څېړونکي: جنرل ضياالحق ومړ خو د تندروه مفکورې ميراث يې پاتې دی

څيړونکي وايي د پاکستان د پوځ پخوانی مشر جنرل ضياالحق 32 کاله وړاندې د يوې پوځي الوتکې په حادثه کې ومړ خو په ملک او سيمه کې کرلې د اسلامي تندلارۍ مفکوره يې نن هم پاتې ده.

د نړيوالو چارو کار پوه او د پېښور پوهنتون د انټرنيشنل ريليشنز شعبې پخواني چيرمين پروفيسر اعجاز خټک د کال 1988م د اولسم اګست د پېښې په اړه وي او ای ‌‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وويل:

“جنرل ضيا په بدني توګه نشته خو په ذهني توګه اوس هم ژوندی دی او د تندلارۍ مفکوره يې روانه ده”.

د هغه وخت د پوځ مشر جنرل ضياالحق د ملک د متنازعه وزير اعظم ذالفقار علي بهټو تخته په پينځمه جولاي کال 1977 کې واړوله او په اقتدار قابص شو.

جنرل ضياالحق په ملک کې مارشل لا ولګوله ايين يې معطل کړو او په درې مياشتې کې يې د نوي انتخابونو کولو لوظ وکړو چې اقتدار به منتخب نمايندګانو ته وسپاري خو دغه ژمنه يې تر مرکه پوره نه کړه.

يو بل تاريخ پوه استاد او د باچا خان پوهنتون پخواني وايس چانسلر فضل رحيم مروت ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وويل:

“جنرل ضيا تعليمي نصاب وچېړلو او تندلاري يې د نصاب او تعليمي نظام برخه کړه ځکه په دې کې هغه خپله ګټه ليدله. وراثت يې لا ختم نه دی بلکې زياتيږي”.

پروفيسر اعجاز خټک وايي ترهګري د جنرل ضيا په وخت کې مخې ته راغله پخه شوه او يو داسې بڼه يې واخستله چې مذهب مذهبي نعرې او مذهبي تندلاري ټول په ټوله رياستي پاليسي وګرځېده.

ښاغلی خټک وايي:

”د جنرل ضيا په دور کې دا هم وشول چې مذهبي انتها پسندي چې د رياست يوه وسله وه داسې راپورته شوه چې د رياست واک يې تر لاسه کړو”.

د بلې خوا سوشل مي‌‌‌‌‌‌ډيا کارونکي که د اولسم اګست ورځ په بيلا بيلو نومونو لکه يوم نجات او د ازادۍ ورځ نوموي خو يو لوی شمېر يې دې ته د امونو ورځ وايي او په امونو کې د چونسه ام نوم او تصويرونه هم خوروي.

د رپورټونو تر مخه د جنرل ضيا الحق د جهاز د حادثې او مرګ وجه ده او د ده سره ملګري امريکايي سفير رابن رافيل ته د پنجاب په بهاولپور کې ورکړل شوې د چونسه امونو ‌‌‌‌‌‌هغه ډالۍ منل کيږي چې پکې بم بارود ايښودل شوي وو چې د چاودنې له کبله يې الوتکې اور واخست او په هوا کې زرې زرې شوه.

په ضیا یو تور دا دی چې هغه په فلسطین کې په زرګونو فلسطینیان وژلي دي. د پاکستان د انګریزۍ ژبې ورځپاڼه دي نیوز په 14 اګست 2010 کې لیکلي دي د جون 1967 د انښتو پس د عربو په خواست پاکستان نزدې شل پوځي افسران اردن ته د تربیې لپاره ولېږل چې مشري یې میجر جنرل نوازش علي کوله او د ارمډ کور بریګیډر ضیا یې نایب ؤ.

اخبار لیکي په جنرل ضیا تور دی چې هغه په فلسطین کې د زرګونو خلقو په وژنه کې ککړ دی:

“په عمومي توګه ګڼل کېږي چې د ضیا د زرګونو فلسطینیانو په وژلو کې لاس ؤ او عرفات به ویل چې په پاکستان به کله هم باور او نه کړي او نه به ضیا معاف کړي"

جنرل ضيا دغه وخت بريګي‌‌‌‌‌‌ډير و او د اوردن د پوځ چيف اف سټاپ و چې د پاکستان پوځ ورته د اوردن په غوښتنه په ‌‌‌‌‌‌ډيپوټيشن ورکړی و.

په ياده مياشت او ياد کال د هندوستان او پاکستان تر منځ هم جنګ شوی و چې په پاکستان کې د پينسټ د جنګ په نوم ياديږي او يو شمېر پاکستاني پوځيان چې په دغه جنګ کې وژل شوي وو د ملک په تعليمي نصاب کې تعلېبلمانو ته ښودل کيږي.

د رپورټونو تر مخه د جنرل ضيا په کمان‌‌‌‌‌‌ډ کې د اوردن ځواکونو د زرګونو په شمېر کې هغه روسي کلاشنکوف مشينونه هم قبضه کړي وو چې د فلسطين د ازادۍ د پاره ويل کيږي شوروي اتحاد ورکړي وو.

د امريکا خبريال او ليکوال جارج کرايل په خپل کتاب چارلي وېلسنز وار کې د پخوانی امريکايي سينېټر چارلي وېلسن د خلې ليکي چې کله يې د 1980م لسيزې په شورو کې د جنرل ضياالحق سره د مرستې په اړه افغان مجاهدينو ته په وېسټ بنک کې د راټول کړل شوو کلاشنکوفونو د ورکولو وړانديز وکړو نو جنرل ضيا ويل:

“ګوری د ‌‌‌‌‌‌ډيوې‌‌‌‌‌‌ډ (داود) ستوری پرې مه لګوه”. سنيټر چارلي وېلسن د افغان جهاد بنيادګر ګڼلی شي.

سياست پوهان وايي د جنرل ضيا الحق د اقتدار اخستلو نزدې کال وروستو د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه افغانستان ته ننوتل او د دې د مخنيوي د پاره د دښمن ايران په مقابله کې امريکا او پلويانو ته يې دوست پاکستان او يو پوځي حکومت په ګټه تمامېده.

د څېړنو تر مخه په افغانستان کې د شوروي اتحاد په ضد د ټولو لويه نفسياتي حربه د عقيدې دفاع وه او سعودي عرب د اسلامي جهاد او د وهابيت مفکوره په هغه افغان کيمپونو کې سکولونو او مدرسو ته راوړه چې پاکستان ته ک‌‌‌‌‌‌ډوال شوي وو او دا شان دغه کيمپونه د ذهني او حربي تربيت مرکزونه وګرځېدل.

څېړونکي وايي نن نزدې څلوېښت کاله وروستو هم په افغانستان او د پاکستان په پښتنو سيمو کې د جهاد په نامه د اسلامي نظام راوستلو او کفري حکومتونو د ختمولو د جنګ لړۍ روانه ده.

افغان مجاهدين او د هغوی همخياله ‌‌‌‌‌‌ډلې جنرل ضيا الحق خپل اتل مني خو قام پاله پښتتانه ګوندونه او ‌‌‌‌‌‌ډېری افغانان هغه د افغانستان ورانونکی بولي.