېقن یونین، یورپین یونین، ځینې نړیوال تنظیمونه، ترقیاتي بېنکونه او د ځینې امدادي ادارې يې ملاتړ کوي.
د برازیل صدر وویل لوږه او غربت د شیانو د کمي یا د څه قدرتي عمل نتیجه نه ده بلکې دا د سیاسي فېصلو پېداوار دی. لولا په خپله هم غربت کې پېدا شوی او د فولادو د کارکونکو یونین منظم کولو په نتیجه کې سیاست ته داخل شوی دی.
بایډن په غونډه کې په داسې حال کې شرکت کوي چې د صدارت يې دوه میاشتې پاتې دي، د شي د ناستې مرکزي کردار ګڼل کېږي، په داسې وخت کې په غزه او یوکرېن کې جنګونه دوام لري او په نړیواله کچه تاوتریخوالی موجود دی.
غونډې د شروع کېدو نه یوه ورځ ریوډیجينرو ته په لار بایډن د اېمزان ځنګل دوره وکړه، چې د موسمي بدلون په سبب خطر سره مخامخ ګڼل کېږي. یو اعلا امریکايي چارواکي خبریالانو ته وویل توقعو ده چې د غونډې په موقع به بایډن د ورلډ بېنک انټرنېشنل ډېوېلپمنټ اېسوسي اېشن فنډ ته پېسو ورکولو اعلان وکړي. د دې فنډ هدف د دنیا غریب ترین ملکونه دي. د دې ترڅنګ به بایډن د صفا توانای په اړه برازیل سره دوه اړخیزه همکاري شروع کوي.